ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 24, 2025 at 06:36 AM
🔶د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي، دوی په دغه هېواد کې د افغانانو د بیا میشتیدنې راتلونکی پلان ارزوي. 🔶دغه ویاند چې امریکا غږ یې نوم نه دی خپور کړی زیاته کړې چې دوی د هغه همغږي کوونکي دفتر پر راتلونکې هم فکر کوي چې امریکا ته د افغانانو د لېږلو چارې مخته وړي. 🔶دغه چارواکي زیاته کړې چې د یاد د فتر د تړلو پریکړه تراوسه نه ده شوې. 🔶د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، د افغانانو د بیا میشتیدنې لپاره د دوی " دوامداره ملاتړ" پر ځای دی او په خبره یې د هغو افغانانو د میشتیدو چارو ته دوام ورکوي چې له وړاندې یې بهرنیو هېوادونو کې غوښتنلیکونه مخته تللي. 🔶دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ رویټرز راپور ورکړ چې امریکایي چارواکو د افغانانو د بیا میشتیدو دفتر ته ویلي چې د سږکال د اپریل تر پای پورې خپلې چارې په امریکا او نورو هېوادونو کې بندې کړي. 🔶هغه مهال اندیښنه داوه چې دا پریکړه به د شاوخوا دوه لکه هغو افغانانو ژوند متاثره کړي چې امریکا ته د تللو قضیې یې تر کار لاندې دي. 🔶د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه برښنالیک کې امریکا غږ ته ویلي، دا مهال د یوشمېر پنا غوښتونکو د قبلولو بهیر د امنیتي اندیښنو له کبله ځنډول شوی دی. https://smarturl.click/0evng
👍 ❤️ 😂 😢 😮 🙏 237

Comments