ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 24, 2025 at 08:48 AM
🔶ملا برادر وايي ازبکستان سره د حیرتان - هرات د رېل پټلۍ په اړه هوکړې ته رسېدلی. 🔶ملا برادر چې په دوه ورځني سفر ازبکستان ته تللی وو د یکشنبې په ورځ یې خبریالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول. 🔶ښاغلي برادر وویل د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی د دې رېل پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره چې لګښت یې هم ازبکستان ورکوي ژر افغانستان ته سفر کوي او د ارزونو تر بشپړېدو لس ورځې وروسته به عملي چارې پیل شي. 🔶د حیرتان – مزارشریف ۷۵ کیلومتره رېل پټلۍ په ۲۰۱۰ کال کې د اسیايي بانک په تمویل بشپړه شوې او تجارتي اموال له منځنۍ اسیا او ازبکستانه افغانستان ته انتقالوي. 🔶ازبکستان په ۲۰۱۸ کال کې هم لېوالتیا ښوولې وه چې د دې ۶۵۷ کیلومتره رېل پټلۍ د رغولو یوه برخه مصارف پرې کړي.
Image from ازادي راډیو  Azadi Radio: 🔶ملا برادر وايي ازبکستان سره د حیرتان - هرات د رېل پټلۍ په اړه هوکړې ...
❤️ 👍 😂 🙏 😢 😮 390

Comments