ازادي راډیو Azadi Radio
February 27, 2025 at 12:16 PM
🔶د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د چهارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ ۲۶مه) د هېواد د دفاعي بودیجې د زیاتوالي له اعلان وروسته واشنګټن ته سفر وکړ.
🔶د اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، لکه څنګه چې واشنګټن هڅه کوي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، ښاغلی سټارمر هیله لري چې دا سفر به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کولو کې مرسته وکړي، څو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
🔶د سټارمر سفر د امریکا بهرنۍ پالیسي بدلون ته په کتو ترسره شوی
🔶واشنګټن ته د برتانیا د صدراعظم سفر په داسې حال کې شوی چې ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ په لومړیو اونیو کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په بدلون لاس پورې کړی دی.
🔶په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د دې اونۍ په پیل کې واشنګټن ته تللی و او هلته یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې کییف به په خبرو اترو کې ونډه ولري او امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
👍
😂
❤️
😮
😢
🙏
331