کندهار پوهنتون-Kandahar University
کندهار پوهنتون-Kandahar University
February 20, 2025 at 07:31 AM
له دې وروسته به، د کادري روغتون خدمات د معیاري روغتونو په کچه يي؛ د لوړو زده‌کړو وزارت په مالي لګښت، د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت طبي تجهیزات د کندهار پوهنتون کادري روغتون ته راورسېدل، چي ټول هغه طبي اړين وسایل، چي په کندهار کي موجود دي؛ اوس به په کادري روغتون کي هم يي. د کندهار پوهنتون د کادري روغتون رئېس ډاکټر احمدشاه عمر د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: چي د یادو تجهیزاتو په راتګ سره به د روغتون خدمات لا معیاري سي او د طب محصلان به د عملي زده‌کړو له پاره له پرمختللو وسایلو ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړه، چي نوي تجهیزات د ولادي‌ نسايي، کوچنیانو، جراحي، داخله، سترګو، غوږ، پزي او نورو طبي برخو له پاره ځانګړي سوي دي، چي له دې وروسته به د ناروغانو درملنه په غوره ډول کېږي. د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون په کادري روغتون کي به ډېر ژر د ېو درملتون، لابراتوار او OPD څانګو له پاره نوي ځایونه فعاله سي. نېته: ۱۴۰۳/۱۲/۲ د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
Image from کندهار پوهنتون-Kandahar University: له دې وروسته به، د کادري روغتون خدمات د معیاري روغتونو په کچه يي؛  د ل...
❤️ 👍 😂 40

Comments