
Awami National Party
February 18, 2025 at 10:03 AM
د مردان د مردم خېزې او سخنورې کورنۍ محترم اسرار د طورو صېب مرګ لوی غم دے، دا غم يواځې د م ر شفق صېب او د هغوي د کورنۍ نه دے بلکې دا د ټول پښتون قام غم دے، ځکه چې اسرار د طورو صېب د استاذ په حېث او د يو ليکوال په حېث تل د قام سندرې ويلي، د قام د يووالي خوبونه ئې ليدلي او د قام غم ئې د اخيري سلګۍ پورې په زړه وو، په دې لوے غم کښې مونږ ټول د هغوي سره شريک يو۔
#ameerhaiderkhanhoti | #isrartoru

😢
❤️
🤲
😂
25