Awami National Party
Awami National Party
February 21, 2025 at 04:23 PM
نن په ټوله نړۍ کښې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ نمانځل کېږي۔ مونږ وياړو چې په 2010م کښې د 18م ترميم له لارې مونږ يواځې خپلې پښتو ژبې نه بلکې د دې صوبې او د دې وطن ټولو ژبو ته د قامي ژبو حېثيت ورکړو۔ مونږ په پښتونخوا کښې ريجنل لېنګوېج اتهارټي هم جوړه کړه چې مقصد ئې د پښتونخوا پينځه ژبې تر لسمه لازمي کول، د هغې نصاب جوړول او د پښتونخوا د اولس ته په خپله مورنۍ ژبه کښې تعليم ورکول وو۔ له بده مرغه د 2013م نه وروستو نه يواځې دغه تسلسل ودرول شو بلکې داسې خلک راغلل چې وئيل به ئې پښتو اورم نو په مازغو کښې مې ډز کېږي۔ مونږ د باچاخان د فکر بچي د خپل بابا په لار روان هرې مورنۍ ژبې ته په يو نظر ګورو، دا ټولې زمونږ قامي ژبې دي۔ پښتو به وايو، پښتو به لولو، پښتو به پالو، پښتو به کوو۔ زما پښتو زما څرمن ده دا نورې ژبې د لباس په شانتې دينه #internationalmotherlanguageday | #imld2025
❤️ 👍 🫶 34

Comments