هندوکش غږ
هندوکش غږ
February 26, 2025 at 07:09 PM
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسؤلينو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته يادې ادارې ۹ ميليونه ۲۷۱ زره الکترونيکي پېژندپاڼې وېشلې دي. د يادې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت ويلي، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل تر کب میاشتې یې نږدې ۲ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشلې او څه‌باندې ۱۲۳ زره نورو هېوادوالو ته د الکترونیکي تذکرې له وېش وروسته (مثنی تذکره، د تذکرې نوې کول او اصلاح) خدمتونه هم وړاندې شوي دي. ښاغلي نصرت زیاته کړې چې په ټوله کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل تر اوسه ۱۵ میلیونه او نږدې ۳۳۰ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي چې ۹ میلیونه او ۳۰۷ زره یې نارینه او ۶ میلیونه او ۲۱ زره یې ښځینه دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
Image from هندوکش غږ: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسؤلينو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په ...
👍 ❤️ 8

Comments