
فکر
February 22, 2025 at 02:39 PM
یو ښه ژباړن باید روانه، طبیعي او اغېزمنه ژباړه وکړي، څو لوستونکی وکولای شي کتاب په خوند او ذوق ولولي. نن مې یو کتاب لوسته، خو چې تر دېرشمې پاڼې ورسېدم، زړه یې را خوړين کړ. 😏
کله چې ژباړه روانه او جذابه وي، لوستونکی کولای شي له موضوع ژور پوهاوی ترلاسه کړي. خو افسوس چې ځینې خپروندویان یوازې د خپلې ګټې پروا لري او هر ډول کتاب، پرته له دې چې د ژباړې کیفیت ته پام وکړي، چاپوي!
ایا دا انصاف دی چې لوستونکي ته یو داسې اثر وړاندې شي چې نه یې ژباړه سمه وي او نه یې محتوا جذابه؟ د کتاب خپرونه یوازې تجارت نه، بلکې مسؤلیت هم دی!
❤️
👍
🌹
💯
😢
❤🩹
🌼
🖤
😂
😮
118