دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
February 19, 2025 at 11:17 AM
*_رقم الاستفتاء[۱۰۸۰]بتاریخ:۲۰/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ قـ_* *_مسئله: دجامو په پاکوالي کی قوت دغاسل معتبر دی که دلابس_؟* *_المستفتي: مولوی ابو منصور صاحب کندهار_* *_محترم مفتي صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چي د جامو په پاکوالي کی قوت دغاسل معتبر دی که دلابس اغوستوونکی؟_* *_الجواب بتوفیق الملک الوهاب_:* *_په صورت مسؤله کی باید ووایو چي دجامو په پاکولو کي قوت دغاسل او عاصر معتبر دی پر همدې قول باندي فتوی ده ځکه ددې قول سره د ترجیح الصریحی درېمه مرتبه وعلیه الفتوی راغلې ده نو لهذا راجح او مفتی به قول دادی چي دغاسل قوت معتبر بلل کیږی_ .* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کما فی البحرالرائق :(جـ ۱ صـ۲۵۰)وتعتبر قوة كل عاصر دون غيره خصوصا على قول أبي حنيفة إن قدرة الغير غير معتبرة وعليه الفتوى فلو كانت قوته أكثر من ذلك إلا أنه لم يبالغ في العصر صيانة لثوبه عن التمزيق لرقته قال بعضهم لا يطهر قال بعضهم يطهر لمكان الضرورة وهو الأظهر،كذا في السراج الوهاج. الناشر : المکتبه الشامله وکذا فی فتح القدیر:(جـ ۱صـ۲۱۰) وتعتبر قوة كل عاصر حتى إذا انقطع تقاطره بعصره ثم قطر بعصر رجل آخر أو دونه يحكم بطهارته . وکذا فی درر الحکام :(جـ ۱صـ۴۵)درر الحكام شرح غرر الأحكام-كتاب الطهارة: باب تطهير الأنجاس: (قوله: بقدر طاقته) فيها إشارة إلى عدم اعتبار طاقة غير الغاسل وعليه الفتوى وينبغي مراعاة طاقة الثوب أيضا. المکتبه الشامله کتبه : مولوی عبدالباری بریمند ابوخالدځدران رئیس دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
❤️ 🫀 🌷 🌹 🤍 15

Comments