دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
February 19, 2025 at 03:06 PM
*_رقم الاستفتاء[۵۸۳]بتاریخ: ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ قـ_* *_مسئله:دحیض دبندیدو لپاره په روژه کښې ګولۍ خوړل څه حکم لری؟_* *_المستفتی: مولوی جلال الدین جهانی صاحب جلال اباد_* *_محترم مفتی صاحب د روژې مبارکي په مياشت کښي بعضي ښځي د حيض دوا او ګولۍ خوري او دې ته چي په مياشت کښې هر څو ورځي وينه را تله د هغې ويني د بندولو لپاره او بيا فخر هم کوي چي موږ خو د روژې ټولي روژې ونيولې ايا دغسي طريقه اختیارول شرعا رواده که یا_ ؟* *_الجواب بتوفیق الملک الوهاب_:* *_په صورت مسؤله کی باید ووایو چی د حيض وينه(ښځينه مريضي )ښځي ته راتلل دا يو فطري او خلقتي عذر دی چي د الله له طرفه څخه د ښځي په ذات کښي اېښودل سوی دی او بل دا چي الله جل شانه و دوی ته رخصت ورکړی دی د روژې د خوراک او دا يو قسم احسان او خیرات دی دالله جل جلاله د طرفه څخه نو خاماخا سر زوري کول او د جديد دوايانو چي اکثريت يې معلومي نه دي چي د څه شي څخه جوړېږي پاکي دي که ناپاکي دي څه شی دی؟ هغه خوړل دا یو قسم عمل دی چي عقل سليم يې نه قبلوي باقي شرعًا علماوو ليکلي دی که چيري دا د ويني بندول د دوا په ذریعه سره و دښځي صحت ته تاوان نه رسوي نو بيا يې خوړل روا دي او که چيري و صحت ته تاوان رسوی، نو بيا يې خوړل ناروا دي ليکن بیا هم په داسي طريقې سره د حيض د بندولو په صورت کښې يې روژه صحیح ده_.* ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لما قال العلامة ابن نجيم رحمه الله تعالى في البحر الرائق شرح كنز الدقائق : (جـ ۲صـ۲۷۷) کتاب الصوم شروط الصيام: وَالنَّوْعُ الثاني مِنْ الشَّرَائِطِ شَرْطُ وُجُوبِ الْأَدَاءِ، وَهُوَ الصِّحَّةُ وَالْإِقَامَةُ وَالثَّالِثُ شَرْطُ صِحَتِهِ، وَهُوَ الْإِسْلَامُ وَالطَّهَارَةُ عَنْ الْحَيْضِ وَالنَّفَاسِ، وَالنِّيَّةُ كَذَا فِي الْبَدَائِعِ. وکذا فی الفتاوی الهندیه :(جـ۱ صـ۱۹۵) کتاب الصوم: (أما شروطه) فثلاثة أنواع. (شرط) وجوبه الإسلام والعقل والبلوغ. (وشرط) وجوب الأداء الصحة والإقامة. (وشرط) صحة الأداء النية والطهارة عن الحيض والنفاس كذا في الكافي والنهاية. الناشر: دارالفکر بیروت عددالاجزاء(۶) وهکذا مثله فی فتاوی حقانیه ج ۳ ص ۳۹۳ کتاب الصوم وهکذا فی  خلاصة الفتاوی (جـ  ۱ صـ ۲۰۱ ) وهکذا فی  مثله فی فتاوی رحمانیه : (جـ ۱صـ ۳۴۲) کتبه: مولوی عبدالباری بریمند ابوخالد ځدران رئیس دار الافتاء لوی کندهار افغاستان
❤️ 🫀 🌹 🍎 👏 💐 💙 🤍 🪻 24

Comments