
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
February 28, 2025 at 05:00 PM
*رقم الاستفتاء[۱۱۵۷] بتاریخ:۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ قـ*
*مسئله: دپاکستان خلک به له افغانانو سره روژه نیسی که نه؟*
*المستفتي: قاری جاوید احمد صاحب *
*محترم مفتي صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی دافغانستان ستری محکمې اعلان وکړ چی سبا شنبه دروژې اول ورځ ده اوس پوښتنه داده چي د پاکستان خلک به دافغانستان له خلګو سره روژه نیسی که نه حال دا چی هر کال دوی یوه ورځ تر موږ وروسته روزه نیسي؟*
*الجواب بتوفیق الملک الوهاب:*
*مفتی اعظم هندوستان حضرت مولانا مفتی کفایت الله صاحب رحمه الله تعالى ليكلي او مفتي اعظم افغانستان حضرت مولانا عبد العلي ديوبندي رحمه الله تعالى عرف حضرات مولوی صاحب ويلي چي اختلاف د مطالع شرعا معتبر نه دی او همدغه د حنفیه وو په نزد صحیح او محقق قول دی البته متاخرینو مشائخو په بلاد بعيده (ليري ملکونو) کښې د اختلاف مطالع اعتبار کړی دی لکه حضرت مفتي محمد شفیع رحمه الله ليکي: زما استاد علامه سید محمدانورشاه كشميري رحمه الله هم دې قول ته ترجيح ورکړېده چي اختلاف دمطالع معتبر دی دا دهرې میاشتی لپاره یوا زي د روژې او کوچني اختر لپاره نه مفتي صاحب زياتوي:استاد محترم مولانا شبیراحمد عثماني په فتح الملهم شرح مسلم کي همدغه قول ته ترجيح ورکړېده له يادو اكابرينو علماء دیوبند سره سره مفتي محمد شفیع رحمه الله مولنا محمدیوسف بنوری رحمه الله هم اختلاف مطالع په بلاد بعيده(لیری هیوادو )کي معتبر ګرځوي.(اعدل الاقوال في مسئلة الهلال (صـ۷۳)*
*البته شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی حفظه الله فرمایی : چی هر څوک چی دکوم ملک تابعیت لری پر هغه باندی قولاً او عملاً دهغه ملک اتباع لازمه ده نو لهذا هر مسلمان چی په کوم اسلامی ملک کی اوسیږی دهغه ملک د شرعی اصولو اتباع ورباندی لازمه ده.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کما قال فی بحوث قضایا فقهیه معاصره:(جـ۱ صـ۱۹۶)وإما لأن كل من يسكن دولة فإنه يلتزم قولا أو عملا بأنه يتبع قوانينها، وحينئذ يجب عليه اتباع أحكامها، مادامت تلك القوانين لا تجبر على معصبة دينية .
وهکذا فی أحكام القرآن(جـ ۵ صـ۴۳)للشيخ المفتي محمد شفيع رحمة الله.
وهکذا صرح الفقهاء هذه القاعدة لأن طاعة الإمام فيما ليس بمعصية واجب لکن راجع شرح السير الكبير للسرخسي:(جـ ۱ صـ ۱۶۸)
وهکذا فی درالمختار: تجب طاعة الامام فیما لیس بمعصیم (جـ۲صـ۱۷۲ )طبع سعید
وایضا قال فی احکام القرآن ( ج۲ص۲۹۱ )
وایضا فی تفسیر المظهری( ج۲ ص۱۵۲)
کتبه : مولوی عبدالباری بریمند ابوخالدځدران
رئیس دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
❤️
🌹
🫀
🌷
👍
💐
20