ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
February 21, 2025 at 07:40 AM
ازموینو ملي ادارې نن د پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او اداري بستونو وروستي دور ازموینه چې په کې د کابل ولایت ګډونوال شامل وو، واخیسته. د یادې ازموینې درې دوره مخکې په ولایاتو کې اخیستل شوي وو او نن په کابل کې د وروستي دور په اخیستلو سره پای ته ورسېده. د ازموینې د پوښتنو صندوق نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح الدین ایوبي له خوا د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو. د ازموینې په پیل کې ګډونوالو ته په ازموینه کې د شفافیت، تعلیمي پروسو کې د ځوانانو د ګډون پر لېوالتیا او په ټوله کې د تعلیمي سکتور پر پیاوړتیا خبرې وشوې او ډاډ ورکړل شو، چې په دغو ازموینو کې به حق حقدار ته سپارل کیږي او هیچاته به د تقلب او فساد اجازه ورنه کړل شي. د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني د ازموینو له محلونو څخه نظارت وکړ او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ازموینې مدیریت ته جدي پاملرنه وکړي، څو دغه ازموینه هم لکه د تېر په څېر شفافه او منظمه ترسره شي. ازموینو ملي اداره پام کې لري، څو د پوهنې وزارت ښوونکو او اداري بستونو د غیرحاضرانو ازموینه هم واخلي، چې په کې به د ولایاتو او مرکز هغه کسان چې ازموینې ته شارت لېست شوي او د بېلابېلو ستونزو له امله غیرحاضر پاتې شوي ګډون وکړي. ۱۴۰۳کب۳ مه
Image from ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅: ازموینو ملي ادارې نن د پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او اداري بستونو وروستي...
❤️ 👍 4

Comments