
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
February 21, 2025 at 07:43 AM
د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل څېړنو مرکز لپاره د کارکوونکو ګمارنې ازموینه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه.
د يادې ازموينې له بهير څخه د ازموينو ملي ادارې مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، د ازموينو ملي اداري پلاوي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري غړو او بېلابېلو مسؤولينو څارنه ترسره کړه او ممتحن استادانو ته يې د ازموينې ښه ترسراوي اړوند لارښوونې وکړې.
دغه ازموینه چې د مسلکي کادرونو د جذب لپاره ترسره شوه، په کې (۱۷۵۰) تنو ګډون کړی وو، د ازموینې پایلو اعلان وروسته به وړ کسان د کابل څېړنو مرکز بېلابېلو بستونو ته جذب شي. د ازموینو ملي ادارې تل هڅه کړې، چې وړ او مستعد ځوانان د شفافو او رڼو ازموینو له لارې بېلابېلو وظیفوي، تحصیلي او نورو برخو ته معرفي کړي.

❤️
👍
😂
🙏
30