
HamidAfghan (حامدافغان)
February 20, 2025 at 07:24 AM
*روژه لکه یوسف علیه السلام*
*"روژه لکه یوسف علیه السلام" زما د هغې رسالې نوم دی چې اصلا زما د حدیثو د مجموعې (ناچاپ اثر) یوه برخه ده، خو د ځانګړي اهمیت له امله مو دا برخه نن د مستقل کتاب په بڼه چاپ ته ولیږله. الحمد لله.*
*نیت لرو چې په راتلونکي کې د دې مجموعې ځینې نورې برخې هم د مستقل کتاب په بڼه چاپ کړو. زما د حدیثو دا مجموعه څه باندې پینځوس وړې او غټې برخې لري. او روژه لکه یوسف یې لومړۍ چاپیدونکې رساله ده. او په وخت سره به دا پوره مجموعه هم چاپوو. ان شاء الله. الله تعالی دې دا هڅه قبوله او د مسلمانانو د ګټي وړ وګرځوي.*
*د کتاب د چاپ او توزیع په اړه حکمت خپرندويه ټولنه سره اړیکې ونیسئ.*

❤️
👍
🤲
🫀
🌹
🤍
👏
💐
💓
😍
192