
HamidAfghan (حامدافغان)
4.4K subscribers
About HamidAfghan (حامدافغان)
لطفاً دلته هم زما د فېسبوک او نورې لیکنې راسره ولولئ
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*د شهداؤ د کونډو او یتیمانو پالنه* اسلم وایي: له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره بازار ته ووتلم، هغه پسې له شا یوه ځوانه ښځه راغله، هغې ورته وویل: اې امير المؤمنین! مېړه مې مړ شوی دی، واړه ماشومان راپاتي دي، هغوی نه د خوراک لپاره غوښه لري، نه د پيو څاروی لري او نه کرونده لري. وېریږم دې وچکالي کې رانه هلاک نه شي. او زه د خُفَافِ بن إيماءَ الغفاريِّ، لور یم، پلار مې حدیبیة کې له رسول الله ﷺ سره یوځای و. عمر نور تګ بس کړ او له هغې سره ودریدی، هغې ته یې وویل: هرکله راشې، ته زموږ له خپلوانو نه یې، بیا عمر له یوه کوره پیاوړی اوښ راروان کړ، په هغه یې دوه انډي بار کړل، چې هغه خوراکي توکي او جامې وې او د اوښ مهار یې هغې ښځې ته په لاس کې ورکړ. عمر هغې ته وویل: دا اوښ وله، تاسو چې دا مواد خورئ زه به نور درولیږم! هلته موجود یوه سړي عمر ته وویل: امیر المؤمنین! دې ښځې ته مو زیات سامان ورکړ! عمر ورته وویل: مور دې بوره شه! ما یو وخت د دې ښځې پلار او ورور لیدلي وو چې د کفارو یوه کلا یې محاصره کړې وه او فتحه یې کړه او موږ د دوی له برخو غنیمت ترلاسه کړ. رواه البخاري ابن حجر رحمه الله وایي: د دې ښځې نوم نه دی راته معلوم، خو دومره معلومه ده چې دا صحابیه وه، هوښیاره او ښه فصيحه او بلیغه وه. او بله نادره دا ده چې پخپله دا ښځه، پلار یې خفاف، نیکه یې ایماء او غور نیکه یې رحضة؛ څلور واړه صحابه وو! رضي الله عنهم، نیکه یې ایماء د حدیبیې په سفر کې رسول الله ته ۱۰۰ پسونه او دوه اوښان هم ورکړي وو. له کیسې معلومیږي چې عمر رضي الله عنه د شهداؤ د کونډو او یتیمانو پالنه څومره په اخلاص او غوره توګه کوله!!

*ولسي خدمت لکه غزا* *رسول الله ﷺ فرمایي : په حقه او صحي طریقه د زکاتونو راټولوونکی مامور، لکه د الله په لاره کې غازي داسې دی! تر څو چې کور ته راوګرځي. عن رافع بن خديج قال سمعت رسول الله ﷺ العاملُ على الصدقةِ بالحقِّ : كالغازي في سبيلِ اللهِ حتى يرجعَ إلى بيتِه. أخرجه أبو داود (2936)، والترمذي (645)، وابن ماجه (1809) واللفظ لهم، وأحمد (17324).* *له شتمنو زکات راټولول هغو سره د زکات پرېکولو فریضه کې مرسته ده، داراز غریبانو ته یې رسول د هغوی حقوق هغوی ته رسول دي، نو دا بېخې لوی عبادت شو، دومره لکه د الله په لاره کې غزا. په ټولیزه توګه هر ډول ولسي خدمت او دولتي ماموریت همدومره لوی عبادت ده او دومره لوی ثواب لري لکه غزا او ج.هاد، خو چې په حقه او امانتداري سره ترسره شي.*

*د خپلوي پالونکي الله مل یي* یوه سړي رسول الله ﷺ ته وویل: یا رسول الله، زما خپلوان دي، چې زه خپلوي ورسره پالم؛ دوی یې راپرې کوي! زه ښه ورسره کوم؛ دوی بد راسره کوي! زه د حلم او تېریدنې چلند ورسره کوم او دوی او دوی د جهالت او حمقت لاره نیولې ده! رسول الله ورته وفرمایل: که ته واقعاً همداسې یې لکه ته چې وایې؛ نو ګواکې ته پر هغوی دې ګرمې ایرې خورې! او ته چې په همدې چلند روان پاتې شې الله به د دوی په مقابل کې هر وخت ستا مرسته او.ملاتړ کوي. عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رجلًا قال: يا رسول الله، إن لي قرابةً أصلُهم ويقطعوني، وأُحسِنُ إليهم ويُسيئون إليَّ، وأحلُمُ عنهم ويجهلون عليَّ! فقال: لئن كنتَ كما قلتَ، فكأنما تُسِفُّهم المَلَّ، ولا يزال معك من الله ظهيرٌ عليهم ما دمتَ على ذلك. رواه مسلم. د دې جملې (فكأنما تُسِفُّهم المَلَّ) مطلب دا دی چې ګواکې پر هغوی دې ګرمې ایرې وخوړې، یعني لکه د ګرمو ایرو خوراک چې څومره درد لري د دوی دا کړنه دومره ګناه لري.

*د ګناه پېغور* *رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې خپل مسلمان ورور ته د کومې ګناه پېغور ورکړي، له مرګ مخکې به دی پخپله په هغه ګناه اخته کیږي. عن معاذ بن جبل قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من عير أخاه بذنب لم يمت حتى يعمله. رواه الترمذي والطبراني.* *د حدیثو شارحین لیکي: بل ته د ګناه پېغور ورکول له هغې ګناه بدتره ګناه ده. او دا کار زموږ ټولنه کې ان ځینې هغه خلک هم کوي چې د دینداري ادعا لري! یو څوک له ګناه منعه کول د ثواب او لوی اجر کار دی، خو دا کار #حکمت او پوهه غواړي او په پېغور او سرزوري هیڅکله نه کیږي. بلکي ګناهونه زیږوي.*

*دویمه غلطي مه کوئ* *په ساده ټکو د ستونزو او فسادونو یوازنی حل دا دی چې "دویمه غلطي مه کوئ". د یوې ډلې له خوا لومړۍ غلطي؛ د فساد او شخړو لامل نه ګرځي، تر څو چې دویم لوری دویمه غلطي ونه کړي! لکه له یوه لاسه تړس نه خېږي داراز یوازې په لومړۍ غلطي سره هم فساد نه رامنځته کېږي.* *که زموږ ټولنیز ژوند کې له فرد/ډلې یوه غلطي وشي او مقابل لوری دویمه غلطي ونه کړي، نو د فساد او شخړو مخه به یې نیولې یي او ستونزه به ژر ختمه او له منځه ولاړه شي او که مقابل لوری متقابل اقدام کوي او دویمه غلطي کوي؛ مطلب یې دا دی چې ستونزې او شخړې غځوي او زیاتوي.* *المهم له لومړۍ غلطي وروسته دویمه غلطي کول؛ پر اور د پیټرولو پاشل دي او له لومړۍ غلطي وروسته دویمه غلطي نه کول؛ ګواکې پر اور اوبه پاشل دي.* #تکرار

*د قاضي ابن یزید لنډ ژوند لیک* «په تېر پسې» *امام الذهبي رحمه الله د ده په اړه لیکي: د هغه نوم عافية ابن يزيد بن قيس الأودي ، الحنفي و، دی د بغداد ښار د ختیځې برخې قاضي و، هغه عادل قاضي او په علم عمل کوونکی عالم و. او هغه په فقه کې د امام ابو حنیفة رحمه الله نږدې او د ډېرې مودې شاګرد و او د وخت له سترو محدثینو یې د حدیثو زده کړه کړې وه.* *خطیب البغدادي رحمه الله لیکي: قاضي ابن یزید ښه عالم او زاهد انسان و، هغه اوږده موده له امام ابو حنیفة رحمه الله سره شاګرد پاتې شوی و، د هغه د علم او فقهې ډېره برخه یې ترلاسه کړې وه او د هغه د باوري شاګردانو له جملې نه و. څه موده یې د بغداد څو ځایونو کې د قضا دنده ترسره کړې وه، هغه د حدیثو امامانو ثقه او کره بللی. او وروسته یې بیا له قضا نه استعفا ورکړه. او هغه په یو سل او څه باندې شپېته هجري کال کې وفات شوی. رحمه الله تعالی. سیر الأعلام النبلاء للذهبي 300/7* *د قاضي ابن یزید الحنفي رحمه الله د استعفا کیسه هم په زړه پورې ده، چې بغدادي خطیب د بغداد په تاریخ کې داسې راخیستې ده: #روایت_کا چې قاضي ابن یزید د وخت خلیفه ته ورغی، هغه ته د ورننوتلو اجازه ورکړل شوه، چې ورننوت هغه ته یې له قضا نه استعفا وړاندې کړه! هغه د لامل پوښتنه ورنه وکړه، ده په لاندې توګه د استعفا وجه ورته بیان کړه.* *قاضي ابن یزید وویل: دوه میاشتې کیږي چې د دوو شتمنو کسانو یوه دعوه راغلې ده، دا دواړه خلکو کې شهرت هم لري او موضوع یې هم سخته او پېچلې ده او دواړه دعوه لري چې دلایل او شاهدان لري! څرنګه چې د دوی دواړو دلایل سوچ او فکر ته اړتیا لري نو دوی ته مې وخت ورکړ، په دې نیت چې په دې موده کې به یا خو دوی دواړه خپلو کې سوله وکړی او کنه زه به د دوی منځ کې پر فیصله غور او فکر وکړم.* *قاضي صیب زیاته کړه: په دې موده کې دوی دواړو کې یوه یې له کومې لارې معلومه کړې وه چې زه له تازه خوږو خورماؤ سره ډېره مینه لرم! دا وخت د خورماؤ د رسیدا وخت هم و، نو هغه داسې تازه او خوږې خورما راپیدا کړې وې چې هغه په دې وخت کې یوازې امـ..ـر المومنین ته تیارېږي! هغه دومره خوږې خورما وې چې ما په ټول ژوند کې نه وې لیدلې.* *نو هغه کس زما پیره داره ته څو درهمه رشوت ورکړی و چې هغه خورما ماته راورسوي! خو کله چې هغه ماته راوړې ما رد کړې ، پیره دار مې هم وشړه او خورما مې بېرته ورولیږلې. قاضي صیب مبارک زیاته کړه: کله چې د دوی دواړو ترمنځ د پرېکړې ورځ راغله، نو دواړه زما په زړه او نظر کې برابر نه وو! (یعني کوم یوه چې خورما راوړې وې، هغه څه رانږدې لګیده!)، دا په داسې حال کې چې ما د هغه ډالۍ منلې هم نه وه! نو که ډالۍ مې منلې وی بیا به مې څه حال و؟!* *قاضي صیب د وخت واکمن ته وویل: نو پر ځان باور نه لرم، هسې نه چې په دین کې په کومه فتنه کې راګیر شم! نو هلاک به شم، د وخت خلک خراب شوي او د فساد وخت دی، نو لطفاً زما استعفا ومنه. الله دې بښنه درته وکړي. تاريخ بغداد للخطيب. 254/14*

*رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه: تر ټولو غوره کوم شی انسان ته ورکړل شوی؟ هغه وفرمایل: غوره اخلاق. عن أسامة بن شريك رضي الله عنه قال: قالوا يا رسول الله ! ما خير ما أُعطيَ الإنسان؟ قال: خلق حسن. رواه البخاري في الأدب المفرد*

*معاش حواله شوى و، بانک ته ولاړم، کتار کې مامورينو بې نوبتي کوله او ټېلې يې سره وهلې، مخته يوه مامور شاته ولاړو ټيله وهونکو کې یوه باندې غږ کړ ول، ښاغلیه! په معاش دې يوه مېږه نه کيږي او زورونه د غوايي وهې!* له یوه واټسپ ګروپ نه

*د یوه قاضي د جرأت او عدالت کیسه* ځینې بداخلاقه کسانو اراده وکړه چې د یوه ښه عالم او عادل قاضي پر خلاف د وخت خلیفه ته شکایت وکړی، امام اصمعي روایت کوي چې دا شکایت هارون الرشید ته وکړل شو او د وتلي قاضي عافیة بن یزید الحنفي شکایت یې وکړ او په دې نیت چې له هغه ځانونه خلاص کړي. دوی چې د هارون الرشید مجلس ته ورغلل نو د خپل قاضي یې سخت شکایتونه وکړل، نو هارون دستې خپل قاضي وروغوښت، قاضي چې ورغی هارون د هغه د قضا او پرېکړو په اړه پوښتنې ورنه پیل کړې، قاضي صیب ځوابونه شرو کړل، په دې جریان کې هارون الرشید وپرنجیدی، د مجلس خلکو د پرنجیدا ځوابونه (یرحمک الله) ورکړل خو قاضي صیب ځواب ورنه کړ! هارون الرشید په ډېره حیرانتیا له قاضي پوښتنه وکړه چې ټولو خلکو ماته د پرینجیدا ځواب راکړ او ته رانه کړ؟! قاضي صیب مبارک ورته وویل: ځکه چې تاله پرنجیدا وروسته "الحمد لله" ونه ویله! او حدیث کې راغلي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته دوه کسان ناست وو او وپرنجیدل، رسول الله هغوی کې یوه ته د پرنجیدا خواب ورکړ او بل ته یې ورنه کړ! هغه رسول الله نه د نه خواب لامل وپوښته! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ځکه هغه بل الحمد لله وویله او تا ونه ویله! (رواه البخاري). په دې سره هارون الرشید قاضي ته وویل: خپل کار او قضا ته دې بېرته ولاړ شه! په کومه طریقه چې ته لګیا یې همداسې روان اوسه! ته چې د وخت ستر واکمن ته په پرنجیدا کې د هغه غلطي نه بښې نو په نورو نارواؤ او بې عدالتیو کې به څنګه ناسم چلند کوې!! نو قاضي صاحب بېرته خپلې قضا ته سرلوړی ولاړ او هغه شکایتیان هارون الرشید سپک او وترټل. تاريخ بغداد للخطيب البغدادي البداية والنهاية الجزء لابن كثير دا قاضي (عافیة بن یزید) څوک و؟ بل پوسټ کې یې ژوند لیک درته ږدم.

*د حج معلمان صاحبان دې حاجیان د نورو مسائلو تر څنګ په دې هم پوهه کړي چې موبایل کارونه باید بېخي کمه کړي. او که فرضاً معلمانو سیلفیانو ته کش ورکړی و؛ باید مسؤلین د هغوی نومونه ولیکي او راتلونکي حج کې دې معلمي ته نه لیږي.*