ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
February 4, 2025 at 07:48 AM
مولانا فضل الرحمن، پاکستان کې قانون د زورورو د لاس آله ده چې د خپلو ګټو لپاره یې بدلوي. پاکستان کې د ( پیکا ) په نوم د آنلاین او سایبري جرمونو په وړاندې قانون چې په ۲۰۱۶ کې جوړ شوی وو، د نویو بدلونونو له امله د تنقیدونو ښکار ګرځېدلی. راپورونه وایي، چې د یاد قانون په نوي بدلون کې د بیان آزادي محدوده شوې ده او پوځ هره ورځ د دې قانون په نوم لیکوالان او خبریالان بندیانوي. د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې سیاست او رسنۍ سره تړلي دي، په قانون کې نوی بدلون یو طرفه دی، باید په دې مورد د رسنیو له کمیټې سره مشوره شوې وی. نوموړي چې اشاره یې پاکستاني پوځ ته وه، زیاته کړې، د پاکستان صدر د زورورو خلکو له فشار لاندې د دغه قانون نوی بدلون لاسلیک کړی. هغه همدارنګه ویلي چې په پاکستان کې د قانون د زورورو خلکو د لوبو آله ده، څنګه چې وغواړي بدلولی یې شي.
Image from ابابيل ویب پاڼه: مولانا فضل الرحمن، پاکستان کې قانون د زورورو د لاس آله ده چې د خپلو ګټ...

Comments