ابابيل ویب پاڼه WhatsApp Channel

ابابيل ویب پاڼه

243 subscribers

About ابابيل ویب پاڼه

د ابابيل پښتو ويبسايټ د ديني، فکري، اصلاحي او ټولنيزو موضوعاتو خپرؤنکې خپلواکې ادارې نشراتي واټساپ چينل ته ښۀ راغلاست.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/24/2025, 6:43:13 AM

پر طبیعي زېرمو د زېلینسکي او ټرمپ ممکنه موافقه؛ اوکراین امریکا ته د مرستو په بدل کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو په ارزښت معادن ورکوي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، کییف او واشنګټن د یوې مهمې موافقې لاسلیکولو ته نږدې شوي، چې له مخې به یې امریکا د اوکراین د طبیعي زیرمو د لاسرسي په بدل کې امنیتي مرستې ورکړي. زېلینسکي دا خبرې په کییف کې د یوه کنفرانس پر مهال وکړې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو استازو د دې تړون پر شرایطو بحث کړی دی. د امریکا استازي سټیفن ویتکوف ویلي، چې د موافقې د وروستي کولو چارې روانې دي او تمه ده چې همدا اونۍ به لاسلیک شي. ده وویل، زېلینسکي له لومړیو یو څه تردد درلود خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مستقیمې مداخلې وروسته اوس چمتو دی چې د تړون د لاسلیک مرحلې ته داخل شي. د اوکراین د طبیعي زیرمو ارزښت څومره دی؟ د اوکراین چارواکو اعلان کړی، چې د شاوخوا ۳۵۰ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکې طبیعي زیرمې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې دي. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې یولیا سفیرېدنکو ویلي، دا شمېره له پخوانیو جیولوژیکي څېړنو او د موجودو معلوماتو له تحلیل څخه اخیستل شوې ده. اوکراین د امریکا له لوري د مرستو دوام ته اړتیا لري، خو ټرمپ او د هغه اداره هڅه کوي، چې دا مرستې د اوکراین د شتمنیو په بدل کې ورکړي. د ټرمپ مرستیالانو مخکې هم له زېلینسکي سره د دې تړون پر سر بحثونه کړي وو، خو اوکراین د دې غوښتنې پر وړاندې مقاومت کړی و. د امریکا غوښتنه او د ټرمپ دریځ څه دی؟ امریکا له اوکراین څخه غواړي، چې لیتیم، ټایټانیوم، یورانیم او نور نادره فلزات امریکا ته ورکړي، ځکه دا مواد د برېښنایي وسایلو، نظامي تجهیزاتو او فضا ته د سپوږمکیو د استولو لپاره ډېر مهم دي. واشنګټن وايي، دوی د اوکراین د جګړې لپاره میلیاردونه ډالر لګولي، نو اوس غواړي دا پیسې د طبیعي زیرمو له لارې بېرته ترلاسه کړي. ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا له اوکراین سره د شریکو ګټو پر اساس د معاملې هوکړې ته نږدې شوې ده. ده ویلي، چې واشنګټن باید له اوکراین څخه نادره فلزات، تېل یا نور ارزښتناک مواد ترلاسه کړي، ترڅو د ورکړو مرستو تاوان پرې پوره کړي. د اوکراین د نادره فلزاتو زېرمه څومره ده؟ اوکراین د اروپا په کچه د نادره فلزاتو تر ټولو سترې زېرمې لري. په نړیواله کچه، اوکراین له چین، امریکا او اسټرالیا وروسته د نادره فلزاتو د زیرمو له مخې څلورم مقام لري. د فوربس اوکراین د راپور له مخې اوکراین د نړۍ د لیتیمو ۱۰٪ زېرمه لري، چې د بیټرۍ جوړولو لپاره کارول کیږي او شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه اټکل یې شوی. ۹۰ ټنه زېرکونیم لري، چې د جیټ الوتکو انجینونو لپاره کارول کېږي. اوکراین د ټایټانیوم له ۱۰ غوره تولیدونکو هېوادونو څخه دی، چې د توغندیو، الوتکو، او جنګي کښتیو په جوړولو کې کارول کېږي، د دې زېرمه ۲۳۰۰ ټنه ده. اوکراین ۶۶۰ ټنه وینډیوم، ۹۰ ټنه زېرکونیم، ۵۰ ټنه نیوبیوم، ۵۰ ټنه کډمیم، ۱۵ ټنه تانتالوم، ۵ ټنه ګالیوم، ۱.۸ ټنه سیرېم، ۱.۵ ټنه اندیوم، ۱ ټن سیلینیم، ۱ ټن بېریلیوم، ۰.۸ ټنه ایتریوم، او نیم ټن ټیلوریوم، سکانډیوم، ګرمانیوم او هافنیوم لري. د دې طبیعي زیرمو له امله، امریکا غواړي چې له اوکراین سره د امنیتي مرستو په بدل کې د دې زیرمو کنټرول ترلاسه کړي. https://x.com/ababilpa44/status/1893899911336259667 https://www.facebook.com/share/p/165NaopZt2/

Post image
👍 1
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/24/2025, 4:47:09 AM

کابل کې ۱۷زره او ۵۰۰ نشه یي ګولۍ نیول شوې او ۱۵۲ معتادان د درملنې په موخه راټول شوي دي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ خبر ورکوي چې د دغې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت دوه د نشه‌يي توکو پلورونکي له ۱۷۵۰۰ زیکپ کپسولونو سره نیولي او د بعدي اجراتو لپاره یې اړوند ارګان ته سپارلي. همداراز، د ښار له بېلابېلو سیمو ۱۵۲ معتادان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته استول شوي.

Post image
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/24/2025, 6:41:14 AM

د احصايې او معلوماتو ملي اداره، تېره میاشت افغانستان ته له ۲زره او ۴۰۰ زیاتو بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی. د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د ارقامو له مخې، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۴۶۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۶ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي. له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۲۸۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۳ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

Post image
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/23/2025, 7:48:42 AM

د دوزخ کیسه، یو ازاد شوی فلسطیني بندي د صهیوني زندانونو د شکنجو کیسه کوي. دغه ازاد شوی فلسطیني بندي ابراهیم الشاویش نومیږي، چې تازه د بندیانو د تبادلې په پروسه کې له صهیونستي زندان څخه ازاد شوی دی. ابراهیم لا هم د هغو سختو شکنجو کیسې کوي او ( دوزخ ) یې بولي چې د صهیوني زندانونو دننه پرې تېر شوي دي. ابراهیم د اسراییلو له لوري د غزې پر وړاندې د نسل‌وژنې د جګړې پر مهال نیول شوی وو. ابراهیم الشاویش د شمالي غزې د بیت حانون اوسېدونکی او د ښوونځي ښوونکی دی. د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په میاشت کې هغه وخت ونیول شو، کله چې یې د سختو بمباریو له امله له خپلې کورنۍ سره یوه ښوونځي ته پناه وړې وه او له نورو کډوالو کورنیو سره پکې استوګن وو. له کله چې ابراهیم د بندیانو د تبادلې د اوسني تړون له لارې ازاد شوی، له سخت روغتیايي وضعیت سره مخ دی. په زندان کې د سوء تغذي او طبي غفلت له امله یې بدن سخت ضعیف شوی، او اوس هم د طبي مراقبت لاندې دی، ترڅو یې روغتیایي حالت سم شي. ابراهیم د تعذیبونو په کیسه کې وایي، کله چې د اسراییلي ځواکونو په یوه وحشیانه برید کې ۳۵۰ فلسطینیان ونیول شول، چې له هغوی څخه یې د ابراهیم الشاویش په ګډون ۳۲ تنه د غزې دننه بیلابیلو ځایونو ته یووړل او بیا یې اسرائیلو ته انتقال کړل. الشاویش زیاتوي، "هغه چلند چې له موږ سره وشو، غیرانساني و. موږ یې له جامو بر برخې او لوڅ کړو، بیا یې د غزې یوه کور ته د تحقیق لپاره انتقال کړو." الشاویش وایي، "زه یې پر ماتو شیشو کشولم، په داسې حال کې چې زما زنګنونه پر ځمکه لګېدلې وو، فزیکي او ذهني شکنجه یې راکوله، سپکاوی یې کاوه، بد رد یې ویل، او هڅه یې کوله چې زما روحیه ماته کړي، اسراییلي عسکرو راته ویل چې ستا کورنۍ مو وژلې ده، ترڅو پر ما ذهني فشار زیات کړي." له تحقیق وروسته الشاویش د ایرز زنداني کمپ ته بیول شوی، هلته بندیان په لویو ګودامونو کې ساتل کېدل چې اصلا د ټانکونو د ذخیرې لپاره جوړ شوي وو. دی وايي، "هغه ځای چې موږ پرې ویده کېدو، یواځې یو سخت اسفالټ و. موږ ته یوازې یوه نازکه کمپله راکول کېده، چې له سختې یخنۍ څخه مو پرې ځانونه نشو ژغورلی." ابراهیم وایي، ټوله ورځ به مو لاسونه تړلي وو، سترګې به مو پټې وې او هیڅ راز حرکت ته یې نه پرېښودو. آن تر دې چې د ویدېدو پر مهال مو هم اجازه نه لرله چې خپل وضعیت بدل کړو. موږ ته خوراک هم په همدې حال کې راکول کېده او د حاجت د رفع کولو لپاره مو هم نه زولنې پرانستل کېدې او نه مو سترګې خلاصېدې. بنديان له سخت ژمي او یخنۍ کړېدل خو ګرمې جامې او بستره نه ورکول کېدل. د اسرائیلي عسکرو له لوري په بندیانو شرط وو چې د اسرائیلو شعارونه پورته کړي او ویده شي، د منع په صورت کې یې د خوب اجازه نه درلوده. د څکلو لپاره د پاکو اوبو نشتون او په اوسپنیز فرش ویده کېدل هغه څه وو چې بندیان ترې په سختو مرضونو اخته کېدل. الشاویش وايي، د زیات تعذیب له امله او د روغتیایي خدماتو په نشتون کې یې درې بندیان ملګري شهیدان شول. له زندان څخه د ابراهیم الشاویش ازادي! الشاویش د ۲۰۲۵ کال د فبروري ۸مه د نوي ژوند پیل ګڼي. د "طوفان الأحرار" په نوم د بندیانو د تبادلې موافقه چې د لومړۍ مرحلې په جریان کې یې ۱۷۳۷ فلسطیني اسیران ازادیږي، دا پروسه به ۶ اونۍ دوام لري او هره اونۍ په خاصو ډلو کې بندیان ازادېږي. د غزې د خلکو پر ضد اسراییلي وحشت! د امریکا په ملاتړ اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۱۹مې پورې د غزې د ولس پر ضد وحشیانه جګړه وکړه، چې په پایله کې یې له ۱۶۰,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان شهیدان او زخمیان شول، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې وو. همداراز، له ۱۴,۰۰۰ زیات فلسطینیان ورک دي، چې تر اوسه یې برخلیک نه‌دی معلوم. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۱۹مه د اوربند موافقه پيل شوه، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اسیرانو تبادله هم پکې شامله ده. دا موافقه ۳ مرحلې لري، چې هره مرحله ۴۲ ورځې دوام کوي، او د مصر، قطر، او امریکا په منځګړیتوب پر مخ ځي.

Post image
😢 1
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/23/2025, 5:10:06 AM

د لیدنو دوام؛ افغان پلاوي د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدلي دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاړنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکوي چې ازبکستان ته د تللي پلاوي په مشري ملا عبدالغني برادر د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل. دواړو لورو د اقتصادي همکاریو، د توافقنامو د عملي کېدو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا خبرې وکړې. ملا برادر د اسلامي امارت د بهرني سیاست د بې‌طرفۍ اصل ته په کتو یې د افغانستان له لوري د نه ګواښ او د نشه‌يي توکو پر ضد د جدي مبارزې ډاډ ورکړ. هغه ازبکستاني لوري ته بلنه ورکړه چې د مزارشریف–هرات–کندهار اوسپنې پټلۍ او د سالنګ دوهم تونل پروژو کې پانګونه وکړي، چې دا به د سیمې د ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره مهم وي. ازبکستاني لوري له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ او د شته طرحو د عملي کولو لپاره یې د تخنیکي ټیمونو د همکارۍ ژمنه وکړه.

Post image
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/23/2025, 4:35:57 AM

د نن نیالګي د راتلونکي هوساینه، د کرنې وزارت نن د نیالګیو کېنولو کمپاین پیلوي. د کرنې او مالداري وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکوي، چې نن د یکشنبې په ورځ ( د نن نیالګي، د راتلونکي هوساینه) تر شعار لاندې په کابل کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیلوي. دوی همدا راز رسنیو ته بلنه ورکړې، تر څو د خبري پوښښ لپاره په دغه کمپاین کې ګډون وکړي.

Post image
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/10/2025, 5:59:59 AM

د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت او طوفان له امله مؤقتاً د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکوي چې د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، بیګا شپه له ۷ بجو تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ مؤقتاً تړل شوې ده. حق‌شناس زیاتوي، د هوا له ښه کېدو سره سم به د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه دغه لویه لاره پاکه او د ټرافیکو پرمخ پرانيزي. له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کېږي، چې تر بلې خبرتیا پورې له خپل مبداء څخه د سالنګونو پر لور سفر ونه کړي. د یادونې وړ ده چې د ټولګټو چارو وزارت ویاند له لوري په نشر شویو ویډیو کلیپونو کې لیدل کیږي چې په سالنګ د واورې اورښت او باد ډېر تېز دی چې له امله یې د لید ساحه محدوده ده.

ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/5/2025, 4:27:42 PM

https://x.com/ababilpa44/status/1887175902355742892

Post image
❤️ 1
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/10/2025, 6:00:16 AM
Post image
❤️ 1
Image
ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
2/9/2025, 10:08:28 AM

د لوګر او میدان وردګ ولایتونو نښلوونکی۵۰ کیلومتره سړک رغول کیږي. د ټولګټو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزير له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د نږدې (۵۰) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل. په خبرپاڼه کې راځي چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير ملا محمد عيسی ثاني د (۷۱۳) ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د نږدې (۵۰) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل. د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې چې ټولټال (۴۹) کيلومتره اوږدوالی لري او (۱۲۰) پُلګوټي پکې شامل دي؛ ياد سړک د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو دلوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي، چې رغنيزې چارې به يې د (۱۶) مياشتو په موده کې بشپړې شي. لومړی برخه: ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د شاوخوا (۴۷۳۸۸۴۹۲۷) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.دويمه برخه: ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۲۳۹۴۴۸۳۷۸) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ پنجشنبه د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزير د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين او سروې اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۲۶۴) ميليونو افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک کړل.

Link copied to clipboard!