
ابابيل ویب پاڼه
February 9, 2025 at 10:08 AM
د لوګر او میدان وردګ ولایتونو نښلوونکی۵۰ کیلومتره سړک رغول کیږي.
د ټولګټو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزير له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د نږدې (۵۰) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل.
په خبرپاڼه کې راځي چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير ملا محمد عيسی ثاني د (۷۱۳) ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د نږدې (۵۰) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل. د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې چې ټولټال (۴۹) کيلومتره اوږدوالی لري او (۱۲۰) پُلګوټي پکې شامل دي؛ ياد سړک د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو دلوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي، چې رغنيزې چارې به يې د (۱۶) مياشتو په موده کې بشپړې شي. لومړی برخه: ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د شاوخوا (۴۷۳۸۸۴۹۲۷) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.دويمه برخه: ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۲۳۹۴۴۸۳۷۸) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ پنجشنبه د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزير د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين او سروې اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۲۶۴) ميليونو افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک کړل.