ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
February 10, 2025 at 05:59 AM
د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت او طوفان له امله مؤقتاً د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکوي چې د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، بیګا شپه له ۷ بجو تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ مؤقتاً تړل شوې ده. حق‌شناس زیاتوي، د هوا له ښه کېدو سره سم به د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه دغه لویه لاره پاکه او د ټرافیکو پرمخ پرانيزي. له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کېږي، چې تر بلې خبرتیا پورې له خپل مبداء څخه د سالنګونو پر لور سفر ونه کړي. د یادونې وړ ده چې د ټولګټو چارو وزارت ویاند له لوري په نشر شویو ویډیو کلیپونو کې لیدل کیږي چې په سالنګ د واورې اورښت او باد ډېر تېز دی چې له امله یې د لید ساحه محدوده ده.

Comments