
ابابيل ویب پاڼه
February 11, 2025 at 10:42 AM
لغمان کي په زیاته اندازه نشه یی مواد کشف او ونیول شو.
دلغمان ولایت امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ شهرا کنډک امنیتی مسولینو د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره زنګوري چیک پواینټ کې د نشه یي توکو یو تن قاچاقبر په داسې حال کې نیولی چې په زیاته پیمانه نشه یي توکي یې انتقالول.
نوموړی زیاتوي، د نشه یي توکو اندازه ۳۰ کیلو ګرامه چرس دي، چې په یو سراچه ډوله موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو چي د کشفی راپور په اساس ونیول شو.
