
ابابيل ویب پاڼه
February 12, 2025 at 10:33 AM
پنجشېر کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي دي.
د پنجشېر امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله فاروقي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د نشه یې توکو پر وړاندي مبارزي مسؤلینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې ۲۲ کیلو ګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.
فاروقي زیاتوي، د یادو عملیاتو جریان کې یو تن د نشه یې توکو پلورونکی هم نیول شوی چې دوسیه به یې له لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

👍
1