
ابابيل ویب پاڼه
February 19, 2025 at 04:52 AM
قطر غزې ته ۱۵ ملیونه لیټره نور تېل ورکوي.
قطر نن د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې غزې ته ۱۵ ملیونه لیټره تېل ورکوي، چې په دې سره به د قطر له لوري د مرسته شویو تېلو مقدار ۳۰ ملیونه لیټرو ته ورسیږي.
د راپورونو له مخې دغه تېل به د غزې د روغتونونو او د کډوالو کمپونو د برېښنا او نورو اړتیاوو لپاره وکارول شي.
