
ابابيل ویب پاڼه
February 23, 2025 at 05:10 AM
د لیدنو دوام؛ افغان پلاوي د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدلي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاړنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکوي چې ازبکستان ته د تللي پلاوي په مشري ملا عبدالغني برادر د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل. دواړو لورو د اقتصادي همکاریو، د توافقنامو د عملي کېدو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا خبرې وکړې.
ملا برادر د اسلامي امارت د بهرني سیاست د بېطرفۍ اصل ته په کتو یې د افغانستان له لوري د نه ګواښ او د نشهيي توکو پر ضد د جدي مبارزې ډاډ ورکړ. هغه ازبکستاني لوري ته بلنه ورکړه چې د مزارشریف–هرات–کندهار اوسپنې پټلۍ او د سالنګ دوهم تونل پروژو کې پانګونه وکړي، چې دا به د سیمې د ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره مهم وي.
ازبکستاني لوري له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ او د شته طرحو د عملي کولو لپاره یې د تخنیکي ټیمونو د همکارۍ ژمنه وکړه.
