
ابابيل ویب پاڼه
February 24, 2025 at 04:47 AM
کابل کې ۱۷زره او ۵۰۰ نشه یي ګولۍ نیول شوې او ۱۵۲ معتادان د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ خبر ورکوي چې د دغې قومندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت دوه د نشهيي توکو پلورونکي له ۱۷۵۰۰ زیکپ کپسولونو سره نیولي او د بعدي اجراتو لپاره یې اړوند ارګان ته سپارلي.
همداراز، د ښار له بېلابېلو سیمو ۱۵۲ معتادان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته استول شوي.
