
ابابيل ویب پاڼه
February 24, 2025 at 06:41 AM
د احصايې او معلوماتو ملي اداره، تېره میاشت افغانستان ته له ۲زره او ۴۰۰ زیاتو بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د ارقامو له مخې، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۴۶۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۶ ښځینهوو په ګډون ۱۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینهوو په ګډون، ۱۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي. له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۲۸۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۳ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
