ابابيل ویب پاڼه
ابابيل ویب پاڼه
February 24, 2025 at 06:43 AM
پر طبیعي زېرمو د زېلینسکي او ټرمپ ممکنه موافقه؛ اوکراین امریکا ته د مرستو په بدل کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو په ارزښت معادن ورکوي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، کییف او واشنګټن د یوې مهمې موافقې لاسلیکولو ته نږدې شوي، چې له مخې به یې امریکا د اوکراین د طبیعي زیرمو د لاسرسي په بدل کې امنیتي مرستې ورکړي. زېلینسکي دا خبرې په کییف کې د یوه کنفرانس پر مهال وکړې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو استازو د دې تړون پر شرایطو بحث کړی دی. د امریکا استازي سټیفن ویتکوف ویلي، چې د موافقې د وروستي کولو چارې روانې دي او تمه ده چې همدا اونۍ به لاسلیک شي. ده وویل، زېلینسکي له لومړیو یو څه تردد درلود خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مستقیمې مداخلې وروسته اوس چمتو دی چې د تړون د لاسلیک مرحلې ته داخل شي. د اوکراین د طبیعي زیرمو ارزښت څومره دی؟ د اوکراین چارواکو اعلان کړی، چې د شاوخوا ۳۵۰ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکې طبیعي زیرمې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې دي. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې یولیا سفیرېدنکو ویلي، دا شمېره له پخوانیو جیولوژیکي څېړنو او د موجودو معلوماتو له تحلیل څخه اخیستل شوې ده. اوکراین د امریکا له لوري د مرستو دوام ته اړتیا لري، خو ټرمپ او د هغه اداره هڅه کوي، چې دا مرستې د اوکراین د شتمنیو په بدل کې ورکړي. د ټرمپ مرستیالانو مخکې هم له زېلینسکي سره د دې تړون پر سر بحثونه کړي وو، خو اوکراین د دې غوښتنې پر وړاندې مقاومت کړی و. د امریکا غوښتنه او د ټرمپ دریځ څه دی؟ امریکا له اوکراین څخه غواړي، چې لیتیم، ټایټانیوم، یورانیم او نور نادره فلزات امریکا ته ورکړي، ځکه دا مواد د برېښنایي وسایلو، نظامي تجهیزاتو او فضا ته د سپوږمکیو د استولو لپاره ډېر مهم دي. واشنګټن وايي، دوی د اوکراین د جګړې لپاره میلیاردونه ډالر لګولي، نو اوس غواړي دا پیسې د طبیعي زیرمو له لارې بېرته ترلاسه کړي. ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا له اوکراین سره د شریکو ګټو پر اساس د معاملې هوکړې ته نږدې شوې ده. ده ویلي، چې واشنګټن باید له اوکراین څخه نادره فلزات، تېل یا نور ارزښتناک مواد ترلاسه کړي، ترڅو د ورکړو مرستو تاوان پرې پوره کړي. د اوکراین د نادره فلزاتو زېرمه څومره ده؟ اوکراین د اروپا په کچه د نادره فلزاتو تر ټولو سترې زېرمې لري. په نړیواله کچه، اوکراین له چین، امریکا او اسټرالیا وروسته د نادره فلزاتو د زیرمو له مخې څلورم مقام لري. د فوربس اوکراین د راپور له مخې اوکراین د نړۍ د لیتیمو ۱۰٪ زېرمه لري، چې د بیټرۍ جوړولو لپاره کارول کیږي او شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه اټکل یې شوی. ۹۰ ټنه زېرکونیم لري، چې د جیټ الوتکو انجینونو لپاره کارول کېږي. اوکراین د ټایټانیوم له ۱۰ غوره تولیدونکو هېوادونو څخه دی، چې د توغندیو، الوتکو، او جنګي کښتیو په جوړولو کې کارول کېږي، د دې زېرمه ۲۳۰۰ ټنه ده. اوکراین ۶۶۰ ټنه وینډیوم، ۹۰ ټنه زېرکونیم، ۵۰ ټنه نیوبیوم، ۵۰ ټنه کډمیم، ۱۵ ټنه تانتالوم، ۵ ټنه ګالیوم، ۱.۸ ټنه سیرېم، ۱.۵ ټنه اندیوم، ۱ ټن سیلینیم، ۱ ټن بېریلیوم، ۰.۸ ټنه ایتریوم، او نیم ټن ټیلوریوم، سکانډیوم، ګرمانیوم او هافنیوم لري. د دې طبیعي زیرمو له امله، امریکا غواړي چې له اوکراین سره د امنیتي مرستو په بدل کې د دې زیرمو کنټرول ترلاسه کړي. https://x.com/ababilpa44/status/1893899911336259667 https://www.facebook.com/share/p/165NaopZt2/
Image from ابابيل ویب پاڼه: پر طبیعي زېرمو د زېلینسکي او ټرمپ ممکنه موافقه؛ اوکراین امریکا ته د مر...
👍 1

Comments