امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
February 22, 2025 at 06:33 PM
د امت ځوانانو ته! مسلمه امت د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو با عزته او سرلوړي امت او قوم په توګه پیژندل کیده. داسي امت چې هر یو یي د ځانګړي عزت او برم خاوند وو، د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان د نړۍ تر ټوله با عزته خلکو په توګه ژوند کولو، هر امیر یي د خپل رعیت خادم وو، او هر امیر یي د خپل وګړي د هوسایني لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړی وه او دا یي الهي مسؤلیت ګڼلو که د یو مسلمان عزت په مشرق کې لوټل کیده نو د مغرب مسلمانان به دا خپل دیني او ایماني فریضه ګڼله تر څو د هغه عزت بیرته وګټي. ښکاره مثال ئي (وامعتصما) دی. دا ټول د مسلمانانو د هغه توري برکت وو چې تیکې یی ندرلود. د هغو سرښندونکو د ویني برکت وو چې د اسلام او مسلمان لپاره یي نذرانه کړل، د هغو غازیانو د سرونو برکت وو چې د توري په شڼهار کې یي هم د خپل قوم او ملت عزت لیدلو، د هغو سپاهیانو د قرباني برکت وو چې د توري او نیزي شڼهار ورته د رباب له نغمو ښه ښکاریده. هر مسلمان سپاهي وو او هر سپاهي خپل عزت او برم د خپل قوم او دین په عزت کې لیدلو. علماء د صحابه کرام په هلکه وائي( د شپی مهال به صحابي داسي د الله په عبادت کې غرق وو چې تا به فکر کول له دنیا او ژوند سره یي هیڅ نوعه اړیکه نشته، خو سهار ته به هماغه صحابي په آس سپور داسي کارنامی وکړلې چې انسان به دا فکر کولو چې دا به له آس او جهاد پرته بل کار نلري). په همدا شکل دوی د اسلام او امت عزت خوندي ساتلي وو. د اسلامي تاریخ هره پاڼه له قرباني، سرښیندنې او عزت څخه ډكې دي. خو نن ولی! د اوسني ټولني مسلمان ځوانان هر یو له خپل تاریخه ناخبره دي. له هیچا سره د خپل عزت فکر او سوچ نشته، ځوان نسل شپه او ورځ په عبسیاتو لګیا دي، د توري او قلم پر ځای یي ټول سوچ فلم، سریال او ګیم ته وي او فکري جګړی یي د پرمختک په نوم له خپل دین او ثقافت څخه ورځ په ورځ لیرې کوي. تر شل کلنۍ پوري ځوانانو ته د ماشوم خطاب کیږي، خو حال دا چې په اسلامي تاریخ کې تر ډیره حده ستري کارنامی داسي ځوانانو کړي چې عمرونه یي له دوه ویشت کلنۍ کم وو. خو له هغوي سره د خپل دین او امت د عزت سوچ وو، هغه څه چې اوسني ځوانان تری محروم دي. ای مسلمان ځوانه! تر ننه تا دا عمر د خپل دښمن د خواهشاتو مطابق تیر کړل، د هغوي په دامونو کې ګير وی، د هغوي کرلي ازغي ستا د لاری خنډ وو. نن را بیدار شه د خپل ځان، کورنۍ، قوم، او امت لپاره کار وکړه تر څو له دا بد بختیو ځان خلاص کړو. راځی یو ځل بیا د ( وا محمدا) نعره وکړو، د امت د عزت لپاره سرښیندني ته تیار شو. په الله قسم بیا به زما او ستا همغه عزت وي، بیا به زه او ته د نړۍ پر مخ یو با عزته قوم یو، بیا به هیڅ کافر دا جرئت ونکړي چې زما او ستا پر خلاف غږ اوچت کړي، بیا به زما او ستا د مقدساتو سپکاوي نکیږي، بیا به زما او ستا وروڼه په یو او بل نوم نه وژل کیږي. خو دا ټول بدبختي زما او ستا د غفلت له وجهي ده. ژوند او مرګ د الله په لاس کې دی، او چې د انسان اجل نه وي پوره د دنیا هیڅ طاقت یي نشي وژلای، خو چې اجل دي پوره وي بیا دي د دنیا هیڅ طاقت نشي ژغورلای. خو راځه داسي عمل وکړو چې هم مو ځان ته خیر رسیدلي وي او هم اسلامي امت ته، چې بیا د حشر په میدان کې دا پوښتني ته ځواب ولرو( د اسلامي امت لپاره دي څه وکړل؟). د هغي ورځي په هیله چې مسلمانان د یو باعزته ژوند خاوندان وي.
❤️ 😭 2

Comments