امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY WhatsApp Channel

امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY

332 subscribers

About امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY

امام ترمذي انلاین اکاډمي په چینل کې به تاسو ته مهم او باوري اسلامې معلومات ویډیوګانې او لیکنې پورته کېږي او وخت پر وخت به تاریخ درته استول کیږی. تاسو ټول کولای شئ معلومات خپلو ګروپونو ته ځنې کاپي کړﺉ تر څو زموږ او ستاسو دپاره صدقه جاریه شي او د چینل لینک د صدقې په نیت نشر کړﺉ د خپلو ملګرو او دوستانو سره. جزاکم الله خیرا 🤲🏻 👇👇 *ملتیــا مو وکــــړئ / مـــا همراهي کنیــــد!* https://whatsapp.com/channel/0029VaE5PzSFXUuavl7mfu0a Islamic information will be shared with you in this channel, InshaAllah Please stay tuned to our channel. Jazak Allah khair

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/19/2025, 7:05:01 AM

*د نېکو خلکو ملګرتیا ستا د اصلاح سبب ګرځي،* او شاوخوا خلک پر تا خورا زیات تاثیر لري. نو د خپلې ملګرتیا لپاره هغه خلک وټاکه چې نېکان وي او ستا د نېکمرغۍ سبب شي. *نېک ملګري ستا د اصلاح لپاره یوه ستره وسیله ده. 🍃🌹 *(🍃حلیمه حسنی ندوی🌿)*

Post image
❤️ 💯 7
Image
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/19/2025, 12:43:58 AM

*هرکله چې دې احساس کړه چې دنیا درباندې دومره درنه شوې چې زغمل یې سخت دي،*🥀🌱 نو یاد لره چې الله عز وجل په خپلو بندګانو باندې ډېر مهربانه دی! هغه زړونه چې تنګ شوي وي، پراخوي یې، هغه نفسونه چې ماتیږي، رغوي یې، او هغه سترګې چې ژاړي، د داسې خوښیو اوښکې پاکوي، چې تمه هم نه لرې! نو د سختو شیبو څخه مه وېرېږه، ځکه الله تا د دې لپاره نه آزمایي چې مات دې کړي، *بلکې د دې لپاره چې د صبر وروسته دې لوړ کړي.*‼️☝🏻🌱🫀 په خپلو لمونځونو، اذکارو، او د قرآن کریم په تلاوت کې باندې دوام وکړئ. *او د خپلو زړونو په پاکوالي کار وکړئ‼️🫀*

Post image
❤️ 4
Image
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/20/2025, 4:09:30 AM
❤️ 👍 😢 3
Video
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/19/2025, 4:47:55 PM

*رقم الاستفتاء[۱۲۷۱]بتاريخ: ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶/ھ قـ* *مسئله: موسيقي اوريدل اوغږول داسلام له نظره څنګه دی؟* *المستفتی: محمد داود قاسم صاحب* *محترم مفتی صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چي د موسیقی اورېدل او ږغول د اسلام له نظره څه حکم لري؟* *الجواب باسم ملهم الصواب:* *په صورت مسؤله کی باید ووایو چي  ساز , سروز , موسيقي اورېدل اوږغول داسلام له نظره حرام ،ناروا، عمل دي. نبی کریم صلی الله عليه وسلم له دي څخه منع فرمایلې ده ځکه په موسيقي سره په زړه کي سختي اوله دين څخه لري والۍ راولی ، دګناهونو طرف ته ميلان کوی او غفلة پيدا کوي او همدارنګه حيا کمزوري کوي.* ـــــــــــــــ کما قال فی تفسير المظهری:(ج۵ص۴۴۹)په سورة لقمان الاية۶ (وَ مِنَ النّٙاسِ مَڼ يّشْتَرِیْ لَهْوَالْحَدِيْثِ) عن ابن مسعود وابن عباس والحسن وعکرمة وسعيدبن جبير قالوا لهو الحديث الغناء والاية نزلت فيه. قال فيه مسئله: قالت الفقهاء الغناء حرام بهذه الاية لکونه لهو الحديث. وکذا قال العلامة الحصکفی فی الدرالمختار:(جـ ۶ صـ۳۴۸) وفي السراج ودلت المسألة أن الملاهي كلها حرام ويدخل عليهم بلا إذنهم لإنكار المنكر قال ابن مسعود صوت اللهو والغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الماء النبات. قلت: وفي البزازية استماع صوت الملاهي كضرب قصب ونحوه حرام لقوله - عليه الصلاة والسلام - «استماع الملاهي معصية والجلوس عليها فسق والتلذذ بها كفر» أي بالنعمة.الخ.ط الشامله وکذا فی الهندیه کتاب الکراهية الباب السابع عشر فی الغناء:(جـ ۵ صـ۳۵۱) اختلفوا في التغني المجرد قال بعضهم إنه حرام مطلقا والاستماع إليه معصية وهو اختيار شيخ الإسلام ولو سمع بغتة فلا إثم عليه. وهکذا فی حاشية عمده الرعايه علی شرح الوقايه کتاب الشهادة :(جـ ۳ صـ ۱۳۶ )ولان الغناء يورث الغفلة ويقل الحياء ويکثراللهو ويطفی حرارة التقوی ويهيج الطبع الی الشهواة) وهکذا مثله فی فتاوی فريديه:(جـ ۹صـ۳۲۵) کتبه:مولوی نورالله خان وثيق پکتيکا ولايت چهاربران ولسوالي رکن دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند

❤️ 👍 6
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/18/2025, 5:11:59 PM

#وضاحت: د ایران_وهودو جنګ کې مې د مدخلیانو په اړه څو نظرونه ورکړل. افغاني مدخلیانو شور جوړ کړ. وایي: ته اختلاف ته لمن وهې. دوی فکر کوي، په دې چیغو خلکو ته روښانه کړي، چې موږ پرښتې یو. مشرقي دواع..شو رېښه او تکفیر، د عربي نړۍ تکفیر او رېښې له هېچا پټې نه دي. حقيقت که ونه وایې، هم ځان څرګندوي، نو حساسیت مه ښيئ! الحمدلله، الله تعالی ښه قلم راکړی، کتابونه مې ژباړلي، خو يو مې هم په فرعي اختلافاتو کې نه دی ژباړلی، کولی مې شوی لکه د مدخلیانو په ډول مې په مستعار نامه ژباړلی وی؛ خو نه، زه نه غواړم چې د یوه دعوتګر په توګه په اختلافي مسایلو د لومړیتوبونو وخت ضایع کړم. مدخلي وابیانو: ښه مې په ياد دي، ١٣٩٤ کال ننګرهار اسحاقزي کتابونو مارکېټ ته ولاړم. د يو څو تحقيقي کتابونو پوښتنه مې وکړه، چې په فرعي مسایلو کې يې دفاعي بڼه لرله. کتاب پلورونکي راته وویل، دا میدان وردګ نه دي، دا ننګرهار دی، پام چې دې مسایلو کې ډېره پلټنه ونه کړې. ویل، هغه کونج ته ولاړ شه، څو عنوانه کوچنۍ رسالې شته. ښا مدخلیانو! تاسو آن د احنافو يو څېړنيز کتاب نشوی زغملی، تاسو به امام العزیمه څنګه زغملی وی! احقاق الحق به مو څنګه زغملی وی. اوس هم له فېسبوک پرته سلفي ملګري لرم، خو افراطیان نه دي، تکفیریان نه دي، تکړه اسلامپال دي او سمه يې راسره پالي، که څه هم زه ديوبندي او دوی سلفیان دي. نو دا فکر ونه کړئ، چې زه دې هم افراطي و اوسم او يا دې خدای مه کړه، داسې حنفي و اوسم، چې د بریلویت په جامه کې يې د حنفیت بېخ وویست. ديوبندي یم، خو د دنيا هر کونج کې چې د مسلمان په نوم هر څوک وي، سره له ټولو اختلافاتو يې مسلمان ورور ګڼم او د اسلام د يوه لفظ له امله ورته عقیدوي ورور وایم.

Post image
👍 👏 4
Image
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/19/2025, 12:43:15 AM

*من حسن الاسلام الاخلاص فی العمل*🌿🌷🌿 عمل کې اخلاص د اسلام له ښایست څخه دی. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ عمل کې د اخلاص مانا داده چې، هر عمل یوازې د الله د رضا لپاره وکړې، دا اصل نه یوازې د عبادتونو روح ده، بلکې د هر نېک کار ارزښت پکې نغښتی دی. *》اخلاص څه شی دی؟* اخلاص دا دی چې یو انسان خپل هر عمل د الله تعالی د رضا لپاره وکړي، داسې چې هیڅ بل هدف پکې نه وي – نه د خلکو خوښي، نه شهرت، نه مال، نه ریاست، او نه هم نور دنیاوي ګټې. *رسول الله ﷺ ویلي:* {اِنَّما الاَعمَالُ بِالنِّیَات، وَ اِنّمَا لِکُلِّ اِمرئ ما نَوَی} (راوه البخاري) ژباړه: عملونه نیتونو پورې تړلي دي، هر انسان ته به د هغه د نیت مطابق بدله ورکړل شي. *د اخلاص ارزښت او ګټې:* ۱: الله یوازې اخلاص لرونکي عملونه قبلوي. ۲: که څوک تا ونه ویني، ته بیا هم عمل ترسره کوې. ۳: د خلکو د ستاینې یا غندنې پروا نه لرې. اخلاص پټ عبادت ته ارزښت ورکوي (تهجد، صدقه، دعا...). له الله سره مینه او وېره د عمل اصلي محرک ده. *د اخلاص حاصلولو لارې:* ۱: نیت اصلاح کول. ۲: ریا ته پام کوه – کله چې د خلکو پام درته وي، نیت دې وازمایه. ۳: پټ عبادتونه زیات کړه – پټ عملونه د اخلاص ښه تمرین دی. ۴: د خلکو له تمې ځان وژغوره – اجر یوازې له الله وغواړه. ۵: د قیامت په ورځ د عملونو حساب ته فکر وکړه – یوازې اخلاص لرونکی عمل به قبول شي.

❤️ 1
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
6/18/2025, 5:28:01 AM

*کله کله مونږ ډېر بې همته شو...🤕* *🎙️الشیخ عبدالحمید حماسي* *💗بهترین او د همت نه ډک بیان دی، هیله ده واورېدل شي💗.* *💗 ټولو زده کوونکو ته ډالۍ ده💗.*

❤️ 👍 4
Video
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
5/16/2025, 6:07:30 PM

عرب ښځې د ټرمپ خادمانې دي! د تاریخ په اوږدو او د حق او باطل په جګړو کې، کافرانو ډېر ځله خپلې ښځې د مسلمان مجاهدینو د عزايمو د کمزوري کولو او فريب لپاره کارولې دي؛ هغوی به خپلې ښايسته او سينګار شوې ښځې وړاندې کولې، څو مسلمانان د جهاد له لارې واړوي او اخلاقي فساد ته يې کش کړي، تر څو د هغوی د ماتې زمينه برابره شي. خو اوس وخت بدل شوی، او رولونه هم واوښتل؛ نن ورځ موږ وينو چې ځينې مسلمانان خپلې ښځې د کافرانو د اهدافو د تحقق لپاره کاروي، د دې لپاره چې د هغوی رضايت حاصل کړي او پام يې ځان ته راواړوي، داسې ښکاري لکه دا کار چې نه شرم ګڼي او نه بې عزتي.

Post image
😢 👍 😭 7
Image
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
5/16/2025, 7:44:27 PM

ټولې دوه لارې دي؛ حق او باطل! د هر چا خوښه چې کومه ټاکي. حق لاره ستونزې لري او له ازغو ډکه ده خو پایله یې بشپړ راحت دی. حق وټاکئ که څه هم چې تاسې ډېر کمزوري هم یئ. د باطل هېڅ ملاتړ مه کوئ ځکه پایله یې ډېره خطرناکه ده. حق د اشخاصو له لارې نه، بلکې د عقیدې له لارې وپېژنئ.

❤️ 👍 😘 🫀 11
امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
5/16/2025, 6:07:00 PM

څـــه بــه ووایــم!!! یو په جهاد او وینو ګټلې سوریه وار په وار د ډیموکراسۍ خواته کشوي. بل قطر د 400 میلیونه ډالرو طیاره د وخت فرعون ټرمپ ته ډالۍ کوي. سعودي سلمان د 600 ملیارده ډالرو پانګونه امریکا کي کوي. او د ټرمپ د خوشحالولو لپاره آن تر خپل ناموس عزت او ښځو هم تېر دی. خو څنګ ته یې غزه کې هره ورځ ماشومان د تندې او لوږې څخه مري خو دوی ددې فرعون د بیري/ډار یوه ګوله ډوډۍ او یو بوتل اوبه هم نه شي ورلېږلای. 😔

Post image
😢 😭 4
Image
Link copied to clipboard!