امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
February 22, 2025 at 06:37 PM
*يو مهال يوې مسلماني د ”وامعتصماه“ چيغي وهلې او اوس بله مسلمانه د ” واعمراناه “ چيغي وهي* عبدالمالک همت يو مهال وو چي يوې مسلماني ښځي د رومي کفارو له ظلمه د ”وامعتصماه“ (ای د اسلام خليفه معتصم بالله !) چيغي وهلې او اوس يوه بله مسلمانه ښځه د اوسنيو امريکايي کفارو له ظلمه د ” واعمراناه “ (ای د پاکستان د اسلامي هيواد واکمن عمران خانه !) چيغي وهي. دلته به موږ لومړی د ”وامعتصماه“ د چيغي وهونکي کيسه وکړو او وبه ګورو چي د هغې د چيغي په هکله څه وسوه او بيا به د ” واعمراناه “ د چيغي وهونکي ښځي کسيه وکړو او وبه ګورو چي د دې ښځي د چيغي په اړه به څه کيږي. يو وخت چي د روم پاچا ټيوپیل نومي ته د مسلمانانو د ملکونو د نیولو تمه پیدا سوې وه، نو هغه د سلو زرو رومي پوځیانو سره د مسلمانانو جګړې ته وخوځېد. کله چي د «زبطره» په نامه کلا ته ورسېد کوچنیان او سپین ږیري یې ووژل، کلي او بانډې یې وراني کړې ، ښځي یې ولجه کړې او د هغو د عزت سپکاوی یې وکړ او چي مسلمان یې په لاس ورتي زوراوه او کړاوه یې. د اسیرو سوو ښځو په ډله کي یوې په زوره زوره چیغي وهلې: “وامعتصماه! وامعتصماه!”(اى معتصم بالله! اى معتصم بالله!). المعتصم بالله چي نوم ېې محمد او کنیه يې ابو اسحاق وو د هارون رشید خلیفه دوهم زوی وو، چي په ۲۱۸ هجري کي خلیفه سو. کله چي دا خبر د مسلمانانو دغه خلیفه ته ورسېد زښت زیات په قهر سو او ويې ویل: « بلې ! ای ښځي ستا چیغي مي واورېدې!». نو هغه وو چي سمدستي يې لښکر چمتو کړ او د مسلمانانو د یوه اتل پوځ په مشري ووت. بالاخره یې د دجلې د سیند په لوېدیزه څنډه کي واړول او عجيف بن عنبة اوعمر الفرغاني يې د «زبطره» کلا ته ولېږل، څو د دغه ځای مسلمانان د ده د پوځ له ورتلو څخه خبر او خوشاله سي، خو «المعتصم» پوه سو چی رومیان هلته ترډېرو جنایتونو او فحشاوو وروسته له هغه ځایه تښتېدلي دي. اما معتصم بېرته راونه ګرځېد، بلکی د رومیانو هیواد ته وخوځېد، او د هغو له کلاوو څخه یې د ډېری قوي کلا پوښتنه وکړه. په پایله کی پوه سو چي عموریه تر ټولو کلکه او قوي کلا ده او رومیانو ته تر قسطنطنیې لا ډېره غوره ده. نو امیر المومنین المعتصم بالله وپتېیل چی دغه ښار فتح کړی. سره د دې چي منجمینو وبېراوه چي اوس د دې کلا د نیولو وخت نه دی. هغو ورته وویل: «موږ په کتابونو کي لیدلي دي چي عموریه په دې وخت کي نه فتح کيږي، بلکي د هغې د فتح کېدو وخت هله دی چي انځر او انګور پاخه سي». خو معتصم د منجمینو خرافات ونه منل، د هغو پر خبرو یې غوږ ونه نیو او د عموريه د نیولو په تکل کي سو. نو هغه وو چي معتصم خپل پوځ د سیحان سیند پر غاړه ځای پر ځای کړ او خپل یوه قوماندان «إفشين» نومي ته یې امر وکړ چي روم ته د «حدث» له لاري ننوزي اوهمدارنګه يې خپل بل قوماندان«أشناس» نومي ته امر وکړ چي د«طرسوس» له لاري دغه هیواد ته داخل سي او په انقره کي يې د دوی دواړو د سره یوځای کېدو ورځ وټاکل. نو هغه وو چي د مسلمانانو پوځ د انقرې سره تر راغونډېدو وروسته دغه ښار ته ننووت او عموریې ته ورسېد. معتصم خپل پوځ منظم او جګړې ته چمتو کړ، خپله د پوځ په زړه (منځ) کي واوسېد، «إفشين» یې د پوځ میمنې (ښي اړخ) ته وټاکه او«أشناس» يې د هغه میسرې (کیڼ اړخ) ته مقرر کړ. اسلامي پوځ ښار تر ډېری مودې ډېر کلک کلابند کړ او پای يې وکولای سول چي د ښار د کلا په دېوال کي یو سوری وکیني او پوځ له دغه سوري ور دننه سي. مسلمان پوځیان په ډېر قوت او مړانه وجنکېدل، څو يې پر ښار خپله ولکه ټينګه کړه او د دغه ښار په نیولو پر رومیانو بریالي سول. د عربو نامتو شاعر ابو تمام د دغي سوبي په اړه یوه ستره قصیده ولیکل او په هغې کي یې دغه سوبه تلپاتي اوهمېشنۍ کړه. هغه د دغي قصیدې په اول کي وايي: السيف أصدق أنباء من الكتب في حدِّه الحـدُّ بين الجـدِّ واللعـب. د توري خبر د کتابونو تر خبر ډېر رښتینی دی په تېره والي کي يې د لوبو او ټوکو او رښتینولۍ او حقیقت ترمنځ تمیز او بېلوالی نغښتی دی. ښه، دا خو سوه د هغه مهال د مظلومي ښځي د ”وامعتصماه“ د چيغي کيسه. د دې مهال د مظلومي ښځي د ” واعمراناه “ د چيغي کيسه بيا داسي ده: وايي: يوه ښځه چي ډاکټره عافيه صديقي نوميږي او د بيولوژۍ او فزيک متخصصه ده، له دوو زامنو او يوې لور سره په کراچۍ کي اوسېدله. په ۲۰۰۳ کال د مارچ په ۲۵ نيټه په پاکستان کي د اف بي آی له لوري له القاعدې ډلې سره په اړيکه لرلو تورنه سوې وه. عافيې ته ځينو نژدې سرچينو ويلي دي چي هغې د خالد شيخ محمد د اکا د زوی سره واده کړی وو، په همدې تور تورنه سوې او بل څه جرم نلري. خالد شیخ محمد د القاعدې له مخورو غړو څخه دی چي د امريکې د اطلاعاتي او پوځي مقاماتو له خوا د سپټمبر د ۱۱مي د بريدونو اصلي تورن بلل سوی دی. عافيې تر دې تور وروسته اسلام اباد ته مخه کړه، چې بيا د خپلي څلور کلني لور سره ورکه سوه. ويل کيږي چي ډاکټره عافيه صديقي په ۲۰۰۳م کال د خپلو دوو بچو په گډون د پاکستان استخباراتي شبکې آی ايس آی وتښتوله او امريکايانو ته يې وسپارله. هغو دا ترپنځو کلونو پورې په پټه بندي خانه کې وساتله او تشدد هم پر وسو. ځيني بيا وايي چي عافيه په غزني کي افغان حکومت ونیوله او بيا يې امريکايي پوځيانو ته وسپارل. د تحقيق په بهير کي عافيې د ايف بي آيي او د امريکا د ځواکونو د پلټنې د ډلې د يوه سرتيري پر ځمکه ايښی ټوپک واخست او پر امريکايي پوځيانو يې ډزي وکړې، خو هيڅوک يې ونه ويشتلای سول، اما دا د يوه امريکايي پوځي له خوا وويشتل سوه. تر دې وروسته هغه د درملنې لپاره د بګرام هوايي ډګر ته ورسول سوه بيا د بګرام په زندان کې تر پلټنو لاندې وه او دوې اوونۍ وروسته امريکا ته وليږدول سوه. د عافيې د څلور کلنۍ لور مريمي په هکله د پاکستان د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ومنله چي مريم هم په بګرام کې له امریکايانو سره بندي ده. د عافيې د محاکمې په بهير کي قاضي (ريچارډ برمن) وويل : په دې خبره اتفاق نسته چې آيا ډاکټرې عافيې صديقي په غزني کې څه کول. په دې هکله ډول ډول اټکلونه کيږي، مثلاً دا چي هغه د خپل خاوند عمار البلوچي د لټولو لپاره هلته تللې وه، يا دا چي هغه پر امريکايانو د بريد لپاره تللې وه او يا دا چي هغې پر طالبانو د ځينو کاغذونو ويشلو لپاره هلته تللې وه. په هر صورت عافيې ته د امريکايي محکمې له لوري د ۸۶ کالو د بند سزا واورول سوه او اوس په تکزاس کي بندي ده. د دغي ډاکټري خور فوزیه صدیقي وايي :«په زندان کي عافیې ته ویل کېږي چي که اسلام پرېږدي ژر تر ژره به خوشي کړل شي. فوزیه زياتوي: «په زندان کي پر عافیې باندې ظلم او تشدد کېږي او ان هغه لمانځه او عبادت ته هم نه پرېښودل کېږي». په دې ورځو کي عافیې د پاکستان د لومړي وزی« عمران خان» په نوم لیک استولی، په دې لیک کي عافیې «عمران خان» خپل اتل یاد کړی او له هغه یې غوښتي څو ددې د خلاصون په اړه اقدام وکړي. چي دا په دې مهال کي د دغي مسلماني ښځي له خوا د اسلام د يوه هيواد د اوسمهال واکمن ته د ” واعمراناه “ ، ” واعمراناه “ (ای عمران خانه ! ای عمران خانه! ) چيغي دي. خو اوس به وکتل سي چي د اسلام د اوسمهال دغه واکمن څه کوي ؟ د معتصم بالله د کارنامې تمه خو نه ځني کيږي. خو چي د کفارو له زندانه يې په يوډول راخوشي کړي دا به يې هم لویه کارنامه وي.
❤️ 😭 6

Comments