امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
February 23, 2025 at 02:33 PM
– ایا پوهېږې چې ستا تر ټولو ستره ښکلا چیرته ده؟🌼🍃
– چیرته؟
– ستا په حیا، ستا په اخلاقو، ستا د زړه صفایي ستا عزت کې، ستا په مهربانۍ او تواضع کې، ستا پهٔ پوهه او عمل کې، ستا په عفت لباس او ښایسته سیرت کې. همدلته ده ستا ریښتیني ښکلا، هغه چې نه وخت ختمولی شي، نه ژوند سختولی شي.🍃🌻
– بڼه د الله عز وجل مخلوق ده، موږ پکې هېڅ واک نه لرو، خو ستا اخلاق، ستا پاک زړه، دا ستا خپل انتخاب دی. دا ستا د کور، ستا د تربیې، ستا د ارزښتونو نښه ده. ښکلي مخ کې که زړه تور وي، هېڅ معنا نه لري. 🌿
نه بڼه تل پاتې ده، نه ځواني، نه د دنیا ښکلاوې. دا ټول د زوال په لور دي. خو ستا حیا، ستا عزت، ستا صداقت، دا به تل پاتې وي، دا به وخت نه شي ختمولی، دا به ژوند نه شي زنګولی.
– نووووو، که غواړې ښکلی اوسې، زړه ښکلی وساته، اخلاق ښکلي وساته، ځکه د زړه ښکلا هغه یوازینی حسن دی، چې هېڅکله نه زړېږي…🍃🫀🍃
❤️
2