امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
February 24, 2025 at 04:39 AM
*🔲 د روژې تاریخ څه دی ؟* 📚 روژه د ادم علیه‌السلام له زماني شروع شوي وه ، د روایاتو نه معلومېږي چې ، د دوی په وخت کې « ایام بیض »، یعنی د هرې اسلامي میاشتې دیارلسم ، څوارلسم ، او پنځلسم تاریخ روژه فرض وه . 📘 یهودو او نصاراوو هم روژې نیولې ، د یونانیانو په نزد باندی هم روژه وجود لري ، هندوانو ، دهري ، بده مذهب ، فارسیانو په نزد هم روژه د مذهب رکن ده ، او ددې ترڅنګ بهترین عبادت ګڼل شوې ده . د دنیا په ټولو مذاهبو کې د روژې فضیلت او اهمیت شته ، او د ادم علیه‌السلام نه تر خاتم النبین حضرت محمد ﷺ پورې په هر قوم او ملت کې د روژې شتون یو ښکلی شکل لري . 📗 روژه د اسلام یو مهم رکن دی . له پخوا زمانو راهیسې د بېلابېلو امتونو او دینونو لخوا د بندګۍ او تزکیې لپاره کارول شوې ده ، څو د الله تعالی عبادت وشي او نفس وازمایل شي . 📙 د تاریخ په اوږدو کې یهودو ، نصاراوو ( مسیحیانو ) ، یونانیانو ، هندوانو ، بودایانو او نورو مذاهبو کې هم د روژې بڼې لیدل کېږي . دا روژه که څه هم د وخت ، طریقت او نیت له مخې توپیر لري ، خو عموماً د پاکۍ ، نفس د کنټرول ، او روحاني وده لپاره یوه ازموده شوې لار ده .
Image from امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY: *🔲 د روژې تاریخ څه دی ؟*  📚 روژه د ادم علیه‌السلام له زماني شروع شوي...
❤️ 👍 8

Comments