
عبدالرقيب رقيب
January 31, 2025 at 02:52 PM
*ځوانانو ته سل نصيحتونه*
85 - د فتنو ځايونو ته مهنژدې کېږه؛ کنه ځان به هلاک کړې!.
الله تعالی فرمايي:
{ وَٱتَّقُوا۟ فِتۡنَةࣰ لَّا تُصِیبَنَّ ٱلَّذِینَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمۡ خَاۤصَّةࣰۖ وَٱعۡلَمُوۤا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِیدُ ٱلۡعِقَابِ } [سُورَةُ الأَنفَالِ: ٢٥]
ژباړه: او له هغي فتنې څخه ځان وژغورئ چي د هغې (ناوړه اغيزه به) یوازي پر هغو خلكو پوري محدوده پاته نه شي چي په تاسي کښي چا ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چي الله سخت سزا وركونكى دى.
رسول الله - صلى الله عليه وسلم - فرمايلي دي:
دوه خصلتونه چې انسان ورنه (طبعًا) کرکه لري: انسان له مرګ نه کرکه لري خو مرګ د مؤمن لپاره ترفتنه بهتر دی، انسان د مال له کمي کرکه لري خو د مال کمی د حساب کمی دی. رواه أحمد
❤️
🫀
🌹
🌺
💜
🤍
🪴
27