
عبدالرقيب رقيب
1.1K subscribers
About عبدالرقيب رقيب
ژوند په مدرسه کې، مرګ په مدرسه کې، قيام له مدرسې مې غټ ارمان دی.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د اوسني وخت مطلق اکثريت خواخوږي هغوی دي چې شرمول کوي، بلکي شرمول همکاري، تشويق او دوستي ګڼي. عبدة بن سليمان ويلي دي: له عبد الله بن مبارک سره د روم خواته په غ زا تللي وو، د دښ من له صف نه يو نفر ميدان ته ووت او د مبارزې غوښتنه يې وکړه، زموږ له صف نه يو نفر ورووت له يوڅه مقاومت وروسته يې د دښمن پهلوان بل جهان ته وليږل، بيا يې بل وليږل، بيا هماغه زموږ ملګري له دوی نه د مبارزې غوښتنه وکړه، له هغوی نه يو نفر ورته راغی هغه يې هم وليږل. زموږ د صف غازيان په دغه غازي باندي راټول شول، زه هم په را غونډشوو کې وم، خو زموږ غازي مخ پټ کړی و نه پيژندل کيده، ما چې مول ورنه واخيست هغه عبد الله بن مبارک و، راته ويې ويل: «ای أبو عمر! ته هم له هغوی ځيني يې چې شرموي مې!» [صفة الصفوة، لـ ابن الجوزي، ٣٢٩/٢] رحمة الله تعالی عليهم

له رسول الله - صلی الله عليه وسلم - نه روايت دی چې حاجي ته بښنه شوې ده او چاته چې حاجي بښنه وغواړي هغه ته هم بښنه شوې ده. مسند إمام أبي حنیفه - رحمه الله تعالی. قدرمنو مؤمنانو! که خپلوان، دوستان يا ملګري مو حج ته تللي وي نو بايد دعاء ورنه وغواړو خو داسي وعدې ته يې مجبور نهکړو چې هغوی پکې پاته راشي، مثلاً: داسي بايد ورته ونهوايو چې ماته شخصي دعاوي وکړه... ځکه که د نوم اخستلو دروازه پرانيستل شي نو هر نفر دومره خپلوان، دوستان او ملګري لري چې د ټولو نوم اخستل ورته ممکن نهده .... نو که يې د وعدې په وخت کې نيت دا و چې نوم مو نهشي اخستلای. دروغ مو ورباندي وويل او که يې نيت و چې نوم مو واخلي خو ونهتوانيد نو د وعدې مخالفت يې وکړ... په احرام او دومره مبارک سفر کې دغه دواړه ګناهونه هلاکت دي او دا هلاکت به زموږ له لاسه ورته جوړ شوی وي. هريو بايد له رسول الله - صلی الله عليه وسلم - سره ځان پرتله نهکړو چې له فاروق - رضي الله عنه - نه يې مشخه دعاء غوښتې وه، رسول الله نههيرېدونکی شخصيت دی.... موږ بايد داسي ورته ووايو: که در ياد شوم او ممکن و نو دعاء راته وکړه، سلامونه مې ورسوه....

د الله تعالی ددغې يوې جملې په خاطر رسول الله - ﷺ - او صحابه کرامو سخت ترخه غوړپونه وڅښل، مشرکينو به ښکنځل ورته کول، وهل به يې، ش ھ يدانول به يې، رشخندونه، پیغورونه به يې ورکول ... خو دوی به ورنه مخ اړول؛ ځکه چې الله تعالی ورته فرمايلي و: { وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ } او له مشركانو نه مخ واړوه. رسول الله - ﷺ - په سجده پروت و، مشرکينو د اوښ خوسايي ورباندي واچول، خو رسول الله او هيڅ ملګري يې غبرګون ونهښود، حال دا چې د اوسنۍ زمانې تر ف دايانو په زرګونو ځله د قوي ايمان څښتنان، د ق ربانۍ ځوانان او د جنت عاشقان موجود و؛ خو { وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ } د ټولو په زړونو ډبره ايښې وه او هيڅ يوه سرغړونه ونهکړه. له براء - رضي الله عنه - نه روايت دی چې کله به جګ ړه ښه توده شوه نو موږ به په رسول الله ﷺ پوري پنا اخسته، په موږ کې زړور به هغه و چې له رسول الله ﷺ سره به اوږه په اوږه ثابت پاتي شو. مشکاة المصابيح خو په دغه زړور انسان باندي دغې يوې جملې (وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ) د کوډګر، شاعر، ليوني او دروغجن تهمتونه وزغمل.... مګر کله چې ورته وويل شول: { أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقَـٰتَلُونَ } هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو. بيانو د بدر په ميدان کې معلومه شوه چې دوی څومره زړور او د قوت څښتنان دي. دوی خپل ژوند او م رګ د الله تعالی په يوه جمله تغيرول، خو موږ د خپلې خوښې ژوند کولو لپاره د الله تعالی په مکمل دين کې لاسوهنه کوو، له خپلې خوښې سره يې تفسيروو....

زموږ په ټولنه کې، علوم بل ته د رسولو او د خپل شخصیت ثابتولو په نيت ترسره کيږي، همدا د علم هدف راته ښکاري! ځکه خو زموږ په تعليمي ادارو کې يواځي علمي ازموينې شته، د عمل ازموينه نهشته، د زدهکوونکو پلرونه هم يواځي د خپل زوی د علمي سويې پوښتنه کوي د عمل نمرې او نتائج نه پوښتي، د نظارت مسؤولين هم يواځي د علمي حالت څارنه کوي او په هغه باندي راپور جوړوي، د فراغت په سند کې هم يواځي علمي رتبه ليکل کيږي د عمل په اړه څه نه ليکل کيږي. مثلاً: په علمي ادارو کې په رياء، سمعت، عجب او تکبر باندي بحث کيږي او بيا له زدهکوونکو نه د هغه بحث د زدهکړي په اړه امتحان اخستل کيږي، خو د عمل په اړه نه. په علمي ادارو کې د مور او پلار سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کيږي او بيا په دغه موضوع کې علمي امتحان اخستل کيږي، خو د عمل په اړه يې پلټنه او ازموينه نه وي. د اودس فرائض، سنتيات، مستحبات، آداب، ممنوع او مکروه احکام تدريس کيږي او بيا يې علمي ازموينه اخستل کيږي، خو د عمل ازموينه نه وي. همداسي ټول موضوعات پوهيږو چې ولي؟ لامل دا دی چې په عمل کې د امتياز خاوند نهلرو، استاذان مو په علم باندي د خپل علم په اندازه عمل نه لري، مور او پلار خپله په خپل علم عمل نه لري، د نظارت غړي هم په خپل علم عمل نه لري... نو زدهکوونکي ته به څوک نمرې ورکوي؟ استاذان خو علمي پانګه لري او هريو ميز ډبوي د علم په ډګر کې د ځان سيال نه ويني، مګر د عمل په ميدان کې هرڅه په بله واوړي، لاپي هيڅ کار نه ورکوي... د مدرسو په نصاب باندي يوه نيوکه دا کيږي چې دوی د عربيت ټول قواعد ووايې او زدهيې کړي خو په محاوره سره يې عمل ته نه راباسي نو هڅې يې عبث شي او په پای کې په عربي ژبه خبري نهشي کولای. همدا نيوکې سبب شوې چې اوس د عربي ژبي کورسونه ايجاد شوي دي، د أصول الفقه، أصول الحديث، فقه، تفسير او نژدې ټولو فنونو د زدهکړې لپاره تخصصي مراکز ايجاد شوي دي، ترڅو دغه علوم له نظريت نه عمل ته ووزي، عمل په اوسنۍ اصطلاح کې په صورت باندي د مسئلې تطبيق ته ويل کيږي، حقيقي عمل بيخي مراد نهدی. په عمل کې تر ټولو زيات علمي ردونه په هغو ځايونو باندي کيږي چې د عمل په موخه جوړ شوي دي. که پهدې اړه فقط متوجه شو او عمل د ژوند په ټولو ځايونو کې په نظر کې ونيسو او باور ولرو چې الله تعالی مو هرځای څاري او پرځای رانه د عمل غوښتنه کوي، ملائکان مو هرسهار او هرماښام د عمل راپور وړي، نو ګوندي الله تعالی توفيق راکړي چې د علم په اندازه په عمل هم ښايسته شو.

نژدې درۍ کلونه له داسي سختو هراړخيزو بنديزونو سره مخ ول چې له لوږي به يې پاڼې خوړلې.... خو ددغو بندیزونو د پيل کال يې د خفګان په کال ونهنومول. برعکس د دغو بنديزونو د پورته کيدو او بيرته خپلو کورنو او عادي ژوند ته راګرزيدلو کال يې د خفګان په کال (عام الحزن) سره ونومول ځکه چې په دغه کال يې د راز او غم شریکه ميرمن او خواخوږی تره وفات شول. داسي ښکاري چې د رسول الله - صلی الله عليه وسلم - په نزد خواخوږي انسانان د ژوند تر ټولو اړتياوو زياته اړتيا ده او نيستي يې تر ټولو غمونو غټ غم دی. داسي نه لکه موږ چې وايو «پيسې دي وي خپلوان او دوستان خپله پيدا کيږي» امام غزالي - رحمه الله تعالی - ليکلي دي: په دغه صورت پيدا شوي خپلوان او دوستان ستاسو نه، بلکي د پيسو خپلوان او دوستان دي. دوست انسان لوی نعمت دی.

*رسول الله - صلی الله عليه وسلم - نه غوښتل له شيطان سره کېني.* له أبي هريره - رضي الله عنه - نه روايت دی: يو سړي أبو بکر ته ښکنځل کول او رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ناست، نو نبي - عليه السلام - به په تعجب کې شو او په موسکا به شو، کله چې د هغه سړي ښکنځل زيات شول نو أبو بکر هم د هغه يوه خبر ور غبرګه کړه؛ رسول الله - صلی الله عليه وسلم - غصه شو او له مجلس نه ولاړ شو، أبو بکر ورپسي ورغی ورته ويې ويل: اې د الله تعالی رسوله! هغه ماته ښکنځلې کولې او ته ناست وې، کله چې ما د هغه يوه خبر ور غبرګه کړه ته غصه شوې او ولاړ شوې. رسول الله - صلی الله عليه وسلم - وفرمايل: هغه مهال له تا سره فريشه وه او ستا له خوا يې ځواب ورکاوه، کله چې تا خپله ځواب ورکړ شيطان حاضر شو، نو ما نه غوښتل چې له شيطان سره کېنم. مسند احمد. رضي الله تعالی عنهم.


*د رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ملګرتوب يوڅه سخت دی خو نا ممکن نهدی.* که څوک غواړي چې د الله د محبوب محمد مصطفی - صلی الله علیه وسلم - ملګرتوب ترلاسه کړي نو په ځان کې دي پینځه صفتونه موجود کړي. له عباس - رضي الله عنه - نه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ د (څالې) طالبانو ته راغی، د دوی فقر، سخت حالت او د دوی پاک زړونه یې تر نظر تیر کړل بیا یې ورته وفرمایل: « أبشروا يا أصحاب الصفة فمن بقي من أمتى على النعت الذي أنتم عليه راضياً بما فيه فإنه من رفقائي.» كنز العمال للنسفي والجامع الکبیر للسیوطي. ژباړه: ای د صفه ملګرو! زیری درکوم، زما د امت هر وګړی که په هغو صفاتو برقرار وي چې تاسو ورباندي یاست، او په خپل حالت باندي راضي وي نو هغوی به زما ملګري وي. نسفي - رحمه الله تعالی - په خپل تفسیر کې لیکي چې الله تعالی په قران کریم کې د اصحاب صفه پینځه صفتونه بیان کړي دي: لومړی صفت: «الذین أحصروا في سبیل الله». یعني هغه خلک چې د الله په لاره کې جھ اد ته یې ځانونه وقف کړي دي، له نورو مصروفیاتو لاس په سر دي. یا دا چې د فقر یا زخمونو، یا معلولیت په اساس د الله په لاره کې له ج ھ اد نه پاتي شوي دي. دوهم صفت: «لا یستطیعون ضربا في الأرض». په ځمکه کې د ګرزیدلو توان نه لري. یعني د الله په عبادت مشغول دي یا په ج ھ اد باندي مصروف دي نو د تجارت او کاروبار شوق نه لري. یا دا چې په نړۍ کې دښمنان لري او له ویرې سفر نهشي کولای. یا دا چې معلولیت او مرضونو له ګرزیدلو ویستلي دي. دریم صفت: «یحسبهم الجاهل أغنیاء من التعفف». د دوی له حاله ناخبر انسانان په دوی باندي د مالدارو ګومان کوي؛ ځکه دوی له سوال کولو ځانونه ساتي او په ډیر تکلف خپل ظاهري ډول او ښایست فعال ساتي. څلورم صفت: «تعرفهم بسیماهم». تاسو به یې په نښانو پېژنئ. مشهور مفسر م ج اهد - رحمه الله - ليکي چې د دوی نښانې تواضع او عاجزي وه. یا د لوږې او تندي آثار د دوی نښانې وې؛ ځکه د دوی رنګونه له لوږي ژړ اوښتي و. یا دا چې د دوی جامې به بې ارزښته او زړې وې همدا یې نښه وه. پینځم صفت : «لا یسألون الناس إلحافاً». یعني په ټینګار او سوال زارۍ له خلکو نه څه نه غواړي. تفسیر النسفي.

له ﺃﻧﺲ - ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ - نه روايت دی: ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ - ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ - وفرمايل: زما په أمت کې زما صحابه لکه په خوراک کې مالګه، خوراک له مالګې پرته نه سمېږي. حسن بصري - رحمه الله تعالی - به ويل: زموږ مالګه خو لاړه اوس به مونږ څنګه سميږو؟. مشکاة المصابيح. ملا علي قاري - رحمه الله تعالی - ليکلي دي: موږ کولای شو د صحابه کرامو په ويناوو، رواياتو او حالاتو او ددوی په أخلاقو او صفاتو پسي په اقتداء سره خپل ځانونه اصلاح کړو؛ ځکه اعتبار دغو شيانو ته دی ددوی جسدونو ته اعتبار نهشته - ددوی جسدونه د همدغه صفتونو په سبب قدرمن دي. مرقاة المفاتيح داسي ښکاري چې بصري - رحمه الله تعالی - واقعي غږيدلی دی؛ ځکه د صحابه کرامو شتون چې نهشته نو هرڅومره چې د هغوی اوصاف، کړنلاري او أخلاق تشخيص کړو بياهم عمل پرې نهشو کولای، ښاغلي مو هغوی دي چې د صحابه کرامو أخلاق هسي د طوطيانو په ژبه تکرار کړي او بس.

زموږ ټولنه د شيانو ښهوالی د نرخ په اساس ثابتوي، هرشئ چې د بل په نسبت په لوړ قیمت ورکړ شي هغه ښه بولي. خبري بيا د شهرت په اساس تلي، هر انسان چې په ښه نوم مشهور وي د هغه هره خبر ښه ګڼي او څوک چې ښه شهرت ونهلري د هغه هرڅومره ارزښتناکه خبر نه اوري. خپله تجربه مې ده، د عبدالرقيب له نوم پرته په نورو مختلفو نومونو مې هم ليکنې کړې دي، الله تعالی به کله کله د داسي ليکنو توفيق هم راکړ چې د عبدالرقيب په حيث ورته حيران وم او ډيره ګټوره راته ښکاريده، خو آن دريو نفرو به هم خوښه نهکړه. علت يې دا دی چې موږ په تشخيص او تفکيک کې کمزوري يو، ښه او بد نهشو بيلولای، په دغه صورت کې د بريا يواځينۍ چاره همدغه ده چې ورباندې روان یو. د تقليد کيسه هم دغسي ده، موږ د مسئلو د چاڼ او له نصوصو د مسئلو راويستلو توان نه لرو، که بياهم دغه کار ته لاس اچوو رانه ويجاړيږي نو د حل لار مو د امامانو تقليد دی، د هغوی په ارزښت، تقوا، علم او صلاح باندي ډاډمن يو؛ ديني احکام ارزښتونه دي او په ارزښتونو باندي څوک تجربې نه حاصلوي.

د جمهوريت او ديموکراسۍ په مصطلحاتو کې فردي آزادي مشهوره اصطلاح ده، فردي آزادي ددوی په قانون کې هغې ازادي ته ويل کيږي چې انساني ټولنې ته دنياوي تاوان پکې نه وي، ددغي ازادۍ په اساس په جمهوریت او ديموکراسۍ کې هر هغه انسان مجرم دی چې خلکو ته د لمانځه، روژې، حج، فحاشۍ او داسي نورو إلهي مثبتو او منفي حقوقو په اړه امر او نهي کوي؛ ځکه دغه امر او نهي د نورو د ازادۍ سلبولو په معنی ده. په قرآن کريم کې فردي آزادي په (سدی) سره تعبير شوې ده، سدی هغه اوښ ته ويل کيږي چې له څارونکي پرته په دښته کې ګرزي، هرچیرته چې يې غوښه وي تللای شي او هرڅه چې يې خوښ وي خوړلای شي... الله تعالی فرمايي: { أَیَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَـٰنُ أَن یُتۡرَكَ سُدًى } [سُورَةُ القِيَامَةِ: ٣٦] ژباړه: ايا انسان انګيرلې ده چې مهمل به پاته شي. امام شافعي - رحمه الله تعالی - ويلي دي: څومره چې زه خبر يم د قرآن شريف له علماوو هيڅ عالم اختلاف نه لري چې (سدی) هغه چاته ويل کيږي چې نه امر ورته کيږي او نه نهي. تفسير ابن عاشور. معنی دا چې الله تعالی انسان ته فرمايلي دي چې د (سدی) خيال مه کوئ، تاسي ته به خامخا په نيکو امر کيږي او له بدو به منع درته کيږي، يعني په اوسنۍ اصطلاح د ديموکراسۍ او جمهوريت تر چتر لاندي د دښتي اوښان له ځانونو مه جوړوئ، کنه هغه الله چې تاسي يې له نطفې پيدا کړي ياست له مرګ وروسته مو بيرته را ژوندي کولای شي او بيابه خامخا ددغي ازادۍ حساب درسره وکړي، چې ولي مو د هغه په حقوقو وږي ليوان ورخوشي کول او يا خپله ورته ليوان ګرزيدلي واست.