عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
February 5, 2025 at 10:27 AM
ډير خلک له ملګرو، مشرانو او سرمايه‌داره خلکو سر ټکوي، دوی وايې چې مخکې مو ترمنځ نازوراز و، تګ راتګ، پوښتنه او همکاري وه... خو اوس چې دوی يوڅه ترلاسه کړل او موږ په پخواني حالت پاتي شوو يا له هغه حالت نه هم ولويدو نو دوی شا راوګرځوله، اوس نه پوښتنه، نه همکاري، نه تګ راتګ او نه هيڅ رابطه راسره پالي... دا خبر د ډير تکرار په سبب منل شوی حقيقت ګرزيدلی! خو دغسي خلکو ته بايد حقيقت وويل شي اګر که يوڅه تريخ هم دی، ښايې څوک یې د مړې خيټې خبر وګڼي، خو واقعيت دا دی چې خېټه يواځي په قناعت او د قبر په خارو مړيږي نوري ټولې خيټې تشې دي. حقيقت دا دی چې تاسو هماغه وخت بدکاره، بدعمله، بد خصلته، فاسق او غدار خلک په ملګرتوب نيولي وو، دا ستاسو خپل کر و اوس یې ريبئ؛ ځکه پرهيزګار انسان خپل ملګري آن د محشر په سخته ورځ هم نه پريږدي، هغه ورځ چې انسانان به له خپلو ميندو او خپلو ميرمنو نه هم تښتي، مګر پرهيزګار ملګري به بياهم سره دوستان وي، ددنيا مسئله خو ډيره عادي ده؛ الله تعالی فرمايي: { ٱلۡأَخِلَّاۤءُ یَوۡمَىِٕذِۭ بَعۡضُهُمۡ لِبَعۡضٍ عَدُوٌّ إِلَّا ٱلۡمُتَّقِینَ } [سُورَةُ الزُّخۡرُفِ: ٦٧] ژباړه: ‌په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه. او که مو باور وي چې هغه وخت مو پرهيزګار ملګري انتخاب کړي وو؛ بيانو خبر په تاسو کې دی، تاسو بدکاره او بدعمله شوي ياست چې هغوی درنه مخ اړولی دی؛ پرهيزګار انسانان له بدکاره انسانانو سره رابطه نه پالي، هرڅومره چې خپل وي. او که هغه وخت دواړه پرهيزګار واست او په خپل ځان کې اوس هم د بدکارۍ څرک نه وينئ بيانو د الله تعالی د نعمت شکر اداء کړئ، د الله تعالی فضل درباندي شوی دی چې ملګري مو پرهيزګار وو له تاسو سره وو، چې بدکاره شول له تاسو بيل شول؛ کنه خامخا به يې تاسو هم په بدو عملونو اخته کړي واست. او که دا هيڅ نه يې، بيا نو د هغوی بارونه زيات شوي دي، نه‌شي کولای هرڅه ته د پخوا په څېر دوام ورکړي، انسان عاجز دی، دا ستا خپله عاجزي يې ښه بېلګه ده، ته د الله بنده يې بايد له الله سره دي کار وي انسانانو ته په څټ کې مه ورکښېنه، ملګرتوب و څه د نکاح عقد خو نه و چې ترمرګه به دوام کوي. د ټولنې د پرمختګ مخه مه نيسئ، خلکو ته د پښو اغزي مه جوړيږئ، که ته هم مخکې لاړي هغوی به بيا وموندې، که شاته پاته وې نو د ځان لپاره د خپلې سويې نور ملګري پيدا کړه انسانان ختم شوي نه‌دي، عجيبه شئ يې!! په هر صورت؛ هيڅکله بايد له انسانانو شکايت ونه‌کړو، هرڅوک بايد خپل کار ته پریږدو او موږ هم خپل کار وکړو.
Image from عبدالرقيب رقيب‌: ډير خلک له ملګرو، مشرانو او سرمايه‌داره خلکو سر ټکوي، دوی وايې چې مخکې...
❤️ 👍 🌹 🫀 ♥️ 🌺 💛 😂 🤲 🩷 59

Comments