
عبدالرقيب رقيب
February 11, 2025 at 05:30 PM
که چيرته مو زياتي ناروا کړنې ليدلې، فساد مو ليدل، بدأخلاقي مو ليده... او قدرت مو نهو چې اصلاح يې کړو يا مو د مداخلې اجازه نهلرله نو له هغه ځای بايد پښې سپکې کړو او هرڅومره که هلته پاتهکيدل ضرور وي بايد هلته پاته نهشو؛ ځکه د دغسي کړنو زيات ليدل مو ايمانونه سولوي او بيا ګناه ګناه نهراته ښکاري، له ګناکار سره نفرت بيا ددين مهم اصل نه راته ښکاري...
موږ هيڅ يو له ګناه پاک نهيو، خو د اميد ځای دا دی چې ځانونه ملامت ګڼو، مګر د پورتني چاپيريال سره په عادي کيدو بيا داسي مرحلې ته رسيږو چې ګناه به بدکار نه راته ښکاري، دغه نو د هلاکت او د ايمان د زوال غټه نښه ده!!
❤️
👍
🫀
😢
😭
🌷
🌹
🌺
🎉
🏳️
92