عبدالرقيب رقيب
February 14, 2025 at 02:01 PM
وخت به درۍ وروڼه فرض کړو، د يو نوم به پرون، د بل نوم به نن او د بل نوم به سبا وي.
پرون شهيد شوی دی.
د نن جانکندن دی.
سبا لا تر اوسه زېږېدلی نهدی.
خو متأسفانه، دغه درۍ وروڼه په ټولنه کې هیڅوک نهلري چې په غم يې غمجن او په درد یې دردمن شي!!
دا چې پرون د ټولنې لپاره څومره قربانۍ ورکړې، څومره لوړې ژورې يې وزغملې، څومره يخ او ګرمي يې په ځان تيره کړه... هرڅه يې د ټولنې لپاره وکړل خو هيڅوک يې نه يادوي، که يادوي يې فقط د خپل ځان لپاره يې يادوي!!
دا چې نن په کوم حالت کې دی، څه ورباندي تېرېږي او څنګه ورباندي تېرېږي؟ پهدې اړه هم د ټولنې هيڅ وګړی فکر نهکړي!!
دا چې سبا به په خير او عافيت سره فاني نړۍ ته سترګې وغړوي او که به په رحم کې ژوند له لاسه ورکړي؟ پهدې اړه هم هيڅوک فکر نهکړي!!
زموږ د پرون، نن او سبا په حال افسوس دی!!
❤️
😢
😭
🫀
🌹
🌻
💚
💯
70