عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
February 15, 2025 at 04:34 PM
نړۍ يو قطبي کيږي نه، داسي چې په ټوله نړۍ باندي يو هيواد يا يو قشر يا يو شخص‌.. مسلط وي، البته د ازمايښت او إلهي حکمت په اساس د يوڅه وخت لپاره احتمال لري؛ په‌دې اړه الله تعالی فرمايي وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ ٱلْأَرْضُ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٥١﴾ البَقَرَة-٢ ژباړه : او كه الله د ځينو خلكو مخنيوى په نورو نه كولى؛ نو ځمكه به ويجاړه شوې واى خو الله پر جهانیانو د غټ فضل (پيرزوينې) څښتن دی.- چې يې سر د پاسه سر پيدا کړی. فرعون لوی طاقت و، د انسان په فکر کې يې سيال نه و، خو د موسی - عليه السلام - د يوې لکړې په وسيله چپه شو. نمبرود لوی طاقت و، د ظاهر په لحاظ يې هيڅ سيال نه و خو د يو غوماشي په وسيله هلاک شو. اګر که پورتنی آيت د ك‍‌اف‍‌رانو په اړه راغلی خو په دنيا کې له انبياو پرته نور هرڅوک که ځان سوپر طاقت وويني نو فساد ته مخه کوي، ډيره ښه وي چې د هرطاقت په تخرګ کې يوه يوه لغته وي، آن په کور او کلي کې هم که يو نفر خپل ځان مطلق واکمن وويني نو کيسه ورنه فساد ته لاړه شي!!
❤️ 🌺 👍 🌹 💚 🥦 🫀 41

Comments