
عبدالرقيب رقيب
February 17, 2025 at 02:50 PM
*له بدو خلکو لريتوب او له ښو خلکو سره اوسيدل د نجات بيړۍ ده*
اسلام، انسان له ښو خلکو سره پاتهکيدو ته تشويق کړی، پهدغه عمل باندي ثواب هم ورکول کيږي.
او له بدو خلکو د بېلېدو سپارښتنه شوې.
ښه خلک او بد خلک، دغه دواړه طبقې د انسان په ښه خوی او بد خوی، په سمه لار تلل او له سمې لاري کږيدلو باندي مستقيم تأثير لري؛ له نورو تأثر، تقليد او د هغوی پېښې خپلول د انسان طبيعت او غريزه ده.
په يو اثر کې راځي :«څوک چې له نورو سره څلويښت ورځي ګډون ولري نو، که غواړي يا نه غواړي، د هغوی په خويونو او أخلاقو به وپوښل شي»
په پښتو کې مشهور متل دی: (چې اوسې په خوی به د هغو شې!)
الله تعالی له بدو خلکو سره پاتهکيده منع کړي دي او داسي فرمايي:
{ وَلَا تَرۡكَنُوۤا۟ إِلَى ٱلَّذِینَ ظَلَمُوا۟ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنۡ أَوۡلِیَاۤءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ }
[سُورَةُ هُودٍ: ١١٣]
ژباړه: او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايله كېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي.
همدارنګه په بل آيت شريف کې فرمايي:
{ وَإِذَا رَأَیۡتَ ٱلَّذِینَ یَخُوضُونَ فِیۤ ءَایَـٰتِنَا فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ یَخُوضُوا۟ فِی حَدِیثٍ غَیۡرِهِۦۚ وَإِمَّا یُنسِیَنَّكَ ٱلشَّیۡطَـٰنُ فَلَا تَقۡعُدۡ بَعۡدَ ٱلذِّكۡرَىٰ مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّـٰلِمِینَ }
[سُورَةُ الأَنۡعَامِ: ٦٨]
ژباړه: .او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونو كې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه (مهورسره کېنه) تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له دغو ظالمانو سره مه كېنه.
او الله تعالی له ښو خلکو سره په پاتهکيدو امر کړی او فرمايي:
{ وَٱصۡبِرۡ نَفۡسَكَ مَعَ ٱلَّذِینَ یَدۡعُونَ رَبَّهُم بِٱلۡغَدَوٰةِ وَٱلۡعَشِیِّ یُرِیدُونَ وَجۡهَهُۥۖ وَلَا تَعۡدُ عَیۡنَاكَ عَنۡهُمۡ تُرِیدُ زِینَةَ ٱلۡحَیَوٰةِ ٱلدُّنۡیَاۖ وَلَا تُطِعۡ مَنۡ أَغۡفَلۡنَا قَلۡبَهُۥ عَن ذِكۡرِنَا وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ وَكَانَ أَمۡرُهُۥ فُرُطࣰا }
[سُورَةُ الكَهۡفِ: ٢٨]
ژباړه: او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په پيل كې او د ورځې په پای كې بولي، دوى د هغهٔ (رضا) غواړي او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نهشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې! او ته د هغه چا اطاعت مهكوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغهٔ زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغهٔ كار له حد نه وتلى دى.
د تربيې متخصص پخواني او اوسني ټول علماء او پوهان په پورتنۍ نقطه باندي اتفاق او ټينګار لري، دوی په يوه خوله وايې چې انسان بايد له نورو نيکو انسانانو نه بيل نهشي هروخت بايد له نيکو انسانانو سره پاته شي؛ نيک خلک هغوی دي چې زړونه يې پاک وي، أخلاق يې ښايسته وي او کارونه يې په شريعت برابر وي.
همدارنګه د تربيې متخصص علماء په اتفاق سره له بدو خلکو نه لريوالی لازم ګڼي؛ ځکه له دوی سره پاتهکيدل ددين او دنيا دواړو لپاره خطرناک دي. په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو لپاره، ځکه دوی په تأثر او ضررقبلونه کې ډير حساس دي، د انجونو طبیعت خو بيا د ځوانانو په نسبت بيخي نرم او عاطفي دي، لکه پاڼه په نرم شمال اوړي.
ميندې او پلرونه له خپلو ځانونو سره هم بايد احتياط وکړي او پهدې اړه په بيپروايي سره د بدو خلکو ملګرتوب او له ښو خلکو د پريکون زهر ونهڅښي، مګر له خپلو ماشومانو او ځوانانو سره خو بيخي زيات محتاط وهاوسي؛ که - خدا مهکړه- غفلت يې وکړ بيابه يې اولادونه په داسي لارو او کارونو اخته شي چې نه به يې زغملای شي او نه به يې پرديکولای شي!!
ځيني خلک فکر کوي چې په اسلام کې يواځي په «ولاء/براء» باندي ټينګار شوی چې تر زړه پوري تړاو لري، له بدو خلکو بايد په زړه کې نفرت وشي او له ښو خلکو سره په زړه کې محبت وپالل شي. مګر له پورتنيو قرآني ښپارښتنو روښانه ښکاري چې دواړه کارونه مهم دي، له بدو خلکو سره په زړه کې محبت پالل يا د بدۍ سره مينه لرل خو بيخي د ارتداد دروازه پرانيزي، مګر له هغوی سره بدني ګډون د زړه د محبت علامه کيدلای شي چې موږ په علامو باندي په حکم کولو مکلف يو د زړه حالت يواځي الله تعالی ته معلوم دی؛ مګر پهدې اړه تاويلاتو ته اړتيا نهشته، رب تعالی په واضحو ټکو فرمايلي چې له بدو خلکو سره مه کېنئ او له ښو خلکو مه بېلېږئ؛ که ليږ له شعور نه کار واخلو د سر په سترګو به يې ووينو چې له بدو خلکو سره ناستې ډير نيکان انسانان هلاک کړل او له ښو خلکو سره ناستې بيا ډير بد او هلاکشوي خلکو ته نجات ورکړ - الله تعالی دي موږ ته هم نجات راکړي.
که چيرته بد کارونه، فسادونه او بدأخلاقي وينو او وينو چې کوونکي يې له ليدونکو حياء او وېره نهکړي په جرئت سره دغه کارونه کوي نو له هغه ځای نه خامخا بايد ليري شو، هلته پاتهکيده که هرڅومره ضرور وي او هرڅومره ګټه ورباندي مرتبه وي بياهم بايد پاته نهشو، ځکه دغسي حالت مو ايمانونه سولوي او أخلاق رانه اخلي، د انسان لپاره د هغه تر ايمان او أخلاقو بل هيڅ شئ، هيڅ عمل، هيڅ مسؤليت... ضرور او ګټور نهدی، د چا چې ايمان او أخلاق متضرر شول بيا که دا ټوله دنيا دده شي نو به څه شي!؟ بيا که دا ټوله دنيا دی ودانه کړي او دی يې خدمت وکړي نو به څه شي!؟ يواځي تاريخ به يې ليکل شوی او نسلونه به يې لولي چې فلان داسي او هاسي خدمتونه کړي دي، تاريخ نو د محشر په ورځ سړی وخوري که يې په تن وپېچي! د تاريخ لپاره کار کول په خپله يو حرام عمل دی، په اسلام کې (سمعت) ورته ويل کيږي، دغه کار لاسته راوړنه هيڅکله نهشي کيدلای.
❤️
🫀
🌹
🌺
👍
🍏
💚
🤲
45