عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
February 28, 2025 at 10:15 AM
چې فکر مو وي! د الله تعالی پيغمبر او د هغه صديق ملګری، له هرډول مادي امکاناتو په تش لاس له دښمنانو په يو غار کې پناه واخيسته، دښمنان په ډير زور او تکبر د غار خولې ته ورپسي ورغلل، صديق د پيغمبر (ﷺ) په ژوند وويريد، خو پیغمبر ورته وفرمايل: لَا تَحۡزَنۡ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَنَاۖ ‌(مه خفه کېږه، بي‌شکه الله زموږ سره دی) هغه و چې الله تعالی يې ډاډګېرنه وکړه او په داسي لښکرو يې د هغوی مرسته وکړه چې نه ليدل کيدل. فکر مو وي چې د الله پيغمبر او د هغه ملګري په عادي حالت کې هم دا ثابته کړې وه چې «بي‌شکه الله زموږ سره دی» په همدې سبب يې هيڅکله د الله تعالی نافرماني نه کوله، ګناه يې نه کوله، ظلم او خيانت يې نه کاوه، په عبادت کې غفلت او دوه‌مخي يې نه کوله.... نو الله تعالی د سختي په حالت کې هم ددوی د باور مطابق چلند ورسره وکړ. مګر موږ په عادي حالت کې له الله تعالی نه غافل يو؛ د سختي په حالت کې که الله تعالی کومک راسره وکړي هغه يې خپل فضل دی....
❤️ 😢 🫀 🌹 🌻 💚 🪷 27

Comments