دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
February 12, 2025 at 04:19 PM
د سرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت دوهمه برخه بيا نو عربو هر کال کعبې شريفي ته پوښ ورکاوه او نوی پوښ به يې پر هغه زاړه پوښ سر بېره په اغوستی او دغه طریقه چی پوښ سر بیره پر پوښ د عبد المطلب تر زمانې پوري پاته وه کله چي عربو ته دا فکر او احساس پیدا سو چي ښايي د کعبې و شريفي بناء د دغو پوښو د دروند والي په سبب ونړیږي نو يې زاړه پوښونه ټول ځني ایسته کړل او هر کال زور پوښ ځني كاږي نوی پوښ په اغوندي. دا د کعبي شريفي د پوښ په باره کي معلومات وه چې څنګه او ولي شروع سو او د اول واردپاره چا شروع کری کله چی تبان ابن اسعد بیرته یمن ته ورسېدی خپل قوم یی یهودیت ته دعوت کړی هغود یهودیت څخه انکار وکړی ویل خپل دین څنکه پریږدو هغه وخت د یمن خلکو او د تبع قوم مستقل دین نه درلودی د نورو عبادتو ترڅنگ یې د اور عبادت هم کاوه، اور یې مقدس باله د اور یې عزت او احترام کاوه و حتی اور د دوی قاضي هم و څنګه یې قاضي و؟ هغه داسي چي دوی د اور یوه خونه درلودل چي په هغه خونه کي به همېشه اور بل و که به يو وخت د دوی په منځ کي دعوه اختلاف او خصومت پيښ سو نو به مدعي او مدعي عليه يعني د دعوې دواړه طرفه دغه د اور خوني ته ورغلل او د خوني دروازې ته به ودرېدل مخکي خو به دروازه بنده وه خو هغه د اور موظف ماموریا خادم به د اور دروازه په یوه وار پر را خلاصه کړه اور به له خپله زوره په یوه وار دباندي را و وتی او اول چې به د هر چا پر ﴾ طرف ورغلی هغه ظالم و او حق د هغه دوهم نفر پر طرف و دغه طریقه کاهنانو او جادوگرانو دوی ته ایښې وه. اوس چي د پاچا او د ده د قوم په منځ کې د دین په سبب اختلاف پیدا سو نویې ﴾ و ویل: په اور سره به فيصله وکړو د دغي فيصلې دپاره د يهود و عالمان چي د دعوې و يو طرف بلل کېدل تورات په لاس کي ونیوی او وايي يې د یمن کاهنان او نجوم گران چي د دعوې بل طرف وه ټول د اور د خوني دروازې ته ودرېدل د اور خادم دروازه پر را خلاصه کړه، اور د کاهنانو پر طرف ورغلی او دوی ځني و څغستل یا وتښتېدل قوم یې ورته و ویل ولي تښتی؟ دا حکم او قانون دی باید ودر یږی کاهنان هم مجبوره سوه بیرته راغله د اور خادم بیا دروازه پر خلاصه کړه دوهم وارو بیا د اور لمبه د کاهنانو پر طرف ورغله کاهنانو دا وار ځانونه تینگ کړه او ورته در یدل مگر اور د چا مراعت نه کوي كاهنان يې پاک وسوځل د اهل يمن يا ديمن د خلکو په دین او عقېده کي دا معلومه سوه چي يهوديان پر حق دي، نو دغه د اور په فيصله د یمن خلکو یهودیت قبول کړی او تول یهودیان سوه دا هغه معلومات وه چی یمن ته یهودیت څنکه داخل سو خير وختونه دي تیریږي څو تبع د یمن پاچا تبان بن اسعد مر سو او پسله ده څخه د ده زوی حسان پاچا سو حسان خپله پاچهی نوره هم لویه او پراخه کره عزت اوعظمت يې زیات سو ډېر زیات غرور او خود خواهي پکښي پيدا سوه نو يې یو ډير لوی لښکر جوړکړی او ویل قسم په الله که عرب یا عجم پر یودم چی تر خپل حکم لاندي يې را نه ولم د ټولي مځکي پاچهي نيسم دا ټول غرور و کله چي كبر او غرور ﴾ پر انسان مسلط او غالبه سي نو عقل د لاسه ورکړي او هر څه يې هېر سي نن ورځ هم په جهان کي د حسان پر قسم دغسي مغروره او بې با که حاکمان سته او پیدا کيږي چي د ټولي مځکي پاچهي او حکمراني غواړي، د خپل بيځایه مقصد د حاصلولو دپاره انسانان وژني او ښارونه په خرابو بدلوي، خو پر دې کار نه څوک کامیابه سوي دي او نه کامیا به کېدلای سي فقط د تاریخ بد نامي يې په نصیب سي حسان هم د دغي جملې څخه يو نفر و متكبر او مغروره حسان پوښتنه وکړه چي په جهان کي لویه پاچهي د چا ده؟ خلکو ورته وويل : د فارس پاچهي هغه چي کسری يې پاچا دی تر ټولو لویه پاچهي ده، فارس تر ټولو لوی او قوي ملک دی حسان ويل اول په هغه شروع کوم لښکر یې ښه منظم او آماده کړی چي د هغه وخت د مخکې پر مخ تر ټولو لویه پاچهي ونيسي. لښکر یې رهي کړی غواړي چي د هغه وخت د مځکي پر مخ پر هغه لوی دولت چي فارس دی حمله وکړي، خیر اوس پاچا او د ده لښکر د دغه لوی جنگ دپاره رهي دي خو په لار کي د ده له دغه کاره د قومو او قبيلو مشران نا راضه او نا خوښه دي ځکه هغه پوهېدل چي څوک نه سي کولای چي پر فارسیانو حمله وکړي، موږ څوک یوچي پر فارس حمله کوو او نیسو يې؟ مگر د پاچا څخه هم بيريږي څه نه سي ورته ویلای دوی پوهېدل چي پاچا مغروره دی او د چا خبره هم نه مني. څرنگه چي حسان ته هم د خلکو نه رضائیت ور معلومېدی نویې ډیر احتیاط کاوه هیڅوک حتی د قومی مشران وزیران او د لښکر مشران د ده مجلس ته بیله تلاښي کولو نه سي ور تلای د پاچا مجلس ته بېله تلاښي ورځي هغه د پاچا ورور دی چي عمرو بن تبان نومېدی، د قوم مشرانو سره و ویل په دې باره کې به د عمرو سره خبري وکړو د قوم مشران را ټول سوه او عمرو ته ورغله ويل يا عمرو د حسان څخه مو خلاص کړه او تر هغه وروسته ته زموږ پاچا یې عمرو هم دپاچهی په طمعه سو او د دوی سره یې د خپل ورور د وژلو نقشه جوړه کړه، مگر په دغه و مشرانو کي یو نفر چي دو رعين نومېدی دغه فيصله نه کړه قبوله او عمرو ته يې و وويل: يا عمرو داسي څوک نسته چي خپل ورور دي يې وژلی وي او غمجن سوی پښېمانه سوی دي نه وي نو خپل ورور مه وژنه، مگر عمرو چي د پاچهۍ په طمعه و د ورور پر وژلویی تینگار کاوه دلته نو د رعین یو لیک ولیکی او عمرو ته ورغلی ویل دغه لیک ستا سره د امانت پر قسم کښیږده کله چی ما در څخه وغوښتی بیایی را و باسه عمرو هم دا قبوله کړه او خط یی د ځان سره کنښیښاوه تر دې وروسته عمرو د خپل ورور حسان د وژلو دپاره د حسان مجلس ته په داسي حال کي ورغلی چي يو خنجر یې پټ ورسره وړی و او په مناسب وخت کي یې خپل ورور وژی که څه هم د عمرو د نورو مشرانو په ملگرتیا په وسه پوره وه چي حسان بیله وژلو د حکمه څخه ليري کړي مگر د پاچهۍ په طمعه يې ورور ووژی د ورور تر وژلو وروسته عمرو دیر پښیمانه او ډیر غمجن سو حتی خوب یې رډ سو بیديدلای نه سي، د دغي پرېشانۍ او بیدار خوابۍ په سبب عمرو مريض او ناجوړه و سو طبیبان منجمین او کود گران یې ورته راوستل هغو ټولو په اتفاق سره دا ورته وويل چي ستا ناروغي ستا د ورور د وژلو په سبب ده هر څوک چي دغسي کار وکړي دغه حالت ورته پېښیږي، عمرو و ویل ښه د دغي مريضۍ او ناروغۍ چاره څه ده؟ ﴾ طبیبانو او نجوم گرانو و ویل ستاد ناروغۍ دپاره بل علاج نسته بیله دې څخه چي ټول هغه کسان و وژنې کوم چي ستا د ورور د وژلو مشوره يې در کړې ده، عمرور و ویل دغه کار کوم، نو ټول هغه کسان چي د ورور د وژلو مشوره يې ورکړې وه او په و دغه دسیسه کي یې د ده ملکرتیا کړې وه ووژل ، اوس د نو درعين د وژلو نوبت راغلی ● نو رعين وویل د مخه تر دې چي ما و وژنې ما ستا سره يوليک د امانت پر قسم ایښی و هغه را و باسه عمرو هم هغه لیک را وایستی نورعین و ویل خلاص یی کره او وی وایه پاچا لیک خلاص کړی چي په هغه کي فقط دغه دوه بيته لیکل سوي وه الا من يشترى سهراً بنومه سعيد من يبيت قرير عينه و فاما حمير غدرت وخانت معذرة إلهي لذي رعين و یعنی څوک په خپل خوب سره ویښوالی رانیسی خوښ و خوشاله خوشبخته او بختور هغه څوک دی چې شپه يې په رضائیت او اطمینان سره تیریږي هو اهل يمن خو غدر و او خیانت در سره وکړی مگر در په یاد یې کړه چي ما درته وویل خپل ورور مه وژنه يعني خوشبختي دا نه ده چي پيسې يا لوړه گرسی و لرې ته يو ډير لوی پاچا یی مگر بیدیدلای نه سی بلکه خوشبخته هغه څوک دی چی د هیڅ ظلم او تجاوز مسئوله نه وي، د هیچا آزارول او قتلول یې پر غاړه نه وي پاته. د شپې آرام او په فارغه زړه بیده سي. پاچا و ويل هو صحي ده او درعين ته يې عفوه وکړل نو دغه دوه بيته د رعین د خلاصېدلو او ژوندی پاته کېدلو سبب و گرځیدل. کله چی عمرو مر سو د ربیع بن نصر د اولادی پر حکم او پاچهی اختلاف پیدا سو د دغه اختلاف په سبب ديمن خلک پر دلو و وېشل سوه او د اهل يمن په منځ کي جنگونه او وژني شروع سوي، په دغه سياسي بحران کي چي تول يمن يې نيولى وو یو سری پیدا سو چي نوم يې لخنيعه و دغه لخنيعه لار نیوونکی غل او مجرم و د غلو ډله يې درلودل د دغه سياسي بحران په حالت کي یې وکولای سوای چي خپله ډله نوره هم ډېره کړي او ځان ته يې نور ملګري هم پیدا کړل تر داسي اندازې چي دهغو څخه يې پوره لښکر جوړکړی او د یمن پر پایتخت یې حمله وکړه د پاچا قصريې و نیوی او د یمن حاکم و گرځیدی دغه لجنيه فاجر خبیث او ظالم سری و ټول خلک ځني خپه او ناراضه وه قصه يې اوږده ده خو په مختصر ډول سره د تبان اسعد د زامنو څخه يو نفر چي نوم يې دونواس و وکولای سوای چي لخنيعه ته ځان ورسوي او په خنجر سره یې ووژني ﴾ خود بل واردپاره د نبع تبان اسعد زوی پریمن مسلط سو او د یمن پاچهی بیرته د نبع داولادې په لاس ورغله په دغه وختو کي چي دو نواس د یمن پاچا و په نجران کي یوه و کوچنۍ واقعه پښه سوه مگر دغه کوچنۍ واقعه د نورو ډیرو لویو واقعو چي په وروسته کې يې په جزيرة العرب کي پيښي کړې سبب وګرځېدل ، هغه واقعه دا سي وه يو نصراني سری چي د نصاراوو عابد او راهب و موجد او د خالص توحید عقیده يې درلودل تاسي پوهېږی چي ترنن ورځي پوري په نصارا وو کي موحدين موجود دي اوسته د نصارا وو په اقسامو کې یوه ډله ده چي موحدين دي، يعني يوازي الله په الوهيت او ربوبیت سره مني او عیسی عظام د الله رسول او پیغمبر بولي او دغي دلي ته يونيتيرينز) يعني موحدين ویل کیږي او دغه ډله ترنن ورځي پوري سته مكر شمیریې لږدی دغه نصراني چي موحد راهب او عابد سرئ و او نوم يي فيميون و د شام څخه افریقا ته د توحید د دعوت دپاره تلی پرلاري د غلو یوه ډله پر پېښه سوه فيميون يې بندي ونیوی او بیا یې د نجران پریوه سري خرڅ کړی د نجران سري و فيميون د خپل ځان سره جزيرة العرب او نجران ته بوتلی اوس نو فيميون د دغه نجراني سره مريئ دی د ورځي به يې د خپل بادار خدمت کاوه د شپې او په فارغه و وختو کي به یې د خپل رب عبادت کاوه همېشه به په عبادت مشغوله و مقصد دا چي نصراني فيميون دیر عابد او د کرامتو خاوند و يوه شپه يې بادار د ده کوتې ته د یوه کار دپاره ورغلی وې ليده چي د مريي پر شا وخوا يې نور او روښنايي ده، پوښتنه يې ځني وکړه چي ته څوک یې او ستا دین څه شي دی؟ فیمیون هم د نصرانیت دین ورته تشریح کړی سری په شک او ترددا کي سو د خپل مريي سره یې د دین په باره کي بحث او نقاش شروع کړی په دغه وختو کي د نجران خلکو د يوې درختي يا وني عبادت کاوه دغه ونه يين د ځان الله او رب بلل دلته نو فیمیون د بحث په جریان کي خپل مالک ته و ویل که زما رب ستا رب هلاک کړي ته زما د رب عبادت کوې؟ نجراني و ويل هو والله که داسي پيښه سي چي ستا رب زما رب مغلوبه او هلاک کړي معلومه خبره ده چي زه هم ستا د رب عبادت کوم، فيميون و ویل ته دا نجران خلک را ټول کړه بيا به و وینې چي زما رب ستا په رب څه کوي، سړي هم دا نجران ټول خلک په یوه معینه ورځ و وني ته را وبلل خلک هم په هغه ورځ دونی سره راتول سوه، فيميون کښېنستی عبادت او دعاء کوي خپل رب ته یی ډیره دعاء و وکړه ترڅو چي الله د ده دعاء قبوله کړه او د آسمان څخه پر دغه ونه تندره تکه يا صاعقه را ولوېدل او ونه ټوله وسوځل سوه، د نجران د خلکو رب نیست او نابود سو نو خود د نجران ټول خلک و نصرانیت ته داخل سوه دا هغه معلومات وه چي جزيرة العرب ته نصرانیت څنګه داخل سو په وروسته کې دغه د نجران د نصاراوو څخه يو نفر چي نوم يې عبدالله بن ثامر وو د خپلو څو نفر و ملګرو سره چي ځيني يې راهبان يا عابدان هم وه د نجران څخه يمن ته هجرت وکړی هلته په یمن کی اوسېدل او په پته یی خپل عبادت کاوه ځکه دا يمن د خلکو څخه چي يهود وه بېرېدل *Sayed*
❤️ 1

Comments