مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
February 27, 2025 at 10:55 AM
*الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د بندیانو انتقال دوولس بسونه چې شاوخوا ۶۰۰ ازاد شوي زندانیان یې لېږدول د غزې خان یونس ته رسېدلي دي.*
په خان یونس کې راخوشي شویو کسانو لپاره ګڼ عام خلک او د هغوی د کورنۍ غړي راټول شوي وو.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس ویلي و، چې حماس جهادي غورځنګ نن سهار ۴ جسدونه پرته له کومو مراسمو سره صلیب ته وسپارل.
حماس تېره شنبې د بندیانو اوومې تبادلې په موخه شپږ اسرائیليان خوشې کړل چې په بدل کې به یې ۶۰۲ تنه فلسطیني بندیان خوشې شي خو، د اسرائیلو له لوري د یو شمېر ادعاوو له مخې یې د خوشې کېدو لړۍ وځنډېده.
سرچینو ویلي، له اسرائیلو د فلسطین په راخلاص شویو بندیانو کې ۱۵۱ تنه یې په عمري بند محکوم وو.
غزه کې اوربند د تېرې جنوري په ۱۹ مه پیل شو، په تېرو شویو شاوخوا ۳۸ ورځو کې حماس جهادي غورځنګ څو ځله اسرائیل په سرغړونې تورن کړل.
رویټرز د حماس جهادي غورځنګ له لوري سره صلیب ته د تازه څلورو جسدونو د سپارلو خبر کې ویلي، چې د اوربند دوهم پړاو برخلیک چې موخه ترې د جګړې پای دی، په اړه یې د ښکېلو خواو له لوري روښانه دریځ نه دی ښودل شوی خو امریکايي چارواکو ویلي، چې د اوربند دویم پړاو رامنځ ته کول حتمي دي
زموږ واټساف چینل سره یوځاي شۍ
https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y
❤️
👍
👏
🥰
🫀
14