
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
23.4K subscribers
About مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
مجـ،،اهـ،د ټکی کام چینل مو د سیمې او نړۍ له حالاتو تر بل هر چا په سرعت، دقت او وخت خبروي. افغـ،،ان غـ،ږ نشراتي اداره ۰۰۹۳۷۹۵۵۴۴۰۴۴
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

👆 *دهلمند ولایت دعلماء دشورا مرستیال الحاج شیخ القران والحدیث حضرت مولانا و مولوی محمد ګل محمدي صاحب حفظه الله تعالی دراروان لوی اختر په اړه بیان راسره واوري*

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پرون چهارشنبه یې له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره د اوکراین پر وضعیت یو ساعت او ۱۵ دقیقې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، خبرې يې ګټورې وې، خو سمدستي سولې ته د رسېدلو لپاره فرصت نشته. د ټرمپ په خبره، پوتین ورته ویلي، چې د دوی پر هوايي اډو وروستي بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي. بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له روسیې سره د خبرو لپاره اوربند ضروري بللی دی. https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y


دورکـــی اعــــــلان📢اعــلان مفـقودی روح الله :ولــد شــیـر محمد :دغــزنـی ولایت واغــظ والــسـوالـی سـیدوالو دکــلی اوسیدونکی : دا پنځــلس ١٥ ورځی کیږی چی ورک شــوی ده پــه لاس اوپښـه معیوب هـــم ده } نوګـــرانومسلمانانــوداخــترشــپی او ورځی دی کــه هــرچا لیدلــی وی په دغونمبرو رابطه وکړی .دابه مولــه مونږاو ددموراوپــلار ســره مــهربانۍ اوشفقت وی } شماره تماس:0704507021 واتساپ نمبر: 0798792256 شماره تماس:0788451328 واتساپ نمبر:0793458755


فضل الرحمن ورور 2000 افغانۍ د فلسطین د مظلومو مسلمانانو سره د زړه له تله مرسته وکړه. الله جل جلاله دې د هغه مال او عمر کې برکت واچوي، دا صدقه دې د جنت د دروازې سبب شي. قسم په الله تعالی زيات غيرت الله پاک ورکړي دي دي پانچر مين دي زيات ستړي دي خو دغیرت يي قربان شم مخکې يه هم 7000افغاني مرسته کړي وو اللهم تقبل منهم یا رب العالمین.


*حجاجو ڪراموته مهم پیغام!* دغه شپه تر ټولو ښه شپه ده، او سبا ورځ تر ټولو ښه ورځ ده روژه ونیسئ! دا د رب رحمت ته ور نژدې کېدلو وخت دی. الله ﷻ ته وژاړئ، د زړه له کومي دعاوې وکړئ. د ټول امت مسلمه لپاره دعا وڪړئ، خصوصاً د هغو شهیدانو لپاره چې د اعلاء ڪلمة الله لپاره یې سرونه ورڪړل، زموږ د امارت اسلامي بنسټ پرې جوړ شوی دی. په خاص ډول د فلسطین لپاره دعا وکړئ، د هغو ماشومانو لپاره چې اوږي دي، ژاړي، د هغو میندو لپاره چې کونډې شوې، او د هغو اتلانو لپاره چې د یهودو سره په مبارزه بوخت دي. رب ته وژاړئ، دعا وڪړئ، چی فلسطین له دې خبیثو یهودو خلاص شي. نن عمر ابن الخطاب رضی الله عنه نشته، نه صلاح الدین ایوبي رحمه الله شته، او نه هم ثالث عمر بت شکن عمر رحمه الله. خو دعا شته، رب شته، امید شته. لا هم الله ﷻ ته لاسونه پورته کولای شو، لا هم ژړلای شو، او رب ﷻ ته ویلای شو: "یا الله! زموږ امت وژغوره! ددعا محتاج منصور افغان

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کورنيو چارو وزارت د رهبرۍ پیغام او لازمې سپارښتنې! د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين "قانع" https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y

#خبرتیا! د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له ښاریانو غوښتي څو د اختر په شپو او ورځو کې له هوايي ډزو، د پتاکیو له چاودلو او دغه راز له پېر او پلور یې ډډه وکړي او ویلي یې دي چې سرغړوونکي به له قانوني چلن سره مخ شي. نوموړي پر خپله اېکسپاڼه له امنیتي ځواکونو سره پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی. .......... #اطلاعیه! خالد زدران سخنگوی قوماندانی امنیه کابل از شهروندان خواسته است که در شب و روز عید از شلیک هوایی، پرتاب پتاقی و همچنین خرید و فروش آنان خودداری کنند و گفته است که با متخلفان برخورد قانونی صورت خواهد گرفت. او همچنین در پست اکساش بر همکاری با نیروهای امنیتی تاکید کرده است. زموږ واټساپ ګروف سره یوځاي شۍ👇 https://chat.whatsapp.com/Fh910Uv8ZtoGVEeo69UIaB


*مهم زیری* د لومړي ځل لپاره د هرات - مشهد تر مینځ د مسافر وړونکي اورګاډي د تګ راتګ لومړۍ لړۍ به په راتلونکی لسو ورځو کې پیل شي. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې داسې ګام پورته کیږي. *عاجل خبرونه دلته👇* https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y


*#د عرفات ورځ به کله وي؟* *مولوي عبدالهادي حماد* د تېر کال را وروسته يوه خبره خورا ګرمه ده هغه داچي په سعودي کي د عرفات ورځ مخکي وي او په افغانستان کي وروسته وي. خلک پوښتنه کوي چي موږ په کومه ورځ روژه ونيسو؟ ځيني وايي: په افغانستان کي د عرفات ورځ بدله سوې ده؟ ځيني وايي: په دنيا کي د عرفات ورځ يوه وي زموږ ورځ ولي جلا سوه؟ زه هم هک پک حيران سوم چي دا پوښتني ولي اوس را پيدا سوې؟ حال دا چي د سوو کالو څخه دغه د ورځي اختلاف را شروع دی په ځينو سيمو کي په يوه ورځ د عرفات ورځ وي او په ځينو سيمو کي په دوهمه ورځ وي همداسي د روژې او اختر په ورځو کي هم اختلاف وي. د پورته خبري اړوند څو خبري د خپل کوتاه فکر او کوتاه علم مطابق کوم البته زما خبري هغه چا ته متوجه دي چي زما څخه مستفيد کېدای سي او د عقلي دلايلو پر ځای شرعي اصول د حکم اړوند معيار بولي د علماوو څخه بخښنه غواړم. #يو: د روژې د لومړۍ ورځي په تعين کي اختلاف ، د کوچني اختر په لومړی ورځ کي اختلاف ، د عرفات د ورځي په تعین کي اختلاف د سوونو کلونو څخه را شروع دی ددغه اختلاف وجه د علماوو په منځ کي د مطالعو اړوند اختلاف نظر دی چي ځيني يې معتبر بولي او ځيني يې نه بوليچي دا بيل علمي بحث دی. #دوه: کوم هيوادونه چي مخور علماء لري او په ديني علومو کي د استقلال دعوه لري هغوی هيڅکله د سعودي په اعلان د روژې ، اختر او عرفات اعلان نه کوي، لکه مصر ، ترکيه، هندوستان ، بنګلديش ، اندونيزيا ، مليزيا ، باکستان ، ايران او داسي نور... دوی د مياشتي د رانوي کېدو له پاره خپل تحقيق کوي ځکه نو ځيني هيوادونه په روژه او اختر کي د سعودي سره برابر وي او ځيني جلا وي. #درې: داچي دغه اختلاف ولي سته او دلايل يې چشي دي خورا اوږده موضوع ده يو وخت ما ليکنه ورباندي کړې ده دلته يې نه رانقلوم ځکه خبره ډېره اوږديږي. #څلور: تر لوی اختر يوه ورځ مخکي ورځي ته د عرفات ورځ ويل کيږي په هر هيواد کي چي تر اختر مخکي کومه ورځ اعلان سي هغه ورځ ددغه هيواد له پاره د عرفات ورځ بلل کيږي ژ روژه نيول ثواب لري دغه ورځ يوازي په حاجيانو پوري خاص نه ده او نه د حاجيانو تر وقوف پوري خاص ده بلکي دا ورځ د ټولو ده. #پنځه: په شريعت کي د مياشتي په نوي کېدو هغه وخت فيصله کيږي چي د تيري مياشتي دېرش ورځي پوره سي او يا مياشت وليدل سي او د ليدلو شاهدي يې قاضي قبوله کړي د حساب په قانون ، يا فلکي قانون باندي د مياشتي نوي کېدو حکم نه کیږي او نه په دې خبره د مياشتي نوي کېدو حکم کيږي چي څوک ادعا وکړي چي مياشت د دوو شپو معلوميږي. #شپږ: بخښنه غواړم د مياشت موضوع زما سره اړه نه لري خپل مسؤلين لري البته د ځينو عامو دوستانو د تشويش د حل په مقصد وايم چي زموږ په هيواد کي د عرفات ورځ د جمعې په ورځ ده د شنبې ورځ د لوی اختر ورځ ده که څوک روژه نيسي بايد د جمعې په ورځ روژه ونیسي داچي سعودي په دې ورځ اختر اعلان کړی دی حتماً به خپل دلايل لري خو زموږ له پاره هيڅ شرعي دليل موجود نه دی چي د جمعې ورځ د اختر ورځ اعلان سي ځکه دسې شنې ورځ د ذوالفعډې د مياشتي ۲۹ تاريخ وو ، د سې شنې په ورځ نه د لوی اختر مياشت ليدل سوې ده او نه د ذوالقعدې د مياشتي دېرش ورځي پوره سوې وي نو هيڅ شرعي دليل د مياشتي د نوي کېدو له پاره نسته. #اوه: ځيني خلک د مياشتي په لومړی ورځ کي اشتباه سي کله چي مياشت وويني نو وايي تېره ورځ د مياشتي لومړۍ ده ځکه مياشت مي وليدل حال داچي شپه تر ورځي مخکي ده چي مياشت وليدل سي سبا ورځ د مياشتي لومړۍ بلل کيږي سږ کال بيخي ډيرو خلګو د چهارشنبې په ورځ مياشت وليدل او په پوره ګيله به يې ويل چي مياشت ټولو خلکو وليدل ولي د چهارشنبې ورځ د مياشتي لومړی ورځ اعلان نه سوه؟ حال داچي په سه شنبه که مياشت ليدل سوې وای نو چهارشنبه به د مياشتي لومړۍ ورځ واي او د سه شنبې په ورځ په ټول افغانستان کي چا نه ده ليدلې او نه هم دتيري مياشتي دېرش ورځي پوره وي نو که په تاسو کي څوک ددې کار مسؤل سي په کوم دليل به مياشت نوې اعلان کړئ؟ داخبره بېله ده چي موږ د سعودي تابع نه یو پر دې موضوع خورا ډېر دلايل سته چي ډېر پخوا ما ليکلي دي. #په درنښت ستاسو ورور مولوي عبدالهادي حماد ذوالقعده ۱۴۴۶ هق https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y
