مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
February 27, 2025 at 11:00 AM
‏د ټولګټو چارو وزارت ویاند خبر ورکړی، چې په سالنګونو کې بیا د واورې ورښت او توپان وړاندوینه شوې ده. محمد اشرف حق شناس وایي که واوره بیا پیل شي، نو د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره به دا لاره بیا وتړل شي. نوموړي له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي. چې د سالنګونو په لار د خپلو وسایطو لپاره زنځیر، خوراکي توکي او د ژمي ګرم کالي له ځان سره ولري. تر دې وړاندې د سالنګ لویه لاره د درنو واورو او توپانونو له امله تړل شوې وه، چې مسافر او موټر چلوونکي یې له جدي ستونزو سره مخ کړي وو زموږ واټساف چینل سره یوځاي شۍ https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y
Image from مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com: ‏د ټولګټو چارو وزارت ویاند خبر ورکړی، چې په سالنګونو کې بیا د واورې ور...
❤️ 👍 10

Comments