
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
February 27, 2025 at 04:03 PM
*هغه کس نيول شوی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې يې له خلکو په چل او فریب پيسې اخیستې*
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې عمومي مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو د کشف آمریت منسوبینو یو تن چې جعلي حسابونه یې جوړ کړي وو او له خلکو یې په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستې نیولی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
نيول شوی کس چې خپل نوم ادريس او د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکی ښيي، وايي: په فسبوک یې بېلابېلې پاڼې درلودې چې له خلکو یې د جنسي درملو د پلورلو لپاره پيسې اخيستې او درمل یې نه ورته چمتو کول.
ياده دې وي چې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر هغه کسان چې په ټولنيزو رسنيو کې یې د اسلام او نظام ضد تبليغات کول او يا یې هم له خلکو په يو ډول پیسې غلا کولې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي
زموږ واټساف چینل سره یوځاي شۍ
https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y
👍
❤️
🌹
🫀
🌲
🌴
🌶️
🍂
🎄
😢
39