مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
February 28, 2025 at 04:57 AM
*د دوحې تړون او د اشغال خاتمه* د منصور افغان ................... د تاریخ په بهیر کې ځینې تړونونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوي، خو ځینې بیا د لویو بدلونونو سبب شوي. د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۹مه هغه تاریخي ورځ وه، چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو. دا تړون د افغانستان د اشغال د پای ته رسېدو، د اشغالګرو د بشپړ وتلو، او د اسلامي امارت د بریا رسمي اعلان و. د دوحې تړون د ۲۰ کلن مقاومت، قربانیو او جهاد ثمره وه. اسلامي امارت له لومړۍ ورځې ټینګه اراده درلوده، چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړي، او بالاخره د الله ﷻ په نصرت، د مجاهدینو د صبر، استقامت او سرښندنو برکت و، چې د نړۍ تر ټولو ستر قدرت د مذاکراتو مېز ته کښېناست. د تړون اساسي ټکي دا وو: ۱. د ټولو بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل له افغانستان څخه. ۲. د اسلامي امارت ژمنه چې د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. ۳. بین الافغاني تفاهم ته لار هوارول، چې د یو خپلواک، متحد او اسلامي افغانستان لپاره کار وشي. که څه هم امریکا د تړون له ځینو برخو سرغړونه وکړه، خو اسلامي امارت پر خپلې ژمنې ولاړ و، او بالاخره د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه یې د افغانستان بشپړ واک ترلاسه کړ. د دوحې تړون د افغانستان لپاره یوازې یو سیاسي بریا نه وه، بلکې دا یو تاریخي سند او بریا وه ، چې ثابته ڪړه حقانیت، صبر، او جهاد ثمره لري. دا تړون د نړۍ د ټولو مستضعف ملتونو ته یو پیغام لري، چې که دوی خپل هدف ته صادق وي، نو لوی قدرتونه یې ماتولی نه شي. د الله ﷻ نصرت، د شهیدانو قرباني، او د مجاهدینو استقامت و، چې دا تاریخي بریا ترلاسه شوه. الله ﷻ دې دا ازادي د تل لپاره وساتي. #حوت10 https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y
Image from مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com: *د دوحې تړون او د اشغال خاتمه* د منصور افغان ...................  د تا...
❤️ 👍 🤲 🫀 26

Comments