
د ګلبڼ زمزمې.
February 17, 2025 at 06:38 PM
د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۱مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه
نېټه: ۶ شعبان ۱۴۴۶ هـ.ق
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
وچو شګو نه کورونه نه جوړیږي
پـه هـوا کـې محلونه نه جوړیږي
ایوب صابر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا د زړۀ پارې مې وګوره مؤلفه!
لۀ دې پاڼو کتابونه نۀ جوړیږي؟
نظم الدین ندرت
د بهر په دوست دښمن تکیه ښه نه ده
چې وطن له اندرونه نه جوړیږي
محمد حنیف حیران
عاطفې لکه د وخت مينې جعلي شوې
لۀ دردونو مو شعرونه نۀ جوړېږي
شفق افرېدی
لا مې ورانې دي د زړه کنډې کپرې
د دې کلي بورجلونه نه جوړېږي
عبدالمنان اورښت
اوس مې هغه سترګې مه ګوره طبیبه!
دا لوېدلي ګیلاسونه نه جوړیږي
محمد حسن عمري
پهٔ پریمانه هوس څهٔ وکړم الوته!؟
چې غوڅ شوي وزرونه نهٔ جوړیږي
بهار عیار
دوی پردي، پردي له لرې نه راخپل کړي
زمونږ خپل کاله کې ورونه نه جوړېږي
زاهد ساپی
زما چیغې د ستم غرونو خاموش کړې
ستا له اوښکو دریابونه نه جوړېږي
ګل رحمن رحماني
ملائکه د غضب مه شې انسانه!
په جهان دې دوزخونه نه جوړيږي
رفیق مهران
مخامخ راته راوګوره درجار دې
په کاږه نظر جنګونه نه جوړېږي
عبدالمجید پل
یوه سترګه دې په بلې زړګی سپاري
په اوبو کې پرهرونه نه جوړیږي
سمسور
اننګي دې له غصې نه لرې ساته
له لمبو سره ګلونه نه جوړیږي
خالد ریحان ببری
په دې زلفو کې ژوند هر سړي پرې ایښی
په دې غرونو کې کورونه نۀ جوړېږي
نسیم ایثار
د یار سترګي که يې باب پر باب را نه وړې
یه لیکواله! کتابونه نه جوړېږي
شفاعت ریحان
عشق کې حد د خُدایي باید ښکاره وي
بې محرابه جوماتونه نه جوړیږي
محمداجمل کریمي
د زړهٔ کاڼی مې پهٔ اوښکو ور ته یوړو
چا وېل څاڅکو نه بحرونه نهٔ جوړیږي
نظیف هوش
راته ګل زما د خوښې کس نیولی
له خوښۍ نه مې لاسونه نه جوړېږي
بختیار نیازی
توبه پيغله نه وي، ماته شي زاهده!
په دې ښار کې ايمانونه نه جوړيږي
زاهد زېری
د رنځور وطن په چاودو، چاودو ګوتو
شاه ملالي! دسمالونه نه جوړېږي
حافظ سجاد
کلک ایمان، پاکه جزبه او توره غواړي
په خبرو تاریخونه نه جوړېږي
راشد مشفق
سر هغه دی، چې شمله کړي قدرمنه
په پګړیو خو سرونه نه جوړېږي
جمال ثاقب
مخ ترې بل خوا اړوئ مه، سوله ښه ده
په جنګونو وطنونه نه جوړيږي
محمدرفيق ريحان
سوداګر دې یې خدای مړه کاندې له لوږې
نور دې دلته تابوتونه نه جوړیږي
همت کوچی
انسان لاړو تر مکې آن تر سپوږمۍ هم
د انسان زړه ته يې پلونه نه جوړيږي
رفیق مهران
څنګه جوړه کړم رڼا د چا په پلونو
له ډيوو سره بادونه نه جوړيږي
عارف روان
زما اوښکې د نمک د اثر نهٔ دي؟
کهٔ پهٔ مالگو پرهرونه نهٔ جوړیږي؟
بهار صاحب
څه د داسي حالت جوَر يم نيولی
چې بیان ته يې لفظونه نه جوړېږي
محمودي انصار
مودې کېږي چې موسکا يې کړې نه ده
اننگو نه يې گلونه نه جوړېږي
مانو
راشه وخانده ګلزار کړه سوې دښتې
ته چې نه یې بهارونه نه جوړیږي
زاهدشاه انګار
پختګي غواړي د ډېرو سوختګيو
تغزل په الهامونو نه جوړېږي
هلال عیان
چې خندا سره فولاد د اوښکو نه وي
له مالوچو دیوالونه، نه جوړیږي
علامه محمدي
څپي مۀ وله پۀ کاڼو لیونه!
د اوبو پر تن داغونه نۀ جوړیږي
عمرحماس
د خپل فکر نتیجه درته رسیږي
له ازغیو نه، ګلونه نه جوړیږي
ثناءالله معصوم
په عمل کې هو! منمه هر څه سم شي
په خبرو باورونه نه جوړيږي
یوسف یوسفزی
ته چې ما ازاروې رقیبه پوه شه
له ازاره بازارونه نه جوړیږي
حسیني مختار
خلک لاړل تر سپوږمۍ یې لاره وکړه
زموږ یو بل ته نیتونه نه جوړېږي
شرافت ویاړ
زمونږ دومره د رڼا سره ده ورانه
په ټول ښار کې څراغونه نه جوړېږي
صفت الله احساس
د حالاتو دا بدرنګ بدرنګ رنګونه
له بد رنګو ګلابونه نه جوړېږي
سید نظیم سیدي
اتفاق کې د وطن پرمختګ ګوره
په نفاق کې وطونونه نه جوړیږې
خلیل انځور
چې همراه درسره خپل ملګري نسي
په پردو کلي کورونه نه جوړيږي
عابد ځواک
نور ترې ځم ژوند مې په دې کلي کې تريخ شو
د يارانو بنډارونه نه جوړيږي
دوست محمدوحدت
دا مخونه د غربت شمال وهلي
دې ايېنو کې تصویرونه نه جوړېږي
ګل رحمن رحماني
دې کړنګ کې هیڅ غورځنګ د نفس نشته
چې غوږو ته مو غږونه نه جوړیږي
محمدحسن عـ.مري
ستا له سترګو که مو زړونه نه جوړيږي
په مرميو اندامونه نه جوړيږي
نبيل شباب
زه در ځم خو ستا ازار چي مي په زړه شي
ستا پر خوا مي قدمونه نه جوړیږي
حنیف مظهري
د زړه زخم به مې جوړ شي پروا نشته
خو د خولې دې پرهرونه نه جوړیږي
بصیر بېدار ستوری
څڅومه له زړه اوښکې چا ويل چې
له دشتونو نه سيندونه نه جوړیږي؟
عبدالمنان اورښت
ته یې پرېږده چې په خپله غېږه درکړي
څه په زوره خو شعرونه نه جوړېږي
پیوند پټان
انقلاب وهلي خلک یوو صاحبه
زمونږ ستړي دي ذهنونه نه جوړېږي
حامد ملنګ
ترېنه لاندې د مطلب نِهر بهیږي
هسې یاره دا پُولُونه نه جوړیږي
نور الحسن نعماني
زمانې د اتفاق کاسه چپه ده
په یوه کور کې دوه ورونه نه جوړیږي
طـ...الب کریمي
نه د کلي مزه شته نه د ملګرو
په حجرو کې محفلونه نه جوړیږي
عبدالحنان جابر
د قیامت نښې روانې دي دنیا کې
خو زمونږه هیڅ نیتونه نه جوړیږي
بلال بارکزی
ګورئ، تش پروپاګند کې ګټه نشته ده
په خبرو خو کارونه نه جوړیږي
ګمدل
چي يې نسل د خپل آس له نسله نوي
له خچرو خو آسونه نه جوړیږي
ضابط حقمل
د عمل توښه اړینه ده قامت ته
بې عمله قامتونه نه جویږي
عبدالرحمن غضري
له دښمن نه د دوستي توقع مه کړئ
لۀ اغزیو نه ګلونه نۀ جوړیږي
مخلص افغان
چې منصور غوندې په دار او کباب نه شې
د تاریخ زرین بابونه نه جوړیږي
ابو احمدالله هنري
زړهٔ چې مات شي دیوالونه نه جوړېږي
د زخمي مرغهٔ وزرونه نه جوړېږي
انعام نعیمي
د غربت څپو اکثره دي وهلي
د ملګرو بنډارونه نه جوړیږي
طاهر شيرزاد
زندګۍ په مونږه داسې لوبې وکړې
که مخ سم شي د زړه خونه نه جوړېږي
عطیش اخندزاده
راغږېږه چې سرور راکې پيدا شي
خاموشۍ نه آهنګونه نه جوړېږي
احمدالله نثار
مودې وشوې ما سپرلي لیدلي ندي
ته چې نه یې موسمونه نه جوړیږي
نجیب الله هجران
ته چي خاندي په بارخو کي دي کډي سي
دا وماته لحدونه نه جوړیږي؟
رحمت الله ګرم
چې وشا ته دې را وکتل او لاړې
له تګ پاتې یم ګامونه نه جوړیږي
سیدمحمد برهاني
د ښکلا حد خو په تا باندي تمام دی
تشبیې ته دې رنګونه نه جوړیږي
محمدعارف عارف
ستا په مينه کې اوس دومره ليونی يم
بې له تا مې غزلونه نه جوړيږي
طـ...الب العلم زابلي
خوشبویانې مې په تا باندې پیرزو دي
زما رنګ سره ګلونه نه جوړیږي
عمران همزولی
اطمان د رب په ذکر حاصلیږي
بې له ذکر څخه زړونه نه جوړیږي
احمد بهار بهیر
د دنیا په ځمکه کښت د مینې وکړئ
بې له ستنو دنګ بامونه نه جوړېږي
عباسي ازره وال
بسم الله او یو توکل پر خدای په کار دی
چا ویل چې وران کارونه نه جوړېږي
ګل رحمن رحماني
د ملنګ لباس کې راشي، ديدن وکړي
د نظام نور دليلونه نه جوړيږي
عبدالقديم نظام
موجوده یارانو لپې په دعا شئ
نور دې دې ښار کې جنګونه نه جوړیږي
عبدالله تېزاب
له دې ځینو سره سترګو کې پوهیږو
له دې ځینو سره زړونه نه جوړیږي
خالد ریحان ببری
ښکلیه! نن خو توده غېږه راپېرزو کړه
په "سلام" زمونږه زړونه نهجوړېږي
جمال ثاقب
چې سپین مخ دې تورو زلفو کې پټ نه کړې
په غروب خو ماښامونه، نه جوړیږي
علامه محمدي
بیا دې کومې بې رخۍ ته مخه وکړه
زما ذهن کې لفظونه نه جوړېږي
عبدالمجید پل
پای.
❤️
🌹
👍
💚
💜
19