د ګلبڼ زمزمې. WhatsApp Channel

د ګلبڼ زمزمې.

1.7K subscribers

About د ګلبڼ زمزمې.

درنو ملګرو! له دې ځایه به وخت پر وخت (د اسلامي ادب ګلبڼ) د بلبلانو ښکلي او معیاري شعرونه خپرېږي. زموږ هدف دا دی چې تاسې له ښه شعر او شاعرانو سره اشنا کړو. ملتیا مو وکړئ!

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
6/7/2025, 11:02:12 AM

د اسلامي ادب ګلبڼ، درنو غړو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته لوی اختر مو نېکمرغه، بختور او له خوښیو ډک شه! ستاسې د شعر او ادب کور، د اسلامي ادب ګلبڼ اداره، تاسې ټولو درنو ملګرو ته د زړه له کومي د لوی اختر مبارکي وړاندې کوي. هیله ده چې اختر مو بختور، له خوښیو، مینې او برکتونو ډک وي. د ګلبڼ اداره ویاړي چې ستاسې د درنو شخصیتونو کوربه دی او ستاسو په برکت دلته د ادب، ذوق او انسجام یو ښکلی ادبي ماحول رامنځته شوی دی. مننه چې تر دې دمه مو په مونږ باور وساته او راسره یاست. الله تعالی دې زموږ او ستاسو ټول ژوند، منسجم، په اتفاق، اختریز، با برکته او له خوښیو ډک کړي. په درنښت، د اسلامي ادب ګلبڼ اداره!

Post image
❤️ 🌹 👍 🍏 💯 🤍 🤲 🫀 28
Image
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
5/27/2025, 4:57:04 PM

انارګل مشاعره

Post image
❤️ 👍 🌹 💐 😢 🫀 19
Image
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
5/26/2025, 10:17:43 AM

د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۷مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه ترتیب او راټولونه؛ محمد حسن عمري نېټه: ۱۶ ذي القعده ۱۴۴۶ هـ.ق ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیت! اوس هم ترخې سترکې خوږې ساتو ســتـا د یـــادونـــو هـــدیــرې ســاتـو رحمت شاه سائل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا چې د ننګ دنګې شملې ساتو خود به عظمت د لوپټې ساتو اکرام الدین مفتون تر څو چې وي د زړۀ درزا ژوندۍ موږه بۀ لوړې ارادې ساتو صدیق اورکزی په شیشه ګیو کې د ګل د شبنم د ځنګلونو زمزمې ساتو پیر محمد کاروان لار به رڼا ساتو رهبره یاره څۀ خو به خیال د قافلې ساتو نظم الدین ندرت د ژوند د شمعې په کيسه کې نه يو پــه زيارتــونــو کـــې ډيوې ساتو دوکتور لطف الله خیرخواه د ښايستونو پلوي مو درواغ که ګونګې دغسې نغمې ساتو محمودي انصار باوره خدایزده که ملګری مو شې چې له څهرو شاته څهرې ساتو عبدالمجید پل چاته د زړه خبره نه شو کوی جانه! غبار په آئينې ساتو رفیق مهران ستورې به خود ولو په کاڼو باندې چې په لمنو کې تیارې ساتو اجمل کریمي دا زمانه به خیال زمونږ ساتي که مونږ به خیال د زمانې ساتو انور تبسم داغه! د ورځې هم ډېوې ساتو ځکه لمن د پښتنې ساتو محمد حسن عمري دا چې هیڅ نۀ لري ضمیر او سترګې څۀ ته دې مړو ته آئینې ساتو نسیم ایثار در په در وږې یو نهر یو مګر خیال د باچا او ملکې ساتو نظام الدین فلاح د شنه منګي د احترام په خاطر د کشمالیو منجېلې ساتو خالد ریحان ببری ته د تیارو اندیښنه څله کوې! موږ درته سترګو کې ډیوې ساتو شرر ساپی اوس هم ترې خوند د ازادۍ اخلو اوس هم لاسو کې زولنې ساتو سبیل ساد تللو ملګرو راته پرېښود نظام هلته کامیابه یؤ چې وې ساتو امان الله مستغفر د کوچي توب مو دغه غټه نښه اوس هم اوښان ساتو بزې ساتو اسرار الله حسن زی دا یو عادت د سمندر لرو موږ چې خیال د تږي کنارې ساتو عتیق الله یون مسلم ته جار هندو ته رام وایوو خیال د جومات هم مېکدې ساتو مشرخان ناظر نه مو ایمان او نه مو عشق باوري په زړه پیالې په لاس تسبې ساتو علامه محمدي چرته د کوم ښکلي په کار رانغلو موږ زړونه هسي بې پایدې ساتو اسدالله شپونکی که نه رباب نه سریندې ساتو د زړه په مراندو کې نغمې ساتو کاروان مونږ نه دې برګې سترګې نه هيريږي نو تصويرونه دې په دې ساتو طـ.الب جان مروت زړه د ارمان په شور ژوندی ساتو دا کور رڼا په دې ډیوې ساتو اجل احمدزی کاڼي راواخله که ګلونه نه وي موږ به څه یاد ستا د کوڅې ساتو رحمت شاه سایل گرېوانه لږه وچکالي وزغمه یو څه اوبه خو به تر شپې ساتو صفت الله احساس هيچا خپل مخ پکې و نه کتلو خوشې په جېب کې آيينې ساتو استاد ابراهیم همکار د تنهاییو اذیت مه پوښته له ځانه تاوې دایرې ساتو عرفان رمز رنځور وجود مې ستا نظر ته در وړ ځان په تیارو کې له تیارې ساتو هدایت ازمون د سترګو سرې لېکې مې تا یادوي اوس هم زړګی ارې، ارې ساتو بدري تکل د تکلیفونو هیڅ حساب نه کېږي ژوند ته نیمژواندې حوصلې ساتو عبدالرحمن غضري د څېرو رنګ ثابته پاته نه شو په خوله کې ژبې دوه او درې ساتو خالد أنس د ورځي خاندو چي را پوی نشي څوک د شپې د اوښکو سلسلې ساتو عبدالغني وفا هغه بدرنګ غږ د تیارو رام شوی د سکوت لپو کې ډېوې ساتو ثاقب خپلواک اوس د يارانو زړونه نه دي مونږه د ماشومانو نه ښيښې ساتو عاطف لاروی د خپل کلتور بلې ډیوې ساتو ډکې له زلفو نه اوږې ساتو صفت الله احسلس که اوازې وي د بادونو هم نو موږه بیا هم بلې ډېوې ساتو پیوند پټان په دې نفرت ـ نفرت دنيا کې مونږه لاهم د مينې ارادې ساتو فضل باري مشفق دنیا دې سمه شي په سمه لاره موږه به نښې ترې کږې ساتو احمدګل ریان دوی په شملو باندې سرونه ساتي موږ په سرو باندې شملې ساتو رحمت الله ګرم مونږ د اسلام د لوړ تهذيب په خاطر د جومات دنګې منارې ساتو بصیر بېدار ستوری چې له هر یوه مینه زړه واخلي څڼې په دې خاطر خورې ساتو عزیزالرحمن ایاس لارې يې نه ساتو مورچې ساتو تمه وصال ته د ليلې ساتو عاطف لاروی د ښه باور په وروستي حد یو ولاړ ياره چې تشې میکدې ساتو شرر ساپی ستا لۀ خاطره پیدا شوې اشنا! ځکه خو خیال د زمانې ساتو عمرحماس مونږ د وفا لاروي، مینې ته ژمن جانانه! تل دې خاطرې ساتو ګمدل په دې بد نیته زمانه کې اشنا مونږ عقیدې درته پخې ساتو حسن بلال ستا د وصال د استقبال لپاره موږ له کلونو ګلدستې ساتو عرفان الله ایوبي زرې زرې به یو پخپله په زړه خو مګر روغ زړه د ادې ساتو اجل احمدزی څوګ مو حريم ته کوږ راونه ګوري مو پښتانه تورې په دې ساتو مفتي لاهوتي مونږ حاجيان نه يو خو کعبې ساتو د زړونو پاکې آيينې ساتو سميع اللّٰه ظريف تر مینځ مو باد هم ځاېدلی نه شي یو بل ته ځان دومره نږدې ساتو بختیار نیازی د محبت څادر په سر ګرځوو ژبې د یار په نوم لمدې ساتو زاهد زېری لکه ماران پرې رقیبان ماتوو ځکه له ځان سره وُدې ساتو منصور طـ.الب څۀ به د حُسن پۀ زوال وایو څۀ به پۀ زړۀ لۀ زمانې ساتو نظم الدین ندرت خلک د یار دید ته ګلونه یوسي مونږ په لاسونو کې ایرې ساتو عمران جنت ښکلي مخونه ائینې ساتي مړه مونږ زړونه ائینې ساتو بصیر جمال هسې نه ستا وعدو ته ورته نشي په دې خاطر ځکه توبې ساتو بسم الله فدا لکه پيدا چې یو همدې چارې ته ضائع کېدلو ته لمحې ساتو محمودي انصار بس له هرچابه مرور غوندې يو په خوله به هرچانه ګيلې ساتو. عبدالصمد کاموي دا چې دیدن ته بهانې ساتو ! دا زړه کې ډار له زمانې ساتو وصال هاشمي د ښکلو هر نزاکت سر په سترګو د دوی پر وړاندې چوپې خولې ساتو ضياء ضمير شمال څه وړي د ګلونو پاڼې موږ یې په خاوره کې ریښې ساتو اسدالله بلهار د بل عزت مو خپل عزت ګڼلى سپينې لمنې به ادې ساتو وارث انځور دې استعجاب کې بزرګي شته که نه مونږه په اوښکو کې لمبې ساتو حاذق سعید افرين مونږ ته شه چې داسې وخت کې سپېڅلې خپلې عقیدې ساتو کمال زی کهکشانونه د مانا لرو مونږ د چا د سترګو سیپارې ساتو ماهر ځاځی سپرلی که وي په دې به هم راشي مونږ ورته دا شاړې میرې ساتو رحمت شاه سائل له محبت ډکې سینــې ســـاتو موږ پښتانه زړونه ډېوې ساتو اکرام الله امېد شپې دې تصویر ته رڼوو جانانه سترګو کې ویښې شوګیرې ساتو وطن مل په موږ دې واوړي ښکلیه! تورې خاورې که به له تاسره کینې ساتو مفکر رښتین د خاموشۍ فلسفه غوره ګڼو ګنې په زړه ډیری ګیلې ساتو سمیع الله سمون د پښتو ملک دی بې پښتو نه شو مونږ ځکه مړې اوښکې میلمنې ساتو فریدالله خیرخواه مونږ چې دیدن ته شبګیرې ساتو ضرور به سترګو کې نشې ساتو خالد إحسان د عشق همدغه معرفت وي کنه لا یې هم لارې او کوڅې ساتو عرفان رمز ستا د دیدن خیرات به کله کېږي؟ دغو شیبو ته شبګيرې ساتو سیف صدیق خپلو کې دا تودې اړیکې نه دي؟ دا له کافر سره سړې ساتو احمدګل ریان مونږ اصفهان او ډيلى دواړه بايلل اوس په تور خم کې دراوزې ساتو اکرام الدین مفتون مونږ دې غوږونه کڼولی شو خو ارمان چې چیغې مو ویدې ساتو محمد حسن عـ.مري پای.

❤️ 11
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/24/2025, 1:47:27 PM

غزل: محمد حسن عمري حسومه له زخمي، زخمي خبرو آینې لګېدلي دي د جبر په ډبرو آینې حیف دی، ولې ړندوو خپلې ډېوې د خپل مالت ولې پلورو د بلاوو په لښکرو آینې په نغمو، نغمو به ویښې کړي غافلې زمانې که خوندي شي له منتره د کوډګرو آینې جنتي رخسار یې ساتي د دوزخ وړې ډېوې زما فکر دېوانه کړي، د دلبرو آینې له جمال او له جلال یې غورځېدلې وې پردې خرڅېدلې په بازار کې په سندرو آینې د څهرو کندې کپرې پکې ورکې عمري ژبې نه لري د وخت د زورورو آینې د ګلبڼ زمزمې. (249)

❤️ 👍 🌹 🌼 💕 💞 😭 🤍 🪻 🫀 37
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/23/2025, 5:15:22 PM

د ګلبڼ غړي له ۶۰۰ واوښتل! السلام علیکم! د زړه له تله خوښ یو چې د ګلبڼ د غړو شمېر اوس له ۶۰۰ اوښتی دی. دا ستر بری د درنو استادانو، وتلو شاعرانو، تکړه ترنم ویونکو، او با استعداده ځوانانو د ګډو هڅو او اخلاص پایله ده. ستاسو همکارۍ د ګلبڼ دا کاروان د پښتو ادب په ډګر کې د انسجام او خدمت یو مهم مرکز ګرځولی دی. په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ګلبڼ د درنو ملګرو د هڅو او زحمتونو په برکت، د شعر علمي او ادبي بڼه په بې ساري ډول غني شوې ده. د استادانو علمي بصیرت د شعر نقد او تحلیل ته ځانګړی حیثیت ورکړی، شاعرانو د خپلو نوښتونو او خلاقیت له لارې د ادب بڼ ته نوي رنګونه ور بښلي، او تکړه ترنم ویونکو په خپلو داودي حنجرو او ښکلي انتخاب سره د ګلبڼ د ملګرو د ترنم تنده خړوبه کړې ده. دا ټولې لاسته راوړنې د ګلبڼ د غړو ګډ اخلاص او هاند ښیي. موږ په دې بریا ویاړو او د ټولو ملګرو د نه ستړې کېدونکو زحمتونو او ژمنتیا له امله مننه کوو. هیله لرو چې په راتلونکي کې به هم د پښتو ادب د پرمختګ لپاره په ګډه خپلې هڅې روانې وساتو. الله دې زموږ دغه هڅې قبولې کړي او ټولو ته د لا زیاتو بریاوو او پرمختګونو توان ورکړي. په درنښت، د اسلامي ادب ګلبڼ اداره

❤️ 👍 🫀 🌴 🌹 🌼 💐 36
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/10/2025, 4:35:48 PM

غزل: پیر محمد کاروان حوا که به تر څنګه د ادم نه وای پيدا له تندې به ګل مړ و که شبنم نه وای پيدا دا ژوند به د ادم پر اوږو بار و د ډبرو دا مينه، دا ښکلا که دا همدم نه وای پيدا نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر له زېر سره دوستي که به د بم نه وای پيدا له تندې نه که منډې هاجرې اخيستې نه وای کعبې ستا په لمن کې به زم زم نه وای پيدا ارواه به دعيسی ملايکو چېرې پوکله که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا په ځمکه کې به سوي و په ډار د جهنم جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيدا مريم که خديجه ده اسيه که فاطمه ده که ښځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا د ګلبڼ زمزمې. (248)

❤️ 👍 💐 💜 💞 😍 🤍 🫶 46
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/12/2025, 2:47:12 PM

إنا لله وإنا إليه راجعون *د کندوز د پېښې په تړاو د ګلبڼ د تسلیت پیغام!* له بده مرغه چې د کندوز خونړۍ پېښې يو ځل بیا د ټول افغان ملت زړونه ودردول. دا یوه ستره غمیزه ده، چې وحـ..شي او سخت زړو عاملینو یې ګڼ بې‌ ګناه ملکي وګړي له خپلو عزیزانو څخه جلا کړل او د کورنیو په غېږو کې یې غم پرېښود. الله تعالی دې د شـ..هیدانو شـ...هادتونه قبول کړي، زخمیانو ته دې عاجله روغتیا ورکړي، او د غم ځپلو کورنیو زړونو ته دې صبر او سکون نصیب کړي. افغانستان دې نور خدای له داسې دردناکو پېښو خوندي وساتي.

😢 ❤️ 🤲 👍 😭 🌻 😂 59
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/26/2025, 7:59:32 AM

د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۲مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه ترتیب او راټولونه؛ محمد حسن عمري نېټه: ۲۰ شعبان ۱۴۴۶ هـ.ق ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیت! که جذبې مې تېرې شپې را واړولې خـیـال د زلـفـو شـوګیرې را واړولې حمزه بابا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ګلابونو که وږمې را واړولې بلبلانو هم نغمې را واړولې پیر محمد کاروان تصور مې مجسم نۀ کړې خالقه! تجسس مې تلوسې را واړولې نظم الدین ندرت لکه دی مې پۀ زخمي وطن راتېر شو پسرلي لمنې سرې را واړولې صدیق اورکزی وخت چې لږ زمونږ په سترګو رڼایي کړه بخت زمونږ د برخې شپې را واړولې اجل احمدزی یو زه نه شومه تر ډېره حیران پاتې بل مې ته له ائینې را واړولې کړاو منګل زما ټوله زندګي دې پرې کږه کړه تا چې سرې سترګې کږې را واړولې طـ.الب جان مروت ستا د زلفو او خالونو لړۍ څه وه نیمه شپه کې مې تسبې را واړولې محمد حنیف حیران ستا د حُسن بام ته نه کېده ختنه! مونږه خپلې ارادې را واړولې صفت الله احساس سرګردان لکه شيدا په دکن ګرځم دا خواريانې يارانې را واړولې دوست محمدوحدت وخت پړاو پۀ پړاو یوړل قامتونه په سینه یې هدیرې را واړولې محمد حسن عمري د نمکینو اوبو غږ سبحان ته رسي د مجاز لۀ قند مې پښې را واړولې اقبال مفتون تا چي دوه سترگې خوږې را واړلې زخمې زړه ته دې نشې را واړولې شرر ساپی په دانه - دانه خالونو کوم ذکر تا که سل دانې تسبې را واړولې پیر محمد کاروان بې وسۍ! له تا نه زر ځلې مننه د یارانو دې څهرې را واړولې درمل عرفان جانان زلفې په سپین مخ باندې خورې کړې که چا لمر باندې تیارې را واړولې علامه محمدي د ببري د زړه بورجلې ټکان وخوړ په بڼو دې چې غمزې را واړلولې خالد ریحان ببری له شونډانو دي غزله څڅېدله او په خال کي دي نغمې را واړولې شفاعت ریحان عشق له ما لېوني څه غوښتل عيانه! چې په ځان مې اندېښنې را واړولې هلال عيان زه په تمه وم چې پور د مینې خلاص کړې تا نه نوې، نه زړې را واړولې عزیزالرحمن ایاس زما د صبر کاسه ورو ـ ورو ډکيدله له حدودو دې چې پښې را واړولې عجب ګل تکل دغه پاڼې خو موږ نه لوستې کتاب کې خو ناترسې زمانې را واړولې انتظار ښرانوال زه د دوو ډیوو تر منځه لاروی وم پر کنډو مې قافلې را واړولې پیر محمد کاروان يم ورک شوي د دريمې نړۍ ښار کې چا په سترګو کې کيسې را واړولې عبدالدیان تکل چې مې وار له اوږدې تندې وروسته راغی سر په سر مې پيمانې را واړولي محمد نور قانع زه به بیا پکې د خدای مینه تازه کړم کومې سترګې چې ادې را واړولې محفوظ کاکړ خپلې زلفې دې لمدې را واړولې زما ورځې دې په شپې را واړولې پیوند پټان ما به تاند وجود ته تورې جامې وکړې تا به نورې تماشې را واړولې سمسور لا مې هم په بزرګي باندې شکي یې؟ ته مې څنګ له میکدې را واړولې! منصور طـ..الب گنهگارې د گناه خبره نه وه خو په بدر دې توبې را واړولې صدیق الله بدر تنهایي مې پۀ لذت د رڼا پوه کړه ما پۀ ځان پسې سائې را واړولې نظم الدین ندرت د تربور سلام یې بیا راته وعلیک کړ بیا یې سترګو ته ایرې را واړولې زاهد زېری چې اشنا او اختر دواړه په کې راشې خاطرې مې د روژې را واړولې ذاکر مهاجر دا به جرم وي که خدایزده ثوابونه؟ ستا له لوري مې لېمې را واړولې. راشد جالب ستا ځولۍ ته به د مينې پسرلي شي له اغزو مې ډکې پښې را واړولې محمد نور قانع د وطن غرونه ډاګونه را يادېږي دې پردي وطن لمبې را واړولې فضل مولا توره کى دوی جابر ته څه د سوال په ژبه سر وو مونږ مرمیو ته سینې را واړولې زاهد ساپی د دنیا محبس به وزغمه مجبور یم د عذاب خوف زولنې را واړولې ملا عبدالسلام ضعیف دا یې وخت ؤ؟ درد د شپې را واړولې ظالم بیا نوي کیسې را واړولې زاهد زېری د رواج کور کې قیدي د فکر اونې! اوس مو څانګې تر کوڅې را واړولې نظم الدین ندرت ما د وخت په ناپ ځان هيڅ برابر نکړ ځان پسې مې زمانې را واړولې قاري امين امين وا زړې سندرې! کومې خوا دې یوړم دا دې څۀ رقم شېبېې را واړولې شاهین الله شاهین ته مې ژوند یې ته مې ساز دژوندانه یې په ارواه کې دې نغمې را واړولې سیدمحمد صدیق دا دى شپه ده، د خپل زړه کتاب ته ناست يم ستا د ياد مې څو صفحې را واړولې مولوي نبيل شباب پر لمرونو مې ایرې را واړولې چې له تا مې ارادې را واړولې خالد احسان ستا د مخ کتاب ته ګورمه خدای بولم په دې ذکر مې تسبې را واړولې عاکف مهاجر د فلک له جوړه غلی - غلی ګرزم وخت د ښکلو قافلې را واړولې مفتي لاهوتي بیا د کومې بې غورۍ ښکار شؤې انځوره چې پۀ خولۀ کې زمانې را واړؤلې سید انور انځور ما په دې دنیا جنت له لاسه ورکړ چې مې خاورې په ادې را واړولې مهاجر بدر د فراق صحرا کې وریت شوم لکه شګه سیلۍ یخې زمانې را واړلې حافظ سجاد شیخ، د ښکلو په لیدو سبحان الله کړ او په لاس کې یې تسبې را واړولې احمد غازي په شپیلۍ مې تخڼوي د زړه رګونه کوچي بیا کډې نږدې را واړولې سیال نصرت منکل زه به بیا شمه ژوندی زه به اباد شم که په قبر خاورې دې را واړولې عرفان الله شرفزوی خاطره مې د خوښۍ را پيدا نۀ کړه ما د عمر کتابچې را واړولې مخلص افغان د سقراط د شعور تنده وم ندرته! وخت د زهرو پیمانې را واړولې نظم الدین ندرت په لټون د خلوص ستړي بیرته راغلو بیا مو ځان ته ائینې را واړولې اجل احمدزی نن مې ستا په سترګو تږی زړه اوبه شو یاره څنګه دې خوږې را واړولې یعقوب شجاع تری تم و، توره شپه وه، چې ته نه وې ستا وجود ډېرې ډېوې را واړولې خالد منصور کار زما د وجود تا ورباندې وکړ چې د حسن دې جلوې را واړولې ریحان اخندزاده له هغې وروسته به ټکی شبګیر نه وي که له تا مې اندېښنې را واړولې صفی الله رائد ستا د ذکر په یاداښت مې زړه تکیه شو ما قرآن کې سپارې را واړولې عبدالحق فدا پر ګرېوان مې نڅېدل څاڅکي د اوښکو زړه به ستا د ياد نغمې را واړولې عبدالقديم نظام چې به ما ورته ګیلې راوړلې یار به مخي ته پلمې را واړولې محمدعارف عارف د احساس بلالي ژبه راسره وه ما له خوبه زمانې را واړولې محمد حسن عـ..مري تر سهاره دې راتلو ته انتظار وم ستا وعدو خو اندېښنې را واړولې بصیر بېدار ستوری د یادو واړه دې ډک محفل کې راغلل په لمن کې یې پیالې را واړولې سیف صدیق خامخا به مې د هجر اور کباب کړي که مې ستا د ياد صفحې را واړولې عاصم کریمي مور مې مړه ده، له میرې مې ډوډۍ غوښته په غوصه یې سترګې سرې را واړولې احمد بهار بهیر تا ویل چې نږدې ورځو کې درځمه تا خو ډېرې زمانې را واړولې عزیز الحسن نعماني د جنت بوی مې ترې حس کړ باور وکړه تا چې دا زلفې اوږدې را واړولې انعام نعیمي چې جانان مې سترګې سرې را واړولې دا یې څومره فلسفې را واړولې ګمدل یوۀ کس مې پۀ ژوند کومې لوبې وکړې سپینې ورځې یې پۀ شپې را واړولې عرفان رمز رنځ یې ورک شو شکر خدایه! شکر خدایه! روغې سترګې مې ادې را واړولې بسم الله فدا یو بابا د خپل بچي داستان کې اوښکې په سپین مخ باندې تودې را واړولې طارق عزیز صدیقي خياله ته د چا په ياد باندې نڅيږې چې پر ما دې مړې خولې را واړولې حنيف مظهري د زړه راز مې وو له تا سره صنمه! ځکه تا ته مې ګیلې را واړولې نجیب الله حنیف د مجنون عشق به، زمونږ په تماشه وي ما په سر خاورې ایرې را واړولې رفیع الله ریحان مطربانو، موسیقيانې غږولې ما څو مستې ترانې را واړولې عرفان الله عرفاني زاھد خپله د یوه ښکلي بغل ګیر کړ مګر ماته یې تسبې را واړولې عزیزالرحمن ایاس په پاخه عمر ماشوم شومه کاروانه! ما د تاندو خاطرې را واړولې پیر محمد کاروان پای.

❤️ 🌻 🌼 👍 💕 💜 💞 🤍 23
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/17/2025, 6:38:25 PM

د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۱مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه نېټه: ۶ شعبان ۱۴۴۶ هـ.ق ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیت! وچو شګو نه کورونه نه جوړیږي پـه هـوا کـې محلونه نه جوړیږي ایوب صابر ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا د زړۀ پارې مې وګوره مؤلفه! لۀ دې پاڼو کتابونه نۀ جوړیږي؟ نظم الدین ندرت د بهر په دوست دښمن تکیه ښه نه ده چې وطن له اندرونه نه جوړیږي محمد حنیف حیران عاطفې لکه د وخت مينې جعلي شوې لۀ دردونو مو شعرونه نۀ جوړېږي شفق افرېدی لا مې ورانې دي د زړه کنډې کپرې د دې کلي بورجلونه نه جوړېږي عبدالمنان اورښت اوس مې هغه سترګې مه ګوره طبیبه! دا لوېدلي ګیلاسونه نه جوړیږي محمد حسن عمري پهٔ پریمانه هوس څهٔ وکړم الوته!؟ چې غوڅ شوي وزرونه نهٔ جوړیږي بهار عیار دوی پردي، پردي له لرې نه راخپل کړي زمونږ خپل کاله کې ورونه نه جوړېږي زاهد ساپی زما چیغې د ستم غرونو خاموش کړې ستا له اوښکو دریابونه نه جوړېږي ګل رحمن رحماني ملائکه د غضب مه شې انسانه! په جهان دې دوزخونه نه جوړيږي رفیق مهران مخامخ راته راوګوره درجار دې په کاږه نظر جنګونه نه جوړېږي عبدالمجید پل یوه سترګه دې په بلې زړګی سپاري په اوبو کې پرهرونه نه جوړیږي سمسور اننګي دې له غصې نه لرې ساته له لمبو سره ګلونه نه جوړیږي خالد ریحان ببری په دې زلفو کې ژوند هر سړي پرې ایښی په دې غرونو کې کورونه نۀ جوړېږي نسیم ایثار د یار سترګي که يې باب پر باب را نه وړې یه لیکواله! کتابونه نه جوړېږي شفاعت ریحان عشق کې حد د خُدایي باید ښکاره وي بې محرابه جوماتونه نه جوړیږي محمداجمل کریمي د زړهٔ کاڼی مې پهٔ اوښکو ور ته یوړو چا وېل څاڅکو نه بحرونه نهٔ جوړیږي نظیف هوش راته ګل زما د خوښې کس نیولی له خوښۍ نه مې لاسونه نه جوړېږي بختیار نیازی توبه پيغله نه وي، ماته شي زاهده! په دې ښار کې ايمانونه نه جوړيږي زاهد زېری د رنځور وطن په چاودو، چاودو ګوتو شاه ملالي! دسمالونه نه جوړېږي حافظ سجاد کلک ایمان، پاکه جزبه او توره غواړي په خبرو تاریخونه نه جوړېږي راشد مشفق سر هغه دی، چې شمله کړي قدرمنه په پګړیو خو سرونه نه‌ جوړېږي جمال ثاقب مخ ترې بل خوا اړوئ مه، سوله ښه ده په جنګونو وطنونه نه جوړيږي محمدرفيق ريحان سوداګر دې یې خدای مړه کاندې له لوږې نور دې دلته تابوتونه نه جوړیږي همت کوچی انسان لاړو تر مکې آن تر سپوږمۍ هم د انسان زړه ته يې پلونه نه جوړيږي رفیق مهران څنګه جوړه کړم رڼا د چا په پلونو له ډيوو سره بادونه نه جوړيږي عارف روان زما اوښکې د نمک د اثر نهٔ دي؟ کهٔ پهٔ مالگو پرهرونه نهٔ جوړیږي؟ بهار صاحب څه د داسي حالت جوَر يم نيولی چې بیان ته يې لفظونه نه جوړېږي محمودي انصار مودې کېږي چې موسکا يې کړې نه ده اننگو نه يې گلونه نه جوړېږي مانو راشه وخانده ګلزار کړه سوې دښتې ته چې نه یې بهارونه نه جوړیږي زاهدشاه انګار پختګي غواړي د ډېرو سوختګيو تغزل په الهامونو نه جوړېږي هلال عیان چې خندا سره فولاد د اوښکو نه وي له مالوچو دیوالونه، نه جوړیږي علامه محمدي څپي مۀ وله پۀ کاڼو لیونه! د اوبو پر تن داغونه نۀ جوړیږي عمرحماس د خپل فکر نتیجه درته رسیږي له ازغیو نه، ګلونه نه جوړیږي ثناءالله معصوم په عمل کې هو! منمه هر څه سم شي په خبرو باورونه نه جوړيږي یوسف یوسفزی ته چې ما ازاروې رقیبه پوه شه له ازاره بازارونه نه جوړیږي حسیني مختار خلک لاړل تر سپوږمۍ یې لاره وکړه زموږ یو بل ته نیتونه نه جوړېږي شرافت ویاړ زمونږ دومره د رڼا سره ده ورانه په ټول ښار کې څراغونه نه جوړېږي صفت الله احساس د حالاتو دا بدرنګ بدرنګ رنګونه له بد رنګو ګلابونه نه جوړېږي سید نظیم سیدي اتفاق کې د وطن پرمختګ ګوره په نفاق کې وطونونه نه جوړیږې خلیل انځور چې همراه درسره خپل ملګري نسي په پردو کلي کورونه نه جوړيږي عابد ځواک نور ترې ځم ژوند مې په دې کلي کې تريخ شو د يارانو بنډارونه نه جوړيږي دوست محمدوحدت دا مخونه د غربت شمال وهلي دې ايېنو کې تصویرونه نه جوړېږي ګل رحمن رحماني دې کړنګ کې هیڅ غورځنګ د نفس نشته چې غوږو ته مو غږونه نه جوړیږي محمدحسن عـ.مري ستا له سترګو که مو زړونه نه جوړيږي په مرميو اندامونه نه جوړيږي نبيل شباب زه در ځم خو ستا ازار چي مي په زړه شي ستا پر خوا مي قدمونه نه جوړیږي حنیف مظهري د زړه زخم به مې جوړ شي پروا نشته خو د خولې دې پرهرونه نه جوړیږي بصیر بېدار ستوری څڅومه له زړه اوښکې چا ويل چې له دشتونو نه سيندونه نه جوړیږي؟ عبدالمنان اورښت ته یې پرېږده چې په خپله غېږه درکړي څه په زوره خو شعرونه نه جوړېږي پیوند پټان انقلاب وهلي خلک یوو صاحبه زمونږ ستړي دي ذهنونه نه جوړېږي حامد ملنګ ترېنه لاندې د مطلب نِهر بهیږي هسې یاره دا پُولُونه نه جوړیږي نور الحسن نعماني زمانې د اتفاق کاسه چپه ده په یوه کور کې دوه ورونه نه جوړیږي طـ...الب کریمي نه د کلي مزه شته نه د ملګرو په حجرو کې محفلونه نه جوړیږي عبدالحنان جابر د قیامت نښې روانې دي دنیا کې خو زمونږه هیڅ نیتونه نه جوړیږي بلال بارکزی ګورئ، تش پروپاګند کې ګټه نشته ده په خبرو خو کارونه نه جوړیږي ګمدل چي يې نسل د خپل آس له نسله نوي له خچرو خو آسونه نه جوړیږي ضابط حقمل د عمل توښه اړینه ده قامت ته بې عمله قامتونه نه جویږي عبدالرحمن غضري له دښمن نه د دوستي توقع مه کړئ لۀ اغزیو نه ګلونه نۀ جوړیږي مخلص افغان چې منصور غوندې په دار او کباب نه شې د تاریخ زرین بابونه نه جوړیږي ابو احمدالله هنري زړهٔ چې مات شي دیوالونه نه جوړېږي د زخمي مرغهٔ وزرونه نه جوړېږي انعام نعیمي د غربت څپو اکثره دي وهلي د ملګرو بنډارونه نه جوړیږي طاهر شيرزاد زندګۍ په مونږه داسې لوبې وکړې که مخ سم شي د زړه خونه نه جوړېږي عطیش اخندزاده راغږېږه چې سرور راکې پيدا شي خاموشۍ نه آهنګونه نه جوړېږي احمدالله نثار مودې وشوې ما سپرلي لیدلي ندي ته چې نه یې موسمونه نه جوړیږي نجیب الله هجران ته چي خاندي په بارخو کي دي کډي سي دا وماته لحدونه نه جوړیږي؟ رحمت الله ګرم چې وشا ته دې را وکتل او لاړې له تګ پاتې یم ګامونه نه جوړیږي سیدمحمد برهاني د ښکلا حد خو په تا باندي تمام دی تشبیې ته دې رنګونه نه جوړیږي محمدعارف عارف ستا په مينه کې اوس دومره ليونی يم بې له تا مې غزلونه نه جوړيږي طـ...الب العلم زابلي خوشبویانې مې په تا باندې پیرزو دي زما رنګ سره ګلونه نه جوړیږي عمران همزولی اطمان د رب په ذکر حاصلیږي بې له ذکر څخه زړونه نه جوړیږي احمد بهار بهیر د دنیا په ځمکه کښت د مینې وکړئ بې له ستنو دنګ بامونه نه جوړېږي عباسي ازره وال بسم الله او یو توکل پر خدای په کار دی چا ویل چې وران کارونه نه جوړېږي ګل رحمن رحماني د ملنګ لباس کې راشي، ديدن وکړي د نظام نور دليلونه نه جوړيږي عبدالقديم نظام موجوده یارانو لپې په دعا شئ نور دې دې ښار کې جنګونه نه جوړیږي عبدالله تېزاب له دې ځینو سره سترګو کې پوهیږو له دې ځینو سره زړونه نه جوړیږي خالد ریحان ببری ښکلیه! نن خو توده غېږه راپېرزو کړه په "سلام" زمونږه زړونه نه‌جوړېږي جمال ثاقب چې سپین مخ دې تورو زلفو کې پټ نه کړې په غروب خو ماښامونه، نه جوړیږي علامه محمدي بیا دې کومې بې رخۍ ته مخه وکړه زما ذهن کې لفظونه نه جوړېږي عبدالمجید پل پای.

❤️ 🌹 👍 💚 💜 19
د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
2/3/2025, 5:45:50 PM

۸۹مه انلاین مشاعره! د اسلامي ادب ګلبڼ په اونیزه في البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي غوره بیتونه! نېټه: ۱۵/رجب/۱۴۴۶ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیت! دا چې په وېښتو کې زما سپين لګي دا مـې په پـښتو باندې ځواني راځي پروفیسور اباسین یوسفزی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ عشقه نادیده لارې مې طی کړلې شک مې اوس په ځان د لېوني راځي. بهار عیار ماخو پکې کر د ګلو کړی و بیا مې په قسمت ولې اغزي راځي انورتبسم موږ د هندوکش سر ته ختی نه شو خلګ د سپوږمۍ طرفته ځي راځي عبدالغني وفا شناختې به په قبر باندې شاړې وي څو چې بيا په مونږه پسرلي راځي هلال عيان ژونده په دې ویښو شپو دې څه وکړم؟ سترګو ته مې خوب په سبایي راځي عصمت تمیم بوري مور ته ډاډ د شـ..هید زوی ورکړم ژبه مې شوه ستړې په راځي راځي م. امان الله مستغفر دا زما د زړه زخمونه شور کوي ته چې وایې، نرمه موسیقي راځي جمال ثاقب ژوند مو د نفرت لمبو کې تېر کړلو کله به د مینې ارزاني راځي ګل رحمن رحماني لاس مې ته وا تورې سپۍ څټلی دی بد - بد احوالونه د لالي راځي عبدالمجید پل راغلې تصور کې، خوب مي وليدی ږغ سو په جنت کې صحابي راځي حيات همت نه بل پيغمبر ستا په مقام کي دی نه دي تر تلو وروسته بل نبي راځي شفاعت ریحان مرګ مې دی قبول خو دا به سخته وي خدای مه کړه چې ستا د دید نیستي راځي عزیزالرحمن ایاس ستا له خلاصو زلفو الهام اخلي چې سانده له دکنه د هجري راځي سمسور ستا د راتلو زېري یې راوړي دي کور ته مو د کلي واړه ځي را ځي. شرافت ویاړ سترګې به مې وڅنډي خوبونو نه ستا نظر کې داسې بې خودي راځي عابد مینې! ته مې کاڼي ته لرلې وې سخته زوروره پښیماني راځي بهار زه خپلې اوږدې شبګیرې شمارمه ستا له زړګي هم سوي زګیروي راځي بدري تکل مور دې ځار شه، دا د روغو ځای نه دی غرو ته که راځي خو لېوني راځي زاهد ساپی زۀ یم په کلک زړو کې په دې لټون پوه یم چې په کاڼو کې غمي راځي نسیم ایثار وږم دې د زلفو شمال وړي راوړي تبه په ګلانو باندې ځي راځي محمد حسن عمري ياره چې غږېږې زه به خود راځم خامخا شکرو ته طوطي راځي زاهد زېری ما پکې د شعر ببری کرلی دی خیال ته مي د سرو سترګو کودي راځي خالد ریحان ببری بیا مازدیکری شو وړانګې وړانګې لمر بیا د ګودر غاړې ته منګي راځي زاهدشاه انګار ته که نه راځې هيڅ پروا نه کوي ستا غمونه شکر ګړندي راځي محمد رفيق ريحان دا دی د مظلومو د دعاء اثر ګورئ چې کورو نه یې لوګي راځي حسیني مختار خوب کې مې د یار غاښونه وتي دي بیا لکه چې ما باندې نیستي راځي عبدالعظیم صدیقمل تیره به وي ما باندې د مرګ تنده څو چې مې تر خوا پورې ساقي راځي عمران همزولی سخته کې یې چا پالنه وکړله څوک ورته اوس بریتې تاووي راځي منصور ملنګ یاد د اصفهان او د دهلي سره خیال ته مې محمودِ غزنوي راځي سمیع الله سمون عقل مې دې تیر په څیر تیره نه وي خدایه که په ما بیرته ځواني راځې نظام الدین فلاح خوف ستا د جفا په زړه داغلی يم غږ مې له حواسو نه زخمي راځي هلال عيان خلک چې حیران یې ورورولۍ ته وو غشي یې په مینځ کې د جنګ ځي راځي بختیار نیازی خپلو د خپلوۍ لمنې ټولې کړې ماته خو پۀ سخته کې پردي راځي سید انور انځور بخت چي اپوټه شي هغه داسې وي ګل کرم خو لاس ته مي ازغي راځي سید امين امين ما یې انتظار په لویه لار کړی مرګ به د کوم درد په اننګي راځي عصمت تمیم فرق نۀ کا خفګان، که خوشحالي راځي عشق د ښکلا چم ته سلامي راځي مخلص افغان ستا د عمبري زلفو وږمې راغلې يا مې تر دماغ بوی د سپرلي راځي عبدالقديم نظام مه شړه باغوانه بلبل مه شړه تش خو به ګلونه ښکلوي راځي ضابط حقمل ښکاري، چې د عشق پر بلا اوړمه اوس راته خوبونو کې بنګړي راځي جمال ثاقب واه څه عجیبه د وطن مینه وي! لاړ شي ترېنه بیا سر په تلي راځي. حفیظ الله هاتف زلفې د شفق پر اوږو وڅنډي شپه د خیال ګودر ته غړوي راځي حافظ سجاد عشق کې اوس دې حد ته رسېدلی یم زړۀ ته مې اشنا هر وخت راځي راځي فاروقي خپلواک خدای دې حفاظت زما د زړۀ وکړي ګوتې په اوربل باندې وهي راځي انورتبسم پښې مې د مزاج له پیزار وتې دي لارې! په تعقیب کې دې ازغي راځي. بهار تاته نۀ رسېږي چې څو وس وکړي لاس ته خپل ګرېوان د لیوني راځي نسیم ایثار وخته ته په منډو رانه تښتي تل وخته په تا هر وختي تادي راځي بصیر بېدار ستوری ستړی ټپي يار ساړۀ نيولی دی شپه ده لۀ يوۀ ټيټ ګړنګ زګيروي راځي مهاجر شاکر داوړ څوک چې تر غرمې ویدۀ وي پوه یې کړئ؛ ژونـد کې بـرکت ســهار وخـتي راځي! صفي الله رائد سرې هواوې هلته رقصېدلي دي کومو نه چې بده خوشبویي راځي حاذق سعید تا باندې شېدا یم غنمرنګ یاره تا باندې مې مینه د زړګي راځي نصرت الله مایار یو ځلې چې ستا رخسار ته وګورم مړ زړه مې ژوندی شي بیا مستي راځي اسدالله بلهار ته لاړې غمونو دي تنها نه کړم اوس مي هم د زړه کلي ته ځي راځي محمد عارف عارف هر په ګل مئېن دې خامخا واوري مخې ته يې خامخا ازغي راځي عرفان الله ایوبي نن راباندې بوي د پسرلي راځي څوک دی چې خيالونو ته مې ځي را ځي پروفیسور اباسین یوسفزی لاړه د غزل چینه مې وچه شوه تږی اوس ګلبڼ ته عرفاني راځي عرفان الله عرفاني ماته که راځي زما په څیر به یې پیر د لیونو ته لیوني راځې نظام الدین فلاح ګل یې په اوربل پسې ټالۍ وهي سپینو اننګو کې یې سرخي راځي! حفیظ الله هاتف درس د مینې وايم شپه او ورځ همت دې مکتب کې کله رخصتي راځي مالک همت تور دود لکه زلفي ترینه تاوې شوي ستا د مخ پر شمعي چي لوګي راځي حنیف مظهري ستا حُسن له چا سره تشبیه کړمه! ستا سره د هرچا کمایي راځي. محمد کامل وفا ټوله ورځ له ځان سره غږيږمه ځان باندې مې شک د ليوني راځي دوست محمدوحدت موږ خو دې له قهره لولپه کړلو کله به دا ستا مهرباني راځي نسیم شاه عادل چیغو باندې ستړی شو د زړه مرغه خلک راته وایي خوشحالي راځي عبدالمجید پل پای.

❤️ 👍 ❣️ 🌹 🌼 💐 💔 😮 36
Link copied to clipboard!