
د ګلبڼ زمزمې.
February 23, 2025 at 05:15 PM
د ګلبڼ غړي له ۶۰۰ واوښتل!
السلام علیکم!
د زړه له تله خوښ یو چې د ګلبڼ د غړو شمېر اوس له ۶۰۰ اوښتی دی. دا ستر بری د درنو استادانو، وتلو شاعرانو، تکړه ترنم ویونکو، او با استعداده ځوانانو د ګډو هڅو او اخلاص پایله ده. ستاسو همکارۍ د ګلبڼ دا کاروان د پښتو ادب په ډګر کې د انسجام او خدمت یو مهم مرکز ګرځولی دی.
په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ګلبڼ د درنو ملګرو د هڅو او زحمتونو په برکت، د شعر علمي او ادبي بڼه په بې ساري ډول غني شوې ده. د استادانو علمي بصیرت د شعر نقد او تحلیل ته ځانګړی حیثیت ورکړی، شاعرانو د خپلو نوښتونو او خلاقیت له لارې د ادب بڼ ته نوي رنګونه ور بښلي، او تکړه ترنم ویونکو په خپلو داودي حنجرو او ښکلي انتخاب سره د ګلبڼ د ملګرو د ترنم تنده خړوبه کړې ده. دا ټولې لاسته راوړنې د ګلبڼ د غړو ګډ اخلاص او هاند ښیي.
موږ په دې بریا ویاړو او د ټولو ملګرو د نه ستړې کېدونکو زحمتونو او ژمنتیا له امله مننه کوو. هیله لرو چې په راتلونکي کې به هم د پښتو ادب د پرمختګ لپاره په ګډه خپلې هڅې روانې وساتو.
الله دې زموږ دغه هڅې قبولې کړي او ټولو ته د لا زیاتو بریاوو او پرمختګونو توان ورکړي.
په درنښت،
د اسلامي ادب ګلبڼ اداره
❤️
👍
🫀
🌴
🌹
🌼
💐
36