د ګلبڼ زمزمې.
د ګلبڼ زمزمې.
February 26, 2025 at 07:59 AM
د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۲مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه ترتیب او راټولونه؛ محمد حسن عمري نېټه: ۲۰ شعبان ۱۴۴۶ هـ.ق ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیت! که جذبې مې تېرې شپې را واړولې خـیـال د زلـفـو شـوګیرې را واړولې حمزه بابا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ګلابونو که وږمې را واړولې بلبلانو هم نغمې را واړولې پیر محمد کاروان تصور مې مجسم نۀ کړې خالقه! تجسس مې تلوسې را واړولې نظم الدین ندرت لکه دی مې پۀ زخمي وطن راتېر شو پسرلي لمنې سرې را واړولې صدیق اورکزی وخت چې لږ زمونږ په سترګو رڼایي کړه بخت زمونږ د برخې شپې را واړولې اجل احمدزی یو زه نه شومه تر ډېره حیران پاتې بل مې ته له ائینې را واړولې کړاو منګل زما ټوله زندګي دې پرې کږه کړه تا چې سرې سترګې کږې را واړولې طـ.الب جان مروت ستا د زلفو او خالونو لړۍ څه وه نیمه شپه کې مې تسبې را واړولې محمد حنیف حیران ستا د حُسن بام ته نه کېده ختنه! مونږه خپلې ارادې را واړولې صفت الله احساس سرګردان لکه شيدا په دکن ګرځم دا خواريانې يارانې را واړولې دوست محمدوحدت وخت پړاو پۀ پړاو یوړل قامتونه په سینه یې هدیرې را واړولې محمد حسن عمري د نمکینو اوبو غږ سبحان ته رسي د مجاز لۀ قند مې پښې را واړولې اقبال مفتون تا چي دوه سترگې خوږې را واړلې زخمې زړه ته دې نشې را واړولې شرر ساپی په دانه - دانه خالونو کوم ذکر تا که سل دانې تسبې را واړولې پیر محمد کاروان بې وسۍ! له تا نه زر ځلې مننه د یارانو دې څهرې را واړولې درمل عرفان جانان زلفې په سپین مخ باندې خورې کړې که چا لمر باندې تیارې را واړولې علامه محمدي د ببري د زړه بورجلې ټکان وخوړ په بڼو دې چې غمزې را واړلولې خالد ریحان ببری له شونډانو دي غزله څڅېدله او په خال کي دي نغمې را واړولې شفاعت ریحان عشق له ما لېوني څه غوښتل عيانه! چې په ځان مې اندېښنې را واړولې هلال عيان زه په تمه وم چې پور د مینې خلاص کړې تا نه نوې، نه زړې را واړولې عزیزالرحمن ایاس زما د صبر کاسه ورو ـ ورو ډکيدله له حدودو دې چې پښې را واړولې عجب ګل تکل دغه پاڼې خو موږ نه لوستې کتاب کې خو ناترسې زمانې را واړولې انتظار ښرانوال زه د دوو ډیوو تر منځه لاروی وم پر کنډو مې قافلې را واړولې پیر محمد کاروان يم ورک شوي د دريمې نړۍ ښار کې چا په سترګو کې کيسې را واړولې عبدالدیان تکل چې مې وار له اوږدې تندې وروسته راغی سر په سر مې پيمانې را واړولي محمد نور قانع زه به بیا پکې د خدای مینه تازه کړم کومې سترګې چې ادې را واړولې محفوظ کاکړ خپلې زلفې دې لمدې را واړولې زما ورځې دې په شپې را واړولې پیوند پټان ما به تاند وجود ته تورې جامې وکړې تا به نورې تماشې را واړولې سمسور لا مې هم په بزرګي باندې شکي یې؟ ته مې څنګ له میکدې را واړولې! منصور طـ..الب گنهگارې د گناه خبره نه وه خو په بدر دې توبې را واړولې صدیق الله بدر تنهایي مې پۀ لذت د رڼا پوه کړه ما پۀ ځان پسې سائې را واړولې نظم الدین ندرت د تربور سلام یې بیا راته وعلیک کړ بیا یې سترګو ته ایرې را واړولې زاهد زېری چې اشنا او اختر دواړه په کې راشې خاطرې مې د روژې را واړولې ذاکر مهاجر دا به جرم وي که خدایزده ثوابونه؟ ستا له لوري مې لېمې را واړولې. راشد جالب ستا ځولۍ ته به د مينې پسرلي شي له اغزو مې ډکې پښې را واړولې محمد نور قانع د وطن غرونه ډاګونه را يادېږي دې پردي وطن لمبې را واړولې فضل مولا توره کى دوی جابر ته څه د سوال په ژبه سر وو مونږ مرمیو ته سینې را واړولې زاهد ساپی د دنیا محبس به وزغمه مجبور یم د عذاب خوف زولنې را واړولې ملا عبدالسلام ضعیف دا یې وخت ؤ؟ درد د شپې را واړولې ظالم بیا نوي کیسې را واړولې زاهد زېری د رواج کور کې قیدي د فکر اونې! اوس مو څانګې تر کوڅې را واړولې نظم الدین ندرت ما د وخت په ناپ ځان هيڅ برابر نکړ ځان پسې مې زمانې را واړولې قاري امين امين وا زړې سندرې! کومې خوا دې یوړم دا دې څۀ رقم شېبېې را واړولې شاهین الله شاهین ته مې ژوند یې ته مې ساز دژوندانه یې په ارواه کې دې نغمې را واړولې سیدمحمد صدیق دا دى شپه ده، د خپل زړه کتاب ته ناست يم ستا د ياد مې څو صفحې را واړولې مولوي نبيل شباب پر لمرونو مې ایرې را واړولې چې له تا مې ارادې را واړولې خالد احسان ستا د مخ کتاب ته ګورمه خدای بولم په دې ذکر مې تسبې را واړولې عاکف مهاجر د فلک له جوړه غلی - غلی ګرزم وخت د ښکلو قافلې را واړولې مفتي لاهوتي بیا د کومې بې غورۍ ښکار شؤې انځوره چې پۀ خولۀ کې زمانې را واړؤلې سید انور انځور ما په دې دنیا جنت له لاسه ورکړ چې مې خاورې په ادې را واړولې مهاجر بدر د فراق صحرا کې وریت شوم لکه شګه سیلۍ یخې زمانې را واړلې حافظ سجاد شیخ، د ښکلو په لیدو سبحان الله کړ او په لاس کې یې تسبې را واړولې احمد غازي په شپیلۍ مې تخڼوي د زړه رګونه کوچي بیا کډې نږدې را واړولې سیال نصرت منکل زه به بیا شمه ژوندی زه به اباد شم که په قبر خاورې دې را واړولې عرفان الله شرفزوی خاطره مې د خوښۍ را پيدا نۀ کړه ما د عمر کتابچې را واړولې مخلص افغان د سقراط د شعور تنده وم ندرته! وخت د زهرو پیمانې را واړولې نظم الدین ندرت په لټون د خلوص ستړي بیرته راغلو بیا مو ځان ته ائینې را واړولې اجل احمدزی نن مې ستا په سترګو تږی زړه اوبه شو یاره څنګه دې خوږې را واړولې یعقوب شجاع تری تم و، توره شپه وه، چې ته نه وې ستا وجود ډېرې ډېوې را واړولې خالد منصور کار زما د وجود تا ورباندې وکړ چې د حسن دې جلوې را واړولې ریحان اخندزاده له هغې وروسته به ټکی شبګیر نه وي که له تا مې اندېښنې را واړولې صفی الله رائد ستا د ذکر په یاداښت مې زړه تکیه شو ما قرآن کې سپارې را واړولې عبدالحق فدا پر ګرېوان مې نڅېدل څاڅکي د اوښکو زړه به ستا د ياد نغمې را واړولې عبدالقديم نظام چې به ما ورته ګیلې راوړلې یار به مخي ته پلمې را واړولې محمدعارف عارف د احساس بلالي ژبه راسره وه ما له خوبه زمانې را واړولې محمد حسن عـ..مري تر سهاره دې راتلو ته انتظار وم ستا وعدو خو اندېښنې را واړولې بصیر بېدار ستوری د یادو واړه دې ډک محفل کې راغلل په لمن کې یې پیالې را واړولې سیف صدیق خامخا به مې د هجر اور کباب کړي که مې ستا د ياد صفحې را واړولې عاصم کریمي مور مې مړه ده، له میرې مې ډوډۍ غوښته په غوصه یې سترګې سرې را واړولې احمد بهار بهیر تا ویل چې نږدې ورځو کې درځمه تا خو ډېرې زمانې را واړولې عزیز الحسن نعماني د جنت بوی مې ترې حس کړ باور وکړه تا چې دا زلفې اوږدې را واړولې انعام نعیمي چې جانان مې سترګې سرې را واړولې دا یې څومره فلسفې را واړولې ګمدل یوۀ کس مې پۀ ژوند کومې لوبې وکړې سپینې ورځې یې پۀ شپې را واړولې عرفان رمز رنځ یې ورک شو شکر خدایه! شکر خدایه! روغې سترګې مې ادې را واړولې بسم الله فدا یو بابا د خپل بچي داستان کې اوښکې په سپین مخ باندې تودې را واړولې طارق عزیز صدیقي خياله ته د چا په ياد باندې نڅيږې چې پر ما دې مړې خولې را واړولې حنيف مظهري د زړه راز مې وو له تا سره صنمه! ځکه تا ته مې ګیلې را واړولې نجیب الله حنیف د مجنون عشق به، زمونږ په تماشه وي ما په سر خاورې ایرې را واړولې رفیع الله ریحان مطربانو، موسیقيانې غږولې ما څو مستې ترانې را واړولې عرفان الله عرفاني زاھد خپله د یوه ښکلي بغل ګیر کړ مګر ماته یې تسبې را واړولې عزیزالرحمن ایاس په پاخه عمر ماشوم شومه کاروانه! ما د تاندو خاطرې را واړولې پیر محمد کاروان پای.
❤️ 🌻 🌼 👍 💕 💜 💞 🤍 23

Comments