د ژوند راز
February 18, 2025 at 07:32 AM
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی، چې دا چاره د طالبانو رژیم د داخلي اختلافاتو په اړه اټکلونه زیاتوي.
په کابل کې د طالبانو دوه معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو ناراضه دی او لا هم په دوبۍ کې دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د اخوندزاده ولکه او کندهار ته انتقال د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.
ملا هبت الله په دې وروستیو کې پر حقانیانو حلقه تنګه کړې او په یوه تازه اقدام کې یې د حقاني شبکې اړوند ۳۱۳ بدري قول اردو د انتقال پرېکړه کړې، چې تر اوسه ددواړو خواوو ترمنځ پرې ناندرۍ دي.
هبت الله اخوندزاده ددې قطعې پخوانی مشر او د سراج الدین حقاني ورور عزیزالدین کندهار ته احضار کړی و او د یادې قطعې له مشرۍ لرې شوی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سراج الدین حقاني په متحده عرب اماراتو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره اوسیږي.
حقاني دوبۍ ته په سفر کې ددغه هېواد له چارواکو سره هم ولیدل او وروسته سعودي عربستان ته د عمرې لپاره لاړه، خو سرچینې وايي، چې هغه د ۲۰۲۴ کال په جون کې له حج څخه راګرځېدلی و او په څو میاشتو کې بېرته عمرې ته تګ ډېر معمول نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه ددې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر غني هم ددرملنې په هدف قطر ته د یوې میاشتې په مخه په سفر تللی دی.
بشپړ خبر: afintl.com/pa/202502175399
👍
1